د چين برېښنايي شبکې ګروپ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ، چې د چين د هه بې ولایت په فنګ نينګ سيمه کې د اوبو کاږلو برېښناکوټ د وروستی جنراتور ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او په دې سره ياد برېښناکوټ په بشپړه توګه فعال شو.
د معلوماتو له مخې، ياد برېښناکوټ په نړۍ کې تر ټولو لوی داسې برېښناکوټ دی، چې برېښنا د اوبو د کاږلو په وسیله تولیدېږي او په کال کې ۶.۶۱۲ ميليارډه کيلوواټه برېښنا توليدولی شي.










