د چین د بازار د څارنې دولتي ادارې د شمېرنې له مخې، په چین کې د هغه شخصي تصدیو شمېر چې نومونه يې ثبت کړي، د تېر اپریل په سر کې له ۵۰ میلیونو څخه اوښتی دی، د تېرې مې تر پایه دغه شمېر ۵۰ میلیونو، ۹۲۷ زرو ته رسېدلی او د ۲۰۱۲م کال په نسبت 3.7 چنډه زیات شوی دی. اوس د چین له شرکتونو څخه د شخصي تصدیو انډول له 79.4 سلنې څخه 92.4 سلنې ته لوړ شوی، شخصي تصدیو د چین د اقتصادي پرمختګ په برخه کې لا مهم رول او خدمتونه ترسره کوي.
د سږ کال په لومړیو تېرو ۵ میاشتو کې چین کې ۳ میلیونه، 764 زره نويو شخصي تصدیو خپل نومونه ثبت کړي او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت 17.2 سلنه زیاتوالی ښيي. (هیله)










