چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په هانکانګ کې د چين د ملي امنيت قانون د تصوبېدو اغېزو ته لنډه کتنه

ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 2, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
په هانکانګ کې د چين د ملي امنيت قانون د تصوبېدو اغېزو ته لنډه کتنه
693
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جولای لومړۍ نېټه له چين سره د هانکانګ د بېرته يوځای کېدو له ۲۳ مې کاليزې سره برابره ده. په تېرو ۲۳ کلونو کې د هانکانګ پرمختګ که څه هم له ځينو ستونزو سره مخ شوی، خو په ټوله کې يې وضعيت ثابت او د متمدنيت سويه يې هم ډېره لوړه ساتل شوې ده.  څه موده وړاندې په هانکانګ کې تاوتريخوالی او لاريونونه روان وو، چې له امله يې دغه سيمه د جنجال پر ميدان بدله شوې وه او د دې  ښار پرمختګ يې سخت ننګولی و.  هغو لاریون کوونکو چې تور رنګ جامې به يې پر تن وې ، عامه تاسيسات ويجاړول، د اور بمونو څخه په استفادې يې  د پوليسو پر ادارو بريدونه کول، د چين ملي نښان ته به  يې سپکاوی کاوه او آن په واټونو کې به  يې هغو کسانو ته اور اچوه، چې له دوی سره يې فکري اختلاف درلود. د دغه تاوتريخوالي له کبله هانکانګ له داسې لويې اقتصادي ځوړتيا سره مخامخ شو، چې  ساری يې له ۲۰۰۹ کال راهيسې نه دی ليدل شوی او په دغه سيمه کې تجارتي مرکزونو، رستورانتونو او هوټلونو ته څه باندې يو ميليارد او ۹۰۰ ميليونه امريکايي ډالره تاوان اوښتی دی.

دا هم سمه ده، چې لږ هانکانګيان د چين پر مرکزي حکومت باور نه لري. له ۱۹۹۷ کال څخه راپه دې خوا کله چې بريتانيې، هانکانګ بېرته چين ته وسپاره، د دغې سيمې ځينو اوسېدونکو پر خودمختارۍ باور نه درلود او اندېښنه يې لرله، چې د سوسياليستي هېواد تر واکمنۍ لاندې به خپله ازادي له  لاسه ورکړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

 اوس  په هانکانګ کې د شتمنۍ د نابرابري ويش په اړه د سيمه ييزو خلکو شکايتونه راپورته شوي دي. د بلومبرګ نيوز د شمېرنې له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په هانکانګ کې د عايداتو د نابرابرۍ کچه د نړۍ د نورو پرمختللو اقتصادونو په پرتله تر ټولو لوړه وه. په دې سيمه کې کابو ۲۰٪ اوسېدونکي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په دې وروستيو کلونو کې په پرله پسې توګه د ژوند لګښتونو لوړېدل د ځايي ځوانانو  د ناخوښۍ لامل شوي دي.

تېرکال د هانکانګ د سيمه ييز حکومت لخوا د تښتېدونکو مجرمينو قانون د تعديل په موده کې،  ځينو کسانو د هانکانګ له موجودو مسلو څخه په استفادې، د مرکزي حکومت پرضد احتجاجونه او تاوتريخوالی را و پاراوه اود بهرنيو مداخلو تر ملاتړ لاندې يې دغه تاوتريخوالی اوج ته ورساوه.

په دې وروستيو کلونو کې چين چټک پرمختګ کړی دی. امريکا او ځيني غربي هېوادونه هڅه کوي، چې په هره ممکنه لاره د چين د ودې مخنيوی وکړي او  په هانکانګ کې روانو احتجاجونو او تاوتريخوالي د دوی د دغه هدف د پوره کولو لپاره زمينه برابر کړې ده.

د چين مرکزي حکومت په داسې حال کې د هانکانګ لپاره د ملي امنيت قانون جوړ کړ، چې  په تېرو لاريونونو او غونډو پر مهال له زور څخه استفاده کېده او د هيواد ملي امنيت يې ګواښه. د دغه قانون موخه د هېواد د تجزيې، د حکومت د واکمنۍ د پرځولو، ترهګرۍ او د هانکنانګ په چارو کې د بهرنيو مداخلو پر وړندې مقابله کول او د هانکانګ د ښاريانو او تصديو ساتل دي.

په هانکانګ کې د يادو ټولو مسئلو مخه د ملي امنيت قانون  د پلي کېدو له لارې نيول کېدای شي او  هانکانګيان په سوله ييز ډول د لاريونونو او غونډو د ترسره کولو ازادي لري.

ځيني غربي سياستوال په دې باور دي، چې د دغه قانون په وضع کېدو سره به د هانکانګ خودمختاري ختمه شي، خو دوی په عين وخت کې په خپلو هېوادونو کې د ورته ډول قوانينو د وضع او پلي کولو په برخه کې هيڅ هڅه نه سپموي. د بېلګې په توګه يې  امريکا کې د ملي امنيت قانون، د وطنوالو قانون او داسې نور يادولی شو.

په حقيقت کې د هيواد  ملي امنيت ساتل د هانکانګ له خودمختارۍ سره ټکر نه لري. چين په هانکانګ کې د ”يو هېواد او دوه نظامونه “ پاليسي تطبيق کوي، د دغې پاليسۍ بنسټ يوازې د يو چين پېژندنه ده.  هانکانګ د چين د يوې برخې په توګه بايد د ملي امنيت ساتلو مسئوليت پر غاړه واخلي. تېر کال په هانکانګ کې د دې سيمې د کورواکۍ د اندېښنې او د عايداتو د نابرابرۍ مسئلو له امله لاريونونه وشول، هغه مهال د هانکانګ ځينو ځوانانو د چين د مخالفينو د لمسون په خاطر”يو هېواد“ په تېروتنې سره”يو نظام“ ګاڼه.  که د”يو هېواد “ د امنيت ساتلو لپاره قانوني ضمانت نه وي، نو د”دوو نظامونو“ په چوکاټ کې د هانکانګ خودمختاري او ازادي به رامنځته نه شي. هغه ځوانان چې د ”دوو نظامونو“ د ساتلو غوښتنه يې کړې، ښايي په دې نه پوهيږي چې له دوی څخه د چين مخالفين د خپلې دسيسې لپاره ګټه اخلي.

د هانکانګ لپاره د”يو هېواد او دوو نظامونو“ پر پاليسۍ ټينګار کول د مسئلو د حل يوازينۍ لار ده.  حقيقتونو  دا ثابته کړې، چې چين په ټول توان د هانکانګ سمسورتيا تامينوي. د بېلګې په توګه د مرکزي حکومت د پاليسيو په رڼا کې د چين د سترې برخې او هانکانګ د ونډو بازارونه سره تړل شوي،  په ګوانګ دونګ ،هانکانګ او مکاو دريو سيمو کې د يوې ګډې لويې بندري سيمې د ابادولو طرحه او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو طرحه د هانکانګ د اقتصادي سمسورتيا لپاره ګټوره تمامېدای شي. د چين مخالفين  له  هانکانګ ګټه اخلي او خپلې سياسي موخې ترسره کوي، خو ځيني هانکانګيان بيا دا نه درک کوي.

Previous Post

د امریکا سنا؛ د سرتېرو د ایستلو په تړاو د سناتور راند پال طرحه رد کړه

Next Post

مایک پمپیو: د طالبانو او روسیې اړیکه څه نوې خبره نه ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
مایک پمپیو: د طالبانو او روسیې اړیکه څه نوې خبره نه ده

مایک پمپیو: د طالبانو او روسیې اړیکه څه نوې خبره نه ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Rummy Online Real Cash

سپتمبر 8, 2025
چين ولې جاپان ته د دوه ګټه لرونکو توکو پر صادراتو کنټرول لګولی؟

چين ولې جاپان ته د دوه ګټه لرونکو توکو پر صادراتو کنټرول لګولی؟

جنوري 16, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved