د اسرائيل د چېنال تويلف ټلويزيون د اګست په ۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد صدراعظم بنجيامين نيتانياهو موافقه کړې وه، چې خپل ځواکونه به د غزې تړانګې رفح ښارګوټي ته نژدې له درېيو سیمو وباسي، خو په همدې ورځ بېرته پښېمانه شوی دی.
دغه ټلويزيون د اسرائيل د امنيتي ادارې د يو چارواکي په قول ويلي، چې نيتانياهو او د اسرائيلي ځواکونو لوی درستيز ايال زامير تېره اوونۍ په دې اړه مشوره کړې وه او له امريکا سره يې له غزې د خپلو ځواکونو د ايستلو پلان منظور کړی و.
څو اسرائيلي خبري رسنيو په همدې نېټې خبر ورکړی، چې صدراعظم نيتانياهو په همدې ورځ د کابينې يوې غونډې ته ويلي، هېواد يې د امريکا لخوا د جوړې شوې ”سوله ييزې کمېټې“ په وړانديز د غزې د سولې پلان ردوي او خپل ځواکونه به د حماس له بې وسله وال کېدو مخکې له غزې څخه و نه باسي.












