په دې وروستیو کې د چين د شیځانګ کورواکې سیمې په قمدو ښار کې د لوړو ځمکو وربشو د حاصلاتو موسم پيل شو.
د لوړو ځمکو وربشو کروندې څه د پاسه ۳۵۰۰ کاله تاریخ لري. دا په شیځانګ کې تر ټولو ډېر مشهور کرنيز محصولات ګڼل کېږي . په ۲۰۲۲ کال کې په شیځانګ کې د لوړو ځمکو وربشو د کرلو اندازه ۱۴۵۱.۸۸ میلیونه مربع متره او د توليد اندازه ۸۳۲۳۰۰ ټنو ته رسيدلې ده.














