چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړۍ

په چین کې د کووېډ ۱۹ پر وړاندې په مبارزه کې د قربانيانو په مناسبت د ملي ماتم مراسم تر سره شول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 4, 2020
in نړۍ
0
په چین کې د کووېډ ۱۹ پر وړاندې په مبارزه کې د قربانيانو په مناسبت د ملي ماتم مراسم تر سره شول
946
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې چين د ۲۰۲۰م کال د اپريل په ۴مه نېټه د نوي کورونا ويروس پر وړاندې په مبارزه کې د قربانيانو او وطنوالو د– مړينې په مناسبت د ملي ماتم مراسم تر سره کړل. په همدې وخت کې د چين په دننه کې او په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين په سفارتونو او کونسلګريو کې د چين ملي بيرغ نيم ځوړند و او د چين په قلمرو کې ټول عام تفريحي فعاليتونه وځنډول شول. ټولو چينايانو د همدې ورځې له لسو بجو څخه د احترام لپاره د درېيو دقيقو چوپتيا وکړه، موټرونو،

اورګاډو او بيړيو د وير په توګه نارې سورې ووهلې او د هوايي دفاع د خطر زنګونه هم ووهل شول.

د همدې ورځې په سهار د چين د پلازمينې بېجينګ په تيان ان من ډګر کې د ملي بيرغ د اوچتولو د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د ملي بيرغ د نيم ځوړندېدلو مراسم تر سره شول.

 (قرباني) په چين کې د هغو کسانو افتخاري لقب دی چې د هېواد، ټولنې او خلکو لپاره هر ډول قرباني ورکوي. مخکې تر دې د هو بۍ ولايت حکومت د (وانګ بينګ) په شمول ۱۴ کسانو ته د قربانيانو افتخاري لقبونه وړاندې کړي دي چې د دغه ويروس پر وړاندې په مبارزه کې د طبي کارکوونکو، پوليسو او په استوګنيزو سيمو کې د کارکوونکو په توګه يې کارونه کړي او قربانۍ يې ورکړې دي.

د معلوماتو له مخې، د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د نوي چين تر جوړېدو وروسته په چين کې ډېره سخته عامه روغتيايي پېښه ده چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو سرعت او مساحت ډېر چټک او پراخ دی او د وقايې ستونزې يې هم ډېرې دي. د اپريل تر ۳مې نېټې پورې، په چين کې د دغې ناروغۍ له امله ۳۳۲۶ تنه مړه شوي اود دغې ناروغۍ د وقايې او کنترول په موده کې د لږ تر لږه ۴۶ طبي کارکوونکو ځانونه قرباني شوي دي. په تېرو دوو مياشتو کې د هو بۍ ولايت کابو ۱۵۰۰ طبي کارکوونکي په دغې ناروغۍ اخته شوي او له لس زرو تنو نه زياتو طبي کارکوونکو د دغه ويروس پر وړاندې مبارزه کې ګډون کړی دی.

Previous Post

امریکایي او بریتانوي کارپوهان؛ د سولې بین الافغاني پلاوي ته د سولې خبرو ترینینګ ورکوي

Next Post

سهیل شاهین: بندیان به مو تر خوشي کېدو وروسته جګړه نه کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
سهیل شاهین: بندیان به مو تر خوشي کېدو وروسته جګړه نه کوي

سهیل شاهین: بندیان به مو تر خوشي کېدو وروسته جګړه نه کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Roulette Online Fun Canada

سپتمبر 8, 2025
اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو غونډه پای ته ورسېده

اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو غونډه پای ته ورسېده

نوومبر 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ