چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په چين کې له زده کړو فارغ شوي افغانان د خپل وطن په بيا رغونه کې مثبت رول لوبوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 15, 2023
in نړیوال خبرونه
0
په چين کې له زده کړو فارغ شوي افغانان د خپل وطن په بيا رغونه کې مثبت رول لوبوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کابل په يوه روغتون کې ستاژر ډاکټر صفي الله احمدزی د کولمو التهاب د يوه ناروغ په معالجې بوخت و. سيروم ته د دغه ناروغ د انتظار پر مهال احمدزي د نوموړي لپاره د چيني طب ماساج کړی و او د بدني ټکو په اړه يې د چيني طب معلومات ور پېژندل.

احمدزي پخوا د چين په يوه پوهنتون کې د چيني طب زده کړې کړې وې. هغه په دې وروستيو کې د سينهوا اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې په چين کې د زده کړو تجربې د خپل وطن لپاره د خدمت کولو په اړه زما باور لا پياوړی کړی. ما ډېر ځلې د ناروغانو لپاره د مرستندويه علاج په توګه د چيني طب ماساج برابر کړی او د ناروغانو مثبتې قدردانۍ مې تر لاسه کړې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان بيارغونه اوږدمهالی بهير دی او د بېلابېلو برخو او مسلکونو د وګړو خدمتونو ته اړتيا لري. په افغانستان کې د طبي خدمتونو سخت کمښټ برلاسی دی. عام خلک ډاکټرانو ته اړتيا لري او موږ بايد تر خپلې وسې پورې د دوی لپاره خدمتونه وکړو.

د احمدزي په شان په چين کې د زده کړو تجربې لرونکي افغانان د افغانستان په بېلابېلو مسلکونو او چارو کې فعال دي. دوی د سينهوا اژانس خبريال ته ويلي، د خپلو لاسته راوړنو له لارې به د هېوادوالو لپاره خدمتونه وکړي او د وطن په بيارغونه کې به مرستې وکړي او هيله لري چې د افغانستان او چين ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ پل ټينګ کړي.

خلیل احمد له ۲۰۰۷م کال څخه د چين په نان جينګ طبي پوهنتون او بيا جنوب ختيځ پوهنتون کې زده کړې کړې وې او د چين په روغتونونو کې يې د ستاژ او کار تجربې درلودې. هغه اوس د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې د روغتيایي چارو مسئول او هم د زړه جراح ډاکټر دی. نوموړي له خبريال سره مرکه کې د چيني ډاکټرانو د پياوړو طبي مهارتونو او پرمختللې تعليمي مفکورې ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې په چين کې د څه باندې لسو کلونو د زده کړو تجربې د ده ټينګ هوډ لا غوړول، چې په طبي چارو کې د ژور پرمختګ او د ناروغۍ ځپلو افغانانو د ژغورلو او تداوي لپاره به خدمتونه وکړي.

خليل احمد خبريال ته ويلي، چې د ده د څانګې په اړوند ۲۲۵ طبي سازمانونه او د بېړنۍ مرستې ۶۵ طبي ډلې د افغانانو لپاره د عادي معالجې خدمتونه او په ناورين ځپلو سيمو کې طبي مرستې برابروي. سربېره پر دې، د دې څانګې تر مشرۍ لاندې د واکسين ورکولو ۳۶ ډلې د هېواد د بېلابېلو سيمو ماشومانو ته د هډوکي د ماغزو التهاب واکسينونه ورکړي دي.

اباسين دانش په ۲۰۱۸م کال کې د چين له جنوب ختيځ پوهنتون څخه فارغ شوی او د ملکي انجينرۍ د ماسترۍ درجه یې تر لاسه کړې او بېرته افغانستان ته راستون شوی. هغه اوس د افغانستان د ټولګټو چارو په وزارت کې دنده لري او د دغه هېوا د سړکونو په طرحه او ابادي کې ګډون لري.

دانش په چين کې د تجربې له لارې د خپلو کوښښونو لوری روښانه کړی. نوموړي خبريال ته وويل، په چين کې له تجربې څخه مې دا احساس درلودلی، چې د بنسټيزو ټرانسپورټي تاسيساتو د ابادۍ سويه د هېواد د ملي اقتصاد له پرمختګ او د خلکو د ژوند له کيفيت سره نېغې اړيکې لري، دغه راز بېرته افغانستان ته له راستنېدو وروسته هماغه وزارت ته د دندې غوښتنليک وړاندې کړی.

دانش زياته کړه، چې په چين کې ملکي انجينري د چټک پرمختګ په حال کې ده او په چين کې د زده کړو له لارې تر لاسه شوې مسلکي پوهې زما د کار لپاره ډېرې ګټورې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو څېړنو مرکز مرستيال پروفیسور عمران خبريال ته وويل، چې هغه له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې ۷ ځله له چين څخه ليدنه کړې او د دغې تجربې له امله يې پرېکړه کړې، چې د چين په پوهنتونونو کې د زده کړې غوښتنليک وړاندې کړي. نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې د چين د سکالرشيپ له کمېټې څخه بورس تر لاسه کړی او د منځني چين د دارالمعلينو په پوهنتون کې يې د ماسترۍ مقطع په زده کړو پیل کړی دی.

Previous Post

ستانکزی: تعلیم د نجونو مسلم حق دی

Next Post

ذبیح الله مجاهد: د افغانستان په اړه د چین دریځ د ستایلو دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

ذبیح الله مجاهد: د افغانستان په اړه د چین دریځ د ستایلو دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونیسف: ماشومان د هوا په سړېدو سره له  تنفسي انتاناتو سره مخ کیږي

یونیسف: ماشومان د هوا په سړېدو سره له تنفسي انتاناتو سره مخ کیږي

دسمبر 1, 2025
کاپیسا؛ د نفرایټ د یوه کان استخراج پيل شوی دی

کاپیسا؛ د نفرایټ د یوه کان استخراج پيل شوی دی

مې 31, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ