سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په شانګريلا ډیالوګ کې د تقابل پر ځای پر همکاريو ټينګار شوی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 1, 2026
in نړیوال خبرونه
0
په شانګريلا ډیالوګ کې د تقابل پر ځای پر همکاريو ټينګار شوی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

۲۳م شانګریلا ډیالوګ د مې په ۳۱مې نېټې په سینګاپور کې پای ته ورسېد، چې پکې د سیمه ییزو هېوادونو مشرانو، لوړپوړو چارواکو او کارپوهانو ګډون کړی و.

دوی د ډیالوګ او همکاريو د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د اسیا او ارام سمندر د سیمې امنیت او ثبات به په ګډه ساتي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شانګريلا ډیالوګ په داسې حال کې ترسره شو، چې په ګردې نړۍ کې جیوپولیټیکي وضعیت مخ په ترینګلېدو او د نړیوالې ټولنې پر وړاندې امنیتي ننګونې په ډېرېدو دي.

په شانګريلا ډیالوګ کې د ډیالوګ او همکارۍ اواز  

د اسیا او ارام سمندر سیمه په نړیوال اقتصاد کې تر ټولو حیاتي رول لوبوي او ځواکمن اېنجن يادېږي. د دې سیمې جیوپولیټیکي او امنیتي وضيعت د نړۍ پاملرنه راجلب کړې ده.

د شانګريلا ډیالوګ ګډونوالو له بېلا بېلو هېوادونو غوښتي، چې خپلمنځي ډیالوګ او همکارۍ پیاوړې کړي، د ډلو د تقابل پر ضد ودرېږي او د سیمې خوندیتوب او ثبات  وساتي.

د ویتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئیس تولام شانګريلا ډیالوګ ته په وينا کې ویلي، چې اوسمهال نړۍ ډېره بې ثباته او پر وړاندې يې ډېر خطرونه موجود دي، خو بیا هم د اسیا او ارام سیمه له تقابل څخه د ډډې کافي اراده او توان لري.

نوموړي پر مختلفو خواوو غږ کړی چې متقابل باور، ډیالوګ او همکارۍ پیاوړې کړي او په ګډه یوه انعطاف پذيره خوندي او سمسوره سیمه جوړه کړي.

شنونکي وايي، د اسیان د غړو هېوادونو مشرانو په دې وروستیو کلونو کې په شانګریلا ډیالوګ کې فعال ګډون او ویناوې کړي او هڅې کوي چې په سیمه ییزو چارو کې د وینا حق او اغېزې نورې هم زیاتې کړي.

د مالیزیا صدراعظم انور بن ابراهیم د تېر کال په ډیالوګ کې دا نظر وړاندې کړی و، که د سیمې هېوادونه اوږه په اوږه کارونه ترسره کړي، نو کوم بهرنی ځواک یې مخه نه شي نيولی او نه یې هم سره پاشلی شي. د ډيالوګ ګډونوالو د انور بن ابراهيم له ياد نظر سره موافقه کړې ده.

ټول غړي باید کوچنۍ ډلې او غير مناسبو کړنو ته بیدار واوسي

د سیمې هېوادونه د ډیالوګ او همکاريو په لټه دي، خو بیا هم ځيني هېوادونه او خلک د همکاريو په پلمه د تقابل په هڅه دي او په سیمه کې د ډلو ترمنځ د تقابل د راپورته کولو کوششونه کوي او د ټولو اندېښنې يې زياتې کړې دي.

د جاپان دفاع وزیر کیوزومي شینجرو دغه ډیالوګ ته د تش په نوم ازاد او پرانیستي اندو- پاسفیک نوی پلان بیا معرفي کړی او ویلي یې دي چې هېواد به یې خپل دفاعي توان نور هم پیاوړی او د سیمې امنیتي همکارۍ به پراخې کړي او د سیمې په دفاعي چارو کې به نوی هویت څرګند کړي.

د فلیپین دفاع وزیر ګیلبرتو تیودورو داسې خبرې کړي، چې د سیمې وضعیت به د ترینګلېدو پر لوري رهي کړي.

نوموړي ويلي، هېواد به یې نظامي توان پیاوړی او د امنیتي همکارانو شبکه به پراخه کړي.

د دغو دواړو هېوادونو څرګندونې د سیمې د هېوادونو شخصیتونو اندېښنې راپورته کړې دي.

د سینګاپور د دولتي پوهنتون د ختیځې اسیا د څېړنیزې ادارې کارپوه چانګ وېلیانګ رسنيو ته ویلي، چې ځيني افراد او هېوادونه د سیمې د امنیت په پلمه د ډلو تقابل راپاروي، چې دغه کړنې به یې اعتماد او باور ته زیان او د سیمې ثبات ته به اوږدمهاله ګواښونه پېښ کړي او د شخړو خطرونه به زیات کړي.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسیت ياد ډیالوګ ته ویلي، چې د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د رغنده ستراتیژیکو ثابتو اړیکو د ټینګېدو اجتماع، چې څه موده مخکې رامنځته شوې، د اسيا او ارام سمندر سيمې او حتی د نړۍ د سولې لپاره ستر اهمیت لري.

د چين د نړۍ د امنیت وړاندیز په شمول ډېرو ادعاوو او وړانديزونو د ډیالوګ د ګډونوالو پاملرنه راجلب کړې دي.

د ډيالوګ ګډونوال او کارپوهان پر دې اند دي، چې چین د دغو وړاندیزونو د تطبیق عملي کوونکی دی او نړیواله ټولنه په تمه ده چې د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره له دغه هېواد سره همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي.

Previous Post

چن ون چينګ له قزاقستان څخه ليدنه وکړه

Next Post

د چین د مصنوعي ځيرکتيا نړیواله سوداګري چټک پرمختګ کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چین د مصنوعي ځيرکتيا نړیواله سوداګري چټک پرمختګ کوي

د چین د مصنوعي ځيرکتيا نړیواله سوداګري چټک پرمختګ کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان؛ سختو بارانونو او سېلابونو ۶۴ کسان مړه او ۱۱۷ نور ټپیان کړي

پاکستان؛ سختو بارانونو او سېلابونو ۶۴ کسان مړه او ۱۱۷ نور ټپیان کړي

جولای 3, 2025

د چین، اسيا او اروپا اتم نندارتون به پرانيستل شي

جون 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ