سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په نړۍ کې د غلو دانو د بيې په لوړوالي کې د چا تور لاس دی؟

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 12, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
په نړۍ کې د غلو دانو د بيې په لوړوالي کې د چا تور لاس دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دې وروستيو ورځو کې د م م د غلو دانو او کرنې سازمان اعلان وکړ، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې تر منفي اغيزې لاندې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د نړۍ د غلو دانو بيه په سلو کې ۱۲ اعشاريه ۶ زياته شوې او له ۱۹۹۰م کال راهيسې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. دغه سازمان ويلي، چې په همدې مياشت کې د دې سازمان د غلو دانو د بيې ګراف په منځني  ډول ۱۵۹،۳و، چې دغه رقم د روان کال د فبرورۍ په پرتله په سلو کې ۱۲،۶لوړ شوی دی. د خبر له مخې د روان کال د فبرورۍ له ۲۴مې نيټې راهيسې په نړۍ کې د غنمو بيه په سلو کې ۶۶ اعشاريه ۲۴ زیاته شوې او د شمالي افريقا او منځني ختيځ د ځينو هېوادونو خلک اوس له لوږې سره مخ دي.

داسې ښکاري چې په نړۍ کې د غلو دانو د بیو لوړېدل، د اوکراين په کړکېچ پورې اړه لري، ځکه روسيه او اوکراين په نړۍ کې د غلو دانو د توليد او صادراتو لوی هېوادونه ګڼل کيږي. د يادو دوو هېوادونو ترمنځ د جګړې له کبله دوی د غلو دانو عرضه، توليد او لېږد رالېږد په شمول ډېرو برخو کې ډېرې ستونزې لري. په ورته وخت کې څو هېوادونو نورو ته د غلودانو د صادراتو د بندولو اعلان وکړ، چې په پايله کې يې د غلو دانو کمښت مخ په خرابېدو دی او په نړيوال بازار کې د غلو دانو بيه په پر له پسې توګه لوړه شوې ده.

 پوښتنه دا ده، چې ولې د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه پيل شوه او په نړۍ کې د غلو دانو د دوو عمده توليدوونکو هېوادونو په توګه  دوی یو له بل سره دښمنان شول؟ حقيقت دا دی، چې د اوسني بحران د تر ټولو لویې پاروونکې په توګه د امريکا په مشرۍ ناټو، په تېرو څه باندې شلو کلونو کې پنځه ځله ختيځ ته پراخ کړی او په پر له پسې توګه يې پر روسيې فشارونه اچولي، چې دا  د يادې جګړې د پيلېدو سبب ګرځېدلی دی. د ترکيې  یوه پوځي کارپوه  وایي، چې امريکا له بادارۍ او سياسي ګټو پرته د خلکو ژوند له پامه غورځوي. د بلاروس ولسمشر لوګاشينګو هم همدارنګه ویلي، چې که د امریکا د متحده ایالاتو مشر د اوکراين ولسمشر ولاډيمير زلنسکي ته ووايي، چې جګړه دې پای ته ورسوي، نو جګړه به ژر ختمه شي، خو دا ښکاره ده، چې امريکا به دا کار ونه کړي، ځکه چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې دوام د دې هېواد له دولتي ګټو سره سمون لري.

رښتيا خبره دا ده، چې د غلو دانو په نړيوال بازار کې څلور لويې تصدۍ شتون لري او د غلو دانو بيې کنټرولولی شي، چې له هغې ډلې درۍ تصدۍ یې امریکایۍ دي.، نو له همدې کبله امریکا په نړۍ کې د غلو دانو تر ټولو لوی صادراتي هېواد دی او په دې برخه کې زياتره معاملې کنټرولوي. هر کله چې په نړۍ کې د غلو دانو بیې لوړيږي، د دغو تصديو ګټې هم تر زياتې اندازې ډېريږي. د بلومبورګ خبري اژانس خبر ورکړی، چې د غلو دانو او خوړو لويې تصدۍ او شرکتونه تل د غلو دانو د کمښت او د غلو دانو د بيو له لوړېدو څخه ګټه اخلي. د خبر له مخې د ونډو په بازار کې د امريکا د غلو دانو د اې ډي اېم شرکت ارزښت د روان کال له فبرورۍ راهيسې په سلو کې ۲۵ زياتوالی ښيي، نو ويل کيږي، چې ياده جګړه د امريکا د غلو دانو د معاملوي شرکتونو د شتمنيو د زياتوالی سبب کيږي. امريکا تل غلې دانې ستراتيژیکي وسلې بللي او د خپلې بادارۍ د لټولو په موخه يې د غلو دانو معاملې کنټرول کړي  دي.

خو امريکا ياد حقيقت نه مني، بلکې د غلو دانو د لوړوالي پړه يې پر چين اچولې او تل يې پر چين تورونه لګولي، چې په نړۍ کې د غلو دانو د بیو لوړوالی د چين له خوا د غلو دانو پر ‌ډېرې زيرمې پورې تړاو لري. مونږ  دا منو، چې چین ډېرې غلې دانې ذخيره  کوي، خو حقیقت دا دی، چې د زېرمو ټوله اندازه یې له خپلو پیداوارو څخه ده او هغه غلې دانې چې چين يې ذخيره کوي، له نورو هېوادونو څخه نه اخيستل کيږي. تر تېر کال پورې د چين د غلودانو کلنۍ تولیدي اندازه په مسلسلو اوو کلونو کې له ۶۵۰ مليارډو کیلو ګرامو څخه اوښتې ده. دوهم، که څه هم چین غلې دانې ذخيره کوي، خو په نړۍ کې زياترې غلې دانې د چين په لاس کې نه دي، بلکې د امريکايي شرکتونو په لاس کې دي، نو ځکه د امريکا په شمول لويديځ هېوادونه د غلو دانو بيې کنټرولوي. اوس چې په نړیوال بازار کې د غلو دانو بيې لوړې  شوي، نو پړه يې د چا پر غاړه  ده؟ نړيوال  د دغې پوښتنې په ځواب ښه پوهیږي!

Previous Post

کابل ښاروالي: پر نرخونو مو څارنه دوام لري

Next Post

د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين سي پې ایي ثابته وه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين سي پې ایي ثابته وه

د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين سي پې ایي ثابته وه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بقایي: امریکا په تېره یوه اونۍ کې د هوکړه‌لیک ټولې مادې نقض کړې

بقایي: امریکا په تېره یوه اونۍ کې د هوکړه‌لیک ټولې مادې نقض کړې

جولای 19, 2026
امریکا: ایران د مذاکراتو لپاره یوازې څو اونۍ فرصت لري

امریکا: ایران د مذاکراتو لپاره یوازې څو اونۍ فرصت لري

دسمبر 22, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved