” په چين کې د اتو اونیو په اوږدو کې د پنځو ماډلونو د پرانيستي وروستۍ څپه د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد مهم ارزښت نه یوازې پر ټیټو لګښتونو، بلکې په غوره موثریت هم تمرکز لري. “
بلومبرګ او یو شمېر نورو نړيوالو رسنیو په دې وروستیو کې د چین د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ ته ډېره پاملرنه اړولې او ويلي يې دي، چې چين ” د نقل وړ سیسټم خپل کړی” او په نړۍ کې د مخکښو عصري ماډلونو د تولید توان لري. دا په دغه هېواد کې د راڅرګندیدونکو فرصتونو د څار لپاره یو نوی لیدلوری برابروي.
په تېرو اتو اوونيو کې د چين يوه شرکت مونشوټ اې ايي(Moonshot AI) د کيمي کۍ۳ ماډل (Kimi K3) سرچينې پرانيستي، چې پیرامیټر يې نوی نړیوال ريکارډ جوړ کړی او يوه بل شرکت ډیپسېک (Deepseek) یې د خپل ماډل پر بنسټ د جوړو ځیرکو ایجنټانو (AI Agents) په وړتیاوو او کارکردګۍ کې خورا لوی پرمختګ کړی دی او دغه راز د علي بابا اړوند کوین (Qwen) اعلان کړی، چې د خپل لومړي لوی او پرمختللي مصنوعي ځيرکتيا د ماډل وزن پرانيزي.
دا د دې څرګندويي کوي، چې په چین کې نوښتونه نور په جزوي یا جلا جلا بریاوو پسې محدود نه دي، بلکې موخه یې د داسې سیسټمیکو وړتیاوو جوړول دي، چې تکرارېدونکي، د پراختیا وړ او په عمل کې د پلي کېدو وړ وي.
اوسمهال په نړيوال بازار کې د چین د صادراتي محصولاتو ۳ نوي ډولونه ( روبوټ، مصنوعي ځيرکتيا او نوښتګر درمل) ډېر ګرم دي، دغه راز د کوانټوم معلوماتو، مدغمو سرکټونو او اټومي فیوژن په شمول ټیکنالوژۍ يې هم په چټکۍ پرمختګ کوي او د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړې ده.
د ساینسي څېړنو، هېوادونو او علمي ادارو د فعالیت او کیفیت د ارزولو «نیچر انډېکس» (Nature Index) غوره او وروستۍ درجه بندي ښيي، چې په ۲۰۲۵ م کال کې د علمي څېړنو په تولید کې د چین برخه ۵۲۷۳۵.۱۷ ته لوړه شوې او په نړیواله کچه یې لومړی مقام خپل کړی دی.
ځینو لوېدیځو هېوادونو د چین د نوښتګرو پرمختګونو له امله اندېښنې ښودلې دي. په ځانګړې توګه د روان کال له پیل راهیسې، امريکا په مکرر ډول د ملي امنیت مفهوم پراخ کړی او ناوړه ګټې ترې پورته کوي او د پوهنې ملکیت او سایبري امنیت په بهانو یې د چین په عصري ټيکنالوژيکي محصولاتو پر له پسې بنديزونه لګولي دي. خو حقیقت دا دی، چې نړیواله ټولنه د چین د نوښت پراختیایي فرصتونه پېژني او ګټې ترې اخلي.
د کوريا جمهوريت اسیا خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، د چین قوي تولیدي ظرفیت، دوامدار ټیکنالوژیکي نوښتونه او د ورخلاصون د دوامدار پراخوالي اقدامات نه یوازې د دغه هېواد اقتصادي بدلون هڅوي، بلکې د نړیوالې اقتصادي ودې او همکارۍ لپاره هم نوې فضا برابروي.
نوښتونه د خلکو د ښه ژوند هيلې منعکسوي
په اروپا کې پدې وروستيو کې د چين ايرکنډیشنونو او د دوبي له ګرمۍ د ساتنې نورو چيني محصولاتو ښه بازار موندلی او برقي موټرونه يې هم په کوريا جمهوريت، اسټرالیا، جنوب ختیځې اسیا او نورو هېوادونو کې ښه پلورل شوي دي، دغه راز د چين نوښتګر درمل هم نورو هېوادونو ته صادر شوي او دغه درمل د درملنې د لګښت په کمولو کې ډېره مرسته کوي.
د روان کال په لومړۍ نیمایي کې چینایي درمل جوړوونکو شرکتونو د خپلو نویو اختراع شویو درملو پټنټونه يا د تولید او پلور حقوق په بهرنیو کمپنيو پلورلي او د تړونونو مجموعي ارزښت يې ۱۱۰ میلیارډه ډالرو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېر کال د ورته شمېر ٪ ۸۰ جوړوي او یو نوی تاریخي ریکارډ یې ثبت کړی دی.
د چین نوښت د نړیوالو صنعتونو په بدلون کې هم مرسته کوي.
په سربیا کې د موټرو د پرزو ځينې فابریکې د چين مصنوعي ځيرکتيا سیسټمونو څخه کار اخلي، چې پرمټ يې ۷۰٪ توليدي کارونه اتوماتیک ترسره کېږي.
په مغولستان کې د ریل پټلۍ د ځيرک سیسټم پروژې، چې په جوړولو کې يې چيني تصديو برخه اخيستې، د رېل پټليو د فعاليت او ساتنې لګښتونه نیمایي کم کړي دي.
په قزاقستان کې صنعتي زونونو د چیني ډیجیټل ټیکنالوژیو په کارولو سره د ماډل جوړولو او د خپلو فعاليتونو په ټول جريان کې خطرونه تر کنټرول لاندې راوستلي دي.
تر دې هم د پام وړ خبره دا ده، چې چين د پروټېکشنيزم د پورته کېدونکو څپو پر وړاندې ورخلاصون پراخ کړی او ټولشموليت ته ژمن پاتې شوی دی او له نورو هېوادونو سره د ګټې- ګټې نوښتګر ایکوسیستم د رامنځته کولو هڅې کوي. د مثال په توګه، چين د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ټیټ لګښت لوی ماډلونه پرانيستي او له دې لارې له نورو هېوادونو سره د نويو تيکنالوژيو او نویو محصولاتو په کارولو او د پرمختيايي هېوادونو سره د خپل پرمختیايي ظرفیت په لوړولو کې مرسته کوي. تراوسه پورې، د چین د پرانيستو سرچينو يا اوپن سورس اې اي ماډلونو د ډاونلوډ شمېر له ۱۰ ميلیارډو ځلو څخه پورته شوی او په نړۍ کې يې لومړی ځای خپل کړی دی. برسېره پر دې، چین د کنټرول وړ اټومي فیوژن او کوانټم ټیکنالوژۍ په تړاو لوی علمي تاسیسات نړۍ ته پرانیستي او (( تیانګونګ)) فضايي سټیشن ته به يې لومړی بهرنی ستورمزلی هم ننوځي.
د زمبابوې کارپوه ډیریک ګوتو په يوې لیکنې کې ويلي، چې چین په عملي اقداماتو سره افریقا ته د لوی ډیجیټل واټن د کمولو او د ټیکنالوژۍ د ګټو شریکولو هيله ورکړې ده.
د چین نوښت نړۍ ته زيان رسوي او که فرصتونه برابروي؟
د دې پوښتنې ځواب په حقیقتونو کې نغښتی دی.














