چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په نړۍ کې د کډوالو مخ په سختېدونکي کړکيچ لاملونه کوم دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 24, 2024
in نړیوال خبرونه
0
په نړۍ کې د کډوالو مخ په سختېدونکي کړکيچ لاملونه کوم دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چينايانو پخوا د کډوالۍ ژوند تجربه کړی او د سخت ژوند په اړه يې ډېر مالومات لري، خو اوس يې يوازې پخواني خلک ترخې تجربې يادوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ايجنسۍ په وروستيو کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په نړۍ کې د بې کوره کسانو شمېر د پر له پسې دوولسو کلونو لپاره زيات شوی او د ۲۰۲۴ م کال تر مې پورې ۱۲۰ ميليونو ته رسېدلی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ډېر کسان ښايي دا شک ولري، چې ولې د کډوالو بحران مخ په سختېدو دی؟

لاملونه يې د نړۍ په ګڼو ځايونو کې روانې جګړې او ګډوډۍ دي، چې ځينې هېوادونه ورته لمنې وهي.

د امريکا په مشرۍ ځينې لويديځ هېوادونه له اوږدې مودې راهيسې د جګړې د پيلولو هڅې او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې څرګندې لاسوهنې کوي او ځای ځای یې بشري ناورينونه راپورته کړي دي. شنونکي همدا جګړې او ترينګلتيا  تر ټولو لوی لاملونه بولي.

امريکا د سپتمبر د يوولسمې پېښې وروسته د ترهګرۍ ضد د مبارزې په نوم څو جګړې پيل کړي، چې په پایله کې يې د کډوالو شمېر ډېر شوی دی.

امريکا په ۲۰۰۱ م کال کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ، چې له امله یې په تېرو شلو کلونو کې ۱۱ ميليونه افغانان کډوال شوي او شاوخوا ۲۳ ميليونه یې له لوږې سره مخ دي.

امريکا پر عراق د ګڼ وژنې وسلو د لرلو تورونه لګول او په ۲۰۰۳ م کال کې يې په همدې پلمې پر دغه هېواد برید وکړ، چې له امله یې يو ميليون عراقيان کډوال او بې کوره شوي دي.

امريکا له ۲۰۱۱ م کال راهيسې د سوريې په کورنۍ شخړې کې لاسوهنې کوي، چې له امله يې ۱۳ ميليونو سوريايانو خپل کورونه پرېښودلي او کډوال شوي دي.

امريکې په سوریې کې د پوځي عملياتو ترڅنګ د دغه هېواد ډېر نفت او محصولات هم غلا کړي دي.

اوسمهال د سوريې دننه ۱۴ ميليونه او شپږ سوه زره سوريايان بشري او اړينو مرستو ته اړتيا لري.

امريکې او ناټو په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراين او روسيې ترمنځ تاوتريخوالي ته لمن ووهله، چې له امله یې لوی کړکېچ راپورته شوی او لا يې هم د پای ته رسېدو څرک نه لګيږي.

د دغه جنګ له امله ۱۴ميليونه اوکراينيان بې کوره شوي او شاوخوا شپږ ميليونه او پنځه سوه زره یې اړ شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته پناه يوسي.

دا تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په اروپا کې د کډوالو تر ټولو سخت بحران بلل کيږي.

امريکا د فلسطين او اسرائیل ترمنځ د روان جنګ په درشل کې اسرائيل ته پر له پسې وسلې او تجهيزات ليږدوي، چې له امله يې ګڼو فلسطينيانو ته مرګژوبله اوښتې او په غزې کې يې څه باندې يو ميليون او اووه سوه زره کسان بې کوره کړي دي.

د نړيوال بانک او ملګرو ملتونو تازه راپور ښيي، چې په غزې کې ۸۴ سلنه روغتيايي تأسيسات، ۹۲ سلنه لوی سړکونه او ۸۰ سلنه ښوونځي ويجاړ اويا زيانمن شوي او د ۷۵ سلنه خلکو کورونه ویجاړ شوي او څه باندې نيمه برخه نفوس يې له لوږې سره مخ شوی دی.

 فلسطين او اسرائيل په غزې کې د اوربند په هکله څو پړاويزې خبرې وکړې، خو هېڅ پرمختګ يې نه دی موندلی او د اسرائيل کلک دريځ د ياد حالت د رامنځته کېدو مستقيم لامل دی او بل لامل يې له اسرائيل څخه د امريکا ملاتړ سره نېغ تړاو لري.

د نړۍ مختلفو هېوادونو په غزې کې د اسرائيل پر پوځي عملياتو نيوکې کړي، خو امريکې بيا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د يادو ښکيلو خواوو ترمنځ د اوربند او په دغه سازمان کې د يو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين د رسمي غړيتوب په هکله مخالفې رايې کارولي او د دې ترڅنګ اسرائيل ته ډېر مهمات او وسلې ليږدوي، چې همدا کړنې يې د يادې شخړې د لا سختېدو لامل کرځيدلې دي.

امريکا باید د فلسطينيانو د دردونو او غمونو پړه پر غاړه واخلي.

که د نړۍ تېر څو کلن تاريخ ته کتنه ولرو، نو پوی به شو، چې هر ځای کې جګړه راپورته شوې، تر شا یې د امريکې لاس وي.

د جون شلمه نېټه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره وه. دا ورځ يوازې د کډوالو په نوم نومول شوي، خو د دوی ستونزې ورځ تر بلې زیاتيږي.

که کوم هېواد د بادارۍ په لټه وي، نو د کډوالو بحران به نور هم سختيږي او د ټولو ژوند ته به ګواښونه جوړ کړي.

Previous Post

له ایران او پاکستانه څه باندې زر تنه کډوال هېواد ته راستانه شول

Next Post

شي جين پينګ د هېواد د لوړو علمي او تخنيکي جايزو ګټونکو ته جايزې ورکړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ د هېواد د لوړو علمي او تخنيکي جايزو ګټونکو ته جايزې ورکړې

شي جين پينګ د هېواد د لوړو علمي او تخنيکي جايزو ګټونکو ته جايزې ورکړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د روسیې ولسمشر د اټومي وسلو د تمرین امر کړی

د روسیې ولسمشر د اټومي وسلو د تمرین امر کړی

اکتوبر 30, 2024
م.م: اوکراین او روسیه د غله جاتو پر صادراتو هوکړې ته نږدې شوي

م.م: اوکراین او روسیه د غله جاتو پر صادراتو هوکړې ته نږدې شوي

جولای 14, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ