سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په جاپان کې د ککړو اټومي اوبو د خوشي کولو پلان ضد لاريونونه وشول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 13, 2023
in نړیوال خبرونه
0
په جاپان کې د ککړو اټومي اوبو د خوشي کولو پلان ضد لاريونونه وشول
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روان کال د مارچ يوولسمه نېټه په جاپان کې د ختيځې سيمې د لويې زلزلې او د فوکوشيما د اټومي برېښناکوټ پېښې د رامنځته کېدو له دوولسمې کليزې سره برابره وه. د دغه هېواد د ډېرو سيمو خلکو په همدې ورځ سمندر ته د نوموړي برېښناکوټ د ککړو اټومي اوبو د خوشي کولو پلان پر ضد لاريونونه تر سره کړل.

د جاپان د بېلا بېلو برخو شخصيتونه د مارچ په يوولسمه نېټه د توکيو برېښنايي شرکت د دروازې پر وړاندې راغونډ شول او د شعارونو په پورته کولو سره يې په لوړ غږ د نوموړي شرکت او جاپاني حکومت د هغه پلان پر ضد نارې ووهلې، چې د دغه پلان له مخې به سمندر ته ککړې اټومي اوبه خوشي شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د توکيو اوسېدونکې او د ياد لاريون ګډون کوونکې توموکو ايتو خبريال ته وويل، چې هغه سمندر ته د ککړو اټومي اوبو د خوشي کولو له پلان سره ټينګ مخالفت لري او د هغې په نظر دغه پلان د منلو وړ نه دی، ځکه دا پلان به نه يوازې د جاپانيانو د شکونو سبب وګرځي، بلکې ټولې نړۍ ته به ستونزې ورسوي. راډيو اكټيف مواد به په ټولې نړۍ کې خپرېږي او د کبانو په وجودونو کې زېرمه کېږي، که وګړي دغسې سمندري محصولات وخوري، منفي دوران به دوام ولري.

د ياد لاريون ګډون کوونکې اتسوکو کيوچي خبريال ته وويل، د جاپان حکومت هغه کړنې د بښنې وړ نه دي، چې د دغه پلان له جوړولو مخکې يې له ځايي وګړو سره د نظريو هېڅ تګ راتګ نه دی کړی. هغې زياته کړه، چې د جاپان حکومت د مارچ د يوولسمې نېټې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته خلکو ته ګڼ شمېر دروغ ويلي دي. خلکو له دغه پلان سره مخالفت څرګند کړی او کوي يې. د جاپان حکومت په پوره توګه د کب نيوونکو غږونه نه دي اورېدلي.

د توکيو پر اوسېدونکو سربېره، د فوکوشيما ډېرو وګړو په دغه لاريون کې هم ګډون کړی و. د دغو وګړو په اند، حکومت بايد د ککړو اټومي اوبو د حل په چارو کې جدي او احتياطي رويه غوره کړې وی، خو د دوی هېڅ نظريه يې نه ده اورېدلې.

د فوکوشيما اوسېدونکي او د لاريون ګډون کوونکي يويا شيشيتا خبريال ته د حکومت د پرېکړې په اړه شک وښود او ويې ويل، چې اوس ککړې اټومي اوبه د ذخيرې په ټانکرونو کې ساتل کېږي او د لا زياتو ټانکرونو د جوړولو لپاره ځمکې شته، نو د ځمکو کمښت سمندر ته د ککړو اټومي اوبو د خوشي کولو ډاډمن سبب نه دی او دغه چاره بايد دوام ولري.

ايباراکي فوکوشيما ته نژدې پرته ولسوالي ده او د دې ولسوالۍ يوه پارلماني غړي د توکيو په لاريون کې ګډون کړی و. نوموړي وويل، چې سمندر ته د فوکوشيما د ککړو اټومي اوبو خوشي کول يوازې د فوکوشيما ځايي مسئله نه ده او د شاوخوا سيمو د خلکو پر ژوند به ډېرې اغېزې وکړي.

نوموړي وويل، چې (( که ککړې اټومي اوبه سمندر ته خوشي شي، زموږ د ولسوالۍ کب نيوونکې، سيلانيزې او کرنيزې چارې به له ستونزو سره مخ شي. د خپل ټاټوبي د خلکو د هوسا ژوند او کار په پار له دغه پلان سره ټينګ مخالفت کوم.  ځکه د راډيو اكټيف موادو ټريټيوم (tritium) د کمزورېدو موده ۱۲ کاله ده، په دې موده کې بايد ککړې اټومي اوبه په ټانکرو کې وساتل شي. ))

پر ياد شوي لاريون سربېره، په دې وروستيو کې د جاپان د لومړي وزير د ودانۍ او د دغه هېواد د اقتصاد او صنعت وزارت د ودانۍ پر وړاندې، د توکيو د ګينزا سوداګريزې ناحيې او د فوکوشيما په شمول زياتو سيمو کې سمندر ته د ککړو اټومي اوبو د خوشي کولو پلان پر ضد لاريونونه تر سره شول.

د جاپان ۱۶ ورځپاڼو په دې وروستيو کې په ګډه يوه سروې تر سره کړه. د دغې سروې ۴۸،۴٪ ګډون کوونکي سمندر ته د ککړو اټومي اوبو د خوشي کېدو له پلان سره مخالفت کوي او د دوی په اند د دغه پلان منحل به ښه وي.  د فوکوشيما د ځايي رسنيو د پلټنو له مخې، د دې ولسوالۍ د ۹۰٪ اوسېدونکو په اند دغه پلان به د فوکوشيما پر بڼې منفي اغېزه وکړي او د ۶۵٪ اوسېدونکو په اند د جاپان حکومت او د توکيو برېښنايي شرکت د دغه پلان د خونديتوب په اړه ډاډمن او کافي توضيحات نه دي وړاندې کړي.

Previous Post

په چين کې د ځنګلونو مساحت ۲۳۱ ميليونو هکتارو ته رسېدلی

Next Post

شي جين بينګ به د چين د کمونېست ګوند او نړيوالو سياسي ګوندونو په لوړپوړي ډيالوګ کې ګډون وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين بينګ به د چين د کمونېست ګوند او نړيوالو سياسي ګوندونو په لوړپوړي ډيالوګ کې ګډون وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امیر خان متقي: جنګسالاران او غاصبین نور د چا حقونه نشي خوړلی

امیر خان متقي: جنګسالاران او غاصبین نور د چا حقونه نشي خوړلی

اکتوبر 12, 2022
د چین سوداګریزو نښو په بهرنيو هېوادونو کې شهرت موندلی

د چین سوداګریزو نښو په بهرنيو هېوادونو کې شهرت موندلی

مې 25, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ