چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ درې میاشتې

لیکنه: سیدخان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 20, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ټرمپ: پر ایران برید ته بېړه نه لرم
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ د بیاځلي واک ته رسېدو درې میاشتې پوره شوې، خو هغه تر اوسه په انتخاباتي کمپاینونو کې کړې یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

ټرمپ چې د امریکا په داخل او بهر کې پر یوه سرتمبه، خپل سري او بې باکه شخص مشهور دی، د سپينې ماڼۍ پر ګدۍ د بيا ځلي کېناستو يې په داسې حال کې شاوخوا درې میاشتې پوره شوې تر اوسه يې له خپلو ټولو کړو ژمنو یوه هم نه ده پوره کړې.

نوموړی چې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۰مه سپينې ماڼۍ ته لاړ او په هماغه لومړۍ ورځ يې له سلو ډېر اجرايي فرمانونه لاسلیک او د عملي کېدو امر يې وکړ خو تراوسه يې نه یوازې یو هم د امریکا په ګټه نه دی تمام شوی، بلکې د ځېنو د بېرته لغوه کېدو یا ځنډېدو اقدام يې هم کړی دی.

ټرمپ په خپلو ګډوډو څرګندونو او پالیسیو په غوره کولو سره دغه هېواد هم په نړیواله کچه او هم په داخل کې له سترو ننګونو او ټکرونو سره مخ کړی دی.

نوموړي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې يې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په سیالیو کې ژمنه کړې وه چې په بهرني سیاست، اقتصاد، مهاجرت او داخلي امنیت په برخو کې به ستر بدلونونه راولي تراوسه نه دی پکې بریالی شوی.

که څه هم ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم ځينې حیرانونکې پالیسۍ او حکمونه اعلان کړل خو داسې ښکاري چې د هغه یوه پالیسي هم د نړۍ د روان وضعیت له غوښتنو سره د مطابقت وړ نه ده نو ځکه ټولې د ناکامېدو په حال کې دي او بالاخره به د امریکا حکومت د حقیقت په پېژندلو سره له ټولو دریځونو شاته شي.

د ټرمپ په خپلو انتخاباتو کې په وار وار ادعا کړې وه چې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ترمنځ به منځګړیتوب وکړي او په ۲۴ ساعتونو کې به دغه جګړه ختمه کړي.

خو حقیقت بل ډول دی، هغه داسې دی چې بیاځلي واک ته د ټرمپ د رسېدو درې میاشتې تېرې شوې خو تراوسه هېڅ داسې کومه نښه نه ښکاري چې د اوکراین جګړه دې ژر او په دومره آسانۍ پای ته ورسېږي لکه ټرمپ يې چې ادعا کړې وه.

سربېره پر دې، په سپينه ماڼۍ کې د رسنیو په مخ کې د ټرمپ له خوا زلنسکي ته « له پشتوانې پرته دیکتاتور» کلیمې کارول او له هغه سره د ډیپلوماټيک عرف خلاف چلند نړیوال غبرګونونه راوپارول او دا يې ثابته کړه چې ټرمپ هیڅ ډيپلوماټيک اخلاق نه لري.

ټرمپ همدارنګه وعده کړې وه چې د غزې اوسېدوونکي به اردن، مصر او یا نورو هېوادونو ته وباسي او غزه به امریکا واخلي.

دا د ټرمپ د ځان غوښتنې تر ټولو ستره لاپه وه ،هغه لاپه چې په هېڅ نړیوال قانون کې ځای نه لري او هېڅوک اجازه نه لري چې څوک له خپل هېواده وباسي.

د ټرمپ دغه ادعا له نړیوالو په تېره بیا د عربي هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شوه چې بالاخره څو اوونۍ وروسته يې اعلان وکړ چې ټرمپ نور له دې ادعا څخه تېر شوی دی.

ټرمپ دغه راز واک ته له رسېدو مخکې ژمنه کړې وه او آن خبرداری يې ورکړی و چې که سپينې ماڼۍ ته د ده له ننوتلو مخکې حماس ټول اسراییلي بندیان آزاد نه کړي نو دی به پر حماس اور بل کړي او بندیان به په زور آزاد کړي.

هغه ادعا چې تر اوسه نه ده عملي شوې، بلکې د ده په لمسون په غزه کې شوی اوربند ختم شوی او همد اوس هلته د اسراییلو درنه بمباري او ځمکني بریدونه روان دي خو د بندیانو د آزادېدو ادعا نه ده عملي شوې.

نوموړي دغه راز ادعا کړې وه چې د افغانستان بګرام هوايي اډه او په دغه هېواد کې پاتې امریکايي وسلې او تجهیزات به بېرته ترلاسه کوي.

هغه ادعا چې د افغان لوري له سخت غبرګون سره مخ شوه او تر اوسه يې نه ده عملي کړې.

ده همدارنګه په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې د امریکا په تاریخ کې به تر ټولو ډېر ډله ییز کډوال وباسي او ویلي يې وو چې له مکسیکو سره به سرحدي دېوال بشپړ کړي، خو دا سمه ده چې ټرمپ په امریکا کې غیر قانوني کډوالو د ساتنې مرکزونه له کډوالو ډک کړي خو تر اوسه يې وتل له لوجستيکي، قانوني او مالي خنډونو سره مخ دي او نه دي عملي شوي.

د ټرمپ دغه ادعا له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې او دا کار يې د بشري حقونو او کډوالو د نړیوال سازمان له اصولو خلاف بلل شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

یوه تر ټولو جنجالي موضوع چې ټرمپ پيل کړې، هغه له نړۍ سره د تجارتي جګړې پيلول دي.

ده په دې ادعا سره چې د امریکا اقتصاد به وغوړوي، دغه هېواد ته يې د ټولې نړۍ پر وارداتو تعرفې لوړې کړې.

ټرمپ په خاصه توګه د چین د اقتصادي پرمختګ د مخنیوي په موخه د تعرفو اضافه کولو ته مخه کړه چې دا کار هم نه یوازې د امریکا د اقتصادي برترۍ لامل نه شو، بلکې د چین له متقابلو تعرفو سره مخ شو چې اوس يې خپله امریکايي سیاستوال حیران کړي او په دې فکر کې دي چې د دې جګړې له زیانونو څنګه ځان خلاص کړي.

ټرمپ چې دا ځل يې د خپلې اقتصادي او تجارتي جګړې د توپ میل پر خپلو متحدینو هم ور اړولی، نو ځکه د امریکا ډېرو قدیمي او پخوانیو دوستانو هم له دغه هېواد سره فاصله خپله کړې او آن غواړي چې له چین سره ملګري شي.

نوموړي دغه راز ژمنه کړې وه چې دی به په ناټو سازمان کې بنسټیز بدلون راولي او له دغه ایتلاف سره به د امریکا ژمنې او مرستې کمې کړي تر څو متحدین هم زیات لګښتونه پرې کړي.

هغه دغه راز ګواښ کړی و چې ښايي امریکا له ناټو څخه لار بېله کړي، خو تر اوسه چې په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ درې میاشتې پوره شوې، د ناټو سازمان په جوړښت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د ټرمپ دغه خبره چې ویلي يې دي، احتمال شته چې امریکا په اروپا کې خپل ځواکونه کم کړي او یا له خپلو اروپايي متحدینو سره خپلې امنیتي مرستې کمې کړي، د اروپایانو له مقامت او غبرګون سره مخ شوې او د ناټو سازمان د ضعیفېدو په اړه يې اندېښنې جوړې کړې دي.

ټرمپ معمولا کله چې ژمنه مطرح کوي نو یوازې خپل شخصي اټکل ته ارزښت ورکوي او د خپلو ژمنو د عملي کېدو پروړاندې د شته جیوپولیټیکي پېچلتیاوو، قانوني خنډونو او مقابل لوري غبرګون ته هېڅ پام نه کوي.

نو تحلیلګران په دې اند دي چې امکان نه لري چې یو شخص دې د ټولو مسایلو متخصص و اوسي او کله چې له خپل مسلک پرته په نورو مسايلو کې په دومره لوړه کچه تصمیم نیول کېږي لکه له نړۍ سره د تعرفو او تجارتي جګړې پيل، یا د نورو هېواونو د خاورو لاندې کولو پرېکړه، نو خامخا به داسې کسان ناکامېږي.

Previous Post

عراقچي: له امریکا سره د مذاکراتو لړۍ ښه پر مخ روانه ده

Next Post

د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Canada Online Slot Sites

سپتمبر 8, 2025

Live Blackjack Online Minimum Bet

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved