چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په چينګ مينګ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پر لار د قرباني شويو اتلانو يادونه

ليکنه: ياسمين؛ د چين ميډيا ګروپ خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 5, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
په چينګ مينګ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پر لار د قرباني شويو اتلانو يادونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نن ورځ ( د اپريل پنځه نېټه) په چين کې له يوې مهمې دوديزې ورځې چينګ مينګ سره برابره ده.

چينايان په همدې ورځ خپلو اسلافو او نيکونو ته د عبادت او احترام او فقيدو کورنيو غړو او خپلوانو ته تعزيت او درناوی وړاندې کوي او په اړوندو يادغونډو او فعاليتونو کې برخه اخلي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

چينايان د هر کال په چينګ مينګ کې د خپلو اسلافو او مړه شويو مشرانو  قبرونو ته ورځي او يا په همدې ورځ د عبادت مراسم او د خپلو اتلانو په يادغونډو او فعاليتونو کې ګډون کوي. دا د چينګ مينګ ورځې مهم دود او هم د چيني ملت لرغونې عنعنه ده.

د چين په کلتور کې دغه دود نه يوازې د کورنيو اړيکو او نظام د ټينګښت لپاره ګټور بلل کيږي، بلکې د کورنيو غړو حتی د ملت د يووالي د پياوړتيا او د ګډو ارزښتونو او روحاني ميراث په خونديتوب کې هم مهم رول لري.

څوک به په دغې ځانګړې ورځ تا یاد کړي؟

په چين کې ميليونو مامورينو او کارکوونکو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې خدمتونه کړي او په دغه اوږده مزل کې تر ‍۱۸۰۰ زياتو کسانو خپل خوږ ژوند بايللی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځلې په غونډو او يا فعاليتونو کې د اغلې هوانګ ون شيو په شمول د دغو مامورينو او کارکوونکو يادونه کړې او د دوی روحيې يې ستايلې دي.

هوانګ ون شيو په ۱۹۸۹م کال کې د ګوانګ شي په بای سه نومي ځای کې زيږېدلې وه.

نوموړې د بېجينګ د ښوونکو له پوهنتون څخه فارغه شوه او تر فارغېدو وروسته يې په لويو ښارونو کې کاري فرصتونه پرېښودل او د خدمت لپاره خپل ټاټوبي ته ستانه شوه.

نوموړې خپل ټاټوبي ته تر ستېدو وروسته، د چين کمونيست ګوند ته غوښتنليک وړاندې کړ، چې د له يې ولسوالۍ د شينهوا علاقه دارۍ د بای ني کلي د ګوندي چارو د لومړي ماموريت د مسؤلې په توګه يې پر دندې وګماري.

بای ني کلی په هغه وخت کې ډېر بېوزله او د بېوزلو کورنيو شمېر يې ۱۰۳ ښودل شوی و.

کله چې هوانګ ون شيود نوموړي کلي د لومړۍ مامورې په حېث دنده پر غاړه واخيسته، نو د دې کلي د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يې پخپله د بېوزلو کورنيو نقشه جوړه کړه او هره مياشت به يې اوه او اته ځله له دغو کورنيو څخه ليدنې کولې. هوانګ ون شيو له کليوالو سره د اشنا کېدو لپاره سيمه ييزه لهجه زده کړې وه او کله کله به یې له کليوالو سره د کورنيو کارونو او کرهنيزو چارو کې مرسته هم کوله او په بهير کې به یې له هغوی سره خبرې کولې او غوښتل یې، چې له نژدې د دوی د زړه خبرې واوري.

ځايي کليوال د هوانګ ون شيو تر لارښوونې لاندې د ځانګړو کرهنيزو چارو په پرمختګ لګيا او عايدات يې ډېر شول. د هوانګ ون شيو د ماموريت په يو کال او ۸۲ ورځو کې د بای ني کلي د ۸۸ کورنيو ۴۱۸ تنه له بېوزلۍ څخه ووتل او د کلي د بېوزلۍ انډول له ٪۲۲.۸۸ څخه ۲.۷۱٪ ته راټيټ شو.

د ۲۰۱۹م کال د جون د ۱۷مې نېټې په سهار د بای ني کلي په شاوخوا سيمو کې سخت باران اورېده او هوانګ ون شيو د دغه کلي وضعيت ته سخته اندېښمنه شوې وه او سهاروختي يې له بای سه ښار څخه د یاد کلي په لور حرکت کړی و، خو په لاره کې ډېر سيلابونه راوتلي وو او د هغې ژوند يې هم واخیست او مړه شوه.

هغې په دېرش کلنۍ کې د خپلو خلکو د خدمت پر لاره ځان قرباني کړ.
د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په درشل کې نوموړې ته د ګوند تر ټولو لوړ افتخاري نښان يعنې د جولای لومړۍ نښان هم ډالۍ شوی دی. د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د افتخاري نښانونو د ورکولو په مراسمو کې د هوانګ ون شيو په شمول ټول نښان ګټوونکي وستايل.

چين له بېوزلۍ سره مبارزې کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی او په کور دننه يې د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو مهمه او ستونزمنه دنده تر سره کړې ده.

د اغلې هوانګ ون شيو په شمول ډېرو مامورينو، چې د دغې مبارزې په درشل کې يې خپل خوږ ژوند بايللی، تل به زموږ په ياد وي او د دوی روحيه به په نوې زمانې کې د چينايانو د کوښښونو لارې وځليږي.

 

Previous Post

یوناما: افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو محرومې دي

Next Post

م.م: افغانستان سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
م.م: افغانستان سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي

م.م: افغانستان سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د نهم پړاو شپږېزه لیګ سیالیو نوملړونه وټاکل شول

د نهم پړاو شپږېزه لیګ سیالیو نوملړونه وټاکل شول

اگست 4, 2024

په بېجينګ کې د چين او امريکا د اقليمي بدلون د کاري ډلو دوهمه غونډه ترسره شوه

سپتمبر 9, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved