سمنګانو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې دغه پېښې تېره شپه د سمنګانو مرکز ایبک اړوند پل قچندره او خلم ولسوالیو کې رامنځته شوې دي. د نوموړي په وینا، د یادې پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. سرچینې د پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې او زیاته کړې ده، چې په اړه یې نورې څېړنې دوام لري.














