چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په چین کې د خدماتو مصرف پياوړی پرمختګ موندلی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 8, 2026
in نړیوال خبرونه
0
په چین کې د خدماتو مصرف پياوړی پرمختګ موندلی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا اراونډ د ورډ « Around the World» مجلې پر خپلې وېبپاڼې يوې لیکنې کې ويلي، چې د کارګرو نړیوالې ورځې د رخصتۍ په درشل کې د چینایانو د تګ راتګ شمېر او اقتصادي تمايل ډېر و او د سیلانۍ نړیوال بازار د بیا سمسورتیا لپاره يې یو مهم شاخص برابر کړی دی.

د کارګرو نړیوالې ورځې په رخصتۍ کې په چین کې د خلکو د تګ راتګ شمېر یو اعشاریه ۵۱۷ ميلیارډه ښودل شوی، چې د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاریه ۴۹ سلنه زیاتوالی ښيي او په کور دننه یې د سيلانۍ نوی ریکارډ جوړ کړی دی. په ورته وخت کې په چین کې د مصرف پورې تړلو چارو عواید هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ اعشاریه ۳ سلنه زیات شوي، چې پکې د خدماتو مصرف ډېر زیات ښودل شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د خدماتو مصرف دغه “نوي” زیاتوالي د پراخ بازار پټ توان راښکاره کړی دی.

ولې د خدماتو سږنی مصرف د کارګرو نړیوالې ورځې په رخصتۍ کې تود ټکی و؟

روان کال د چین د ۱۵م پنځه کلن پلان له پيل سره برابر دی. د دغه هېواد یو لړ تګلارې د چارو د هڅولو رول لوبوي او د ۱۵م پنځه کلن پلان په وړاندیز کې يې ویل شوي، چې په هېواد کې به یې د خدماتو چارو توان او کیفیت نور هم پياوړی شي او په تېر اپرېل کې د خدماتي چارو په غونډه کې د لازیاتو چیني خدماتو د برانډونو د جوړولو وړانديز هم شوی دی.

 د چین حکومت د کارګرو نړیوالې ورځې له رخصتۍ مخکې، د خدماتي چارو د پرمختګ او کیفیت د لوړتیا نظرونه هم خپاره کړي دي.

د چين یادو وړانديزونو او نظرونو د کارګرو نړیوالې ورځې د رخصتۍ په جریان کې د خدماتو د مصرف د زیاتوالي حیاتي ځواک برابر کړی و.

د چین د رینمین پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پروفیسور وانګ شیاو سونګ رسنيو ته ويلي، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د چین اقتصاد “ښه پیل” کړی او د خدماتو پرچون پلور يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی موندلی او د توکو پرچون پلور یې له ۲ اعشاریه ۲ سلنې څخه لوړ دی.

د روان کال د کارګرو نړیوالې ورځې په رخصتۍ کې ډېرو چینایي سیلانیانو بهر ته سفرونه کړي او د نړۍ د سیلانيزو چارو د بیا سمسورتيا لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی.

د کینیا د سیلانۍ ادارې مسؤل کیموتای نګینو رسنيو ته ويلي، چین په نړۍ کې د سیلانۍ د مصرف اصلي چلوونکی ګرځېدلی او د چینایي سیلانیانو لپاره د لوړ کیفیت او ژورو خدماتو تجربې به د نړیوالو سیلانیزو چارو د پرمختګ بڼه بیا جوړه کړي.

د نړیوال اقتصاد بیا سمسورتيا کمزورې ده او لامل یې دا ښودل کېږي، چې د ځينو هېوادونو د ځاني سوداګرۍ ساتونکې تګلارې مخ په زیاتېدو دي، چې له کبله یې نړیوال اقتصاد له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوی دی.

د کارګرو د رخصتۍ په بهیر کې د چین د اقتصاد داخلي ځواک نړیوال اقتصاد ته د پرمختګ پياوړې زمينه برابر کړې ده.

د جرمني د ډیوېچ بانک(Deutsche Bank)په شمول څو نړیوالو بانکونو او سازمانونو په دې وروستیو کې د چین د اقتصادي ودې وړاندوینې لوړې کړې دي. د امریکا ایوراسیارېویو(Eurasiareview.com)پر خپلې وېبپاڼې تبصره خپره کړې او پکې يې ويلي، چې چین ګام په ګام د نړۍ له فابریکې څخه پر نړيوال بازار بدلېږي او د نړیوال اقتصاد د باثباته پرمختګ لپاره مهم هېواد دی.

Previous Post

د چين د خارجه وزارت وياند: بېجينګ ته د تايوان چارې تر هر څه مهمې دي

Next Post

د کيوبا کارپوه ايډوارډو: په چين کې د حکومتولۍ د سمې پېژندنې کمپاين د نړيوال مديريت لپاره ګټورې تجربې برابروي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د کيوبا کارپوه ايډوارډو: په چين کې د حکومتولۍ د سمې پېژندنې کمپاين د نړيوال مديريت لپاره ګټورې تجربې برابروي

د کيوبا کارپوه ايډوارډو: په چين کې د حکومتولۍ د سمې پېژندنې کمپاين د نړيوال مديريت لپاره ګټورې تجربې برابروي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

No Deposit Bonus Slot Uk

سپتمبر 8, 2025
د امريکا جنګي جرمونه بايد افشا نه شي؟

د امريکا جنګي جرمونه بايد افشا نه شي؟

اپریل 24, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ