سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

پوسټ ماډرنیزم

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 26, 2020
in کتاب
0
پوسټ ماډرنیزم
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په منځنیو پېړیو کې اروپایان د کلیسا او کلیسایي نظریاتو له استبداد او ناوړه کړنو څخه تر پوزې راغلي وو. د کلیسا له لوري دیني، سیاسي، فکري او ټولنیز استبداد خپل اوج ته رسېدلی و. هغه مهال اروپا ته د اندلس له لارې د مسلمانو لیکوالو د کتابونو تګ، په اروپا کې د اسلامي تمدن او ثقافت خپراوی، په زیاتره صلیبو جګړو کې د مسیحیانو ماتې او له اسلامي ټولنو سره د دوی تعامل، د کلیسا ظلمونو او د څار محکمو بالاخره خلک اړ کړل چې د کلیسایي دین او کلیسا پر ضد غږ پورته کړي.

د کلیسا پر ضد لومړی حرکت د رېنسانس خوځښت و، ورپسې د دینې اصلاح (Religious reform) خوځښت پیل شو او له دې وروسته د ساینس، علمي فلسفې او کلیسا تر منځ بېلابېل کشکمشونه رامنځ ته شوي دي او پوړۍ په پوړۍ یې انسان له زړو دودونو، خرافاتو او د کلیسا له استبداده د نوي ژوند پړاو ته ننه‎ایستی دی.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

کله چې د کلیسا او ساینس تر منځ ټکر پيل شو او ساینسپوهانو پر ټولو هغو بنسټونو نیوکه وکړه چې د کلیسايي نظام ودانۍ پرې ولاړه وه، نو عقلاني څپه هم په ښه زور کې د کلیسایي نظریاتو او فرهنګ پر ضد راپاڅېده. د دې عقلاني څپې مخالفت یوازې تر کلیسا رامحدود نشو، بلکې له دین سره یې هم راواخيسته او په پایله کې یې ډېر خلک ملحدان شول.

د ماډرنېزم چې د بېلابېلو فکري خوځښتونو ټولګه ده، یوه ځانګړنه دا ده چې انسان د هرڅه محور بولي، تر دې (له رېنسانسه) وړاندې په ټولنه کې د ټول فرهنګ مرکزي ټکی خدای و، خو د هیومنېزم (چې د ماډرنېزم او رېنسانس یوه برخه ده) په راتګ سره څنډې ته شو او انسان له خپلو ټولو غوښتنو سره يوځای مرکز ته راغی.

د دې کتاب په لومړۍ برخه کې د ماډرنېزم، د ماډرنېزم د پیدایښت او د ماډرنېزم د ځانګړنو په اړه بحث شوی دی. ورپسې د پوسټ‎ماډرنېزم په اړه بحث راغلی. پوسټ‎ماډرنېزم د ماډرنېزم په پای ته رسېدو سر راپورته کړ؛ خو ځېنې وایي چې پوسټ‎ماډرنېزم له ماډرنېزمه بیل پړاو نه دی؛ بلکې دوام يې دی.

پوسټ‎ماډرنېزم څواړخیز فرهنګي خوځښت دی چې په ټولنه کې پر حاکمو دودونو او آرونو شک کوي. پوسټ‎ماډرنېزم هغه ټول آرونه چې ماډرنېزم د پرمختګ بنسټونه ګڼل او د ژوند په ټولو برخو کې یې د عقل او استدلال پر واک باور درلود، هسې دعوې ګڼي او پر ټولو شک کوي.

هندی پوه ګوپي چند نارنګ د پوسټ‎ماډرنېزم په اړه وایي: «پوسټ‎ماډرنېزم له هر ډول نظري دعوې سرغړاوی او پر تخلیقي آزادۍ ټینګار دی.»

په دې کتاب کې د پوسټ‎ماډرنېزم له پېژندنې نیولې د پوسټ‎ماډرنېزم د مفکرینو، په بېلابېلو برخو لکه هنر او ادبیاتو، نړیوالو اړیکو، ټولنپوهنه او ښوونه روزنه کې د پوسټ‎ماډرنېزم ځانګړنو، د ماډرنېزم او پوسټ‎ماډرنېزم توپیرونو، په افغاني ټولنه کې پر پوسټ‎ماډرنېزم او دغه راز د ماډرنېزم، پوسټ‎ماډرنېزم او لوېدیځوالې پر توپیرونو باندې بحث شوی دی.

ماډرنېزم او پوسټ‎ماډرنېزم د اوسني عصر نوي موضوعات دي. که څه هم په دې اړه په نورو ژبو کې زیات آثار شته او په بېلابېلو برخو کې په دې اړه څېړنې شوې دي؛ خو په پښتو کې دا موضوعات نوي دي، ځکه تر دې دمه په دې برخه کې له ځینو لیکنو پرته کوم ځانګړی اثر نشته.

د کتاب لیکوال وايي، زما دا څېړنه به نیمګړتیاوې ولري، خو ډاډه یم چې په پښتو کې به د ماډرنېزم او پوسټ‎ماډرنېزم په برخه کې د یوه پیل حق ادا کړي. هیله لرم چې د پښتو ژبې او ادب نور لارویان هم خپلې ژبې ته په دې برخه کې یو څه ورکړي.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

ویتنام

Next Post

هاروکي موراکامي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
هاروکي موراکامي

هاروکي موراکامي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اوچا: افغانستان کې نږدې ۲۳ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

اوچا: افغانستان کې نږدې ۲۳ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

مې 27, 2025
زلنسکې: روسیه د ټولې اروپا لاندې کول غواړي

زلنسکې: روسیه د ټولې اروپا لاندې کول غواړي

اپریل 10, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved