روسیه وایي نور شتمنو اروپايي هېوادونو ته د اوکراین د غنمو صادرات محدودوي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ټاکل شوې وه چې د اوکراین غنم بېوزلو هېوادونو ته لاړ شي خو د دوی پلټنې ښيي چې لوړه سلنه یې شتمنو اروپايي هېوادونو ته روان دي. دده په خبره له شاوخوا ۸۲ بېړیو یوازې دوه بېړۍ یې بېوزلو هېوادونو ته تللې دي او پاتې نور ټول غنم پر شتمنو هېوادونو او په تېره د غربي هېوادونو زیرمتونونو ته تللي دي. پوتین زیاته کړې چې دوی له همدې امله له اوکراین سره بېرته د خبرو پیلېدل غواړي څو د اوکراین د غنمو صادرات محدود شي او یوازې تر اړمنو هېوادونو ورسېږي.











