چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

ځان مه محدودوئ!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 6, 2021
in کتاب
0
ځان مه محدودوئ!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

«ځان مه محدودوئ» کتاب چې انګرېزي نوم یې «No Limits» دی، د مشهور امریکايي روزونکي، ویناوال او د رهبرۍ د برخې متخصص جان سي مکسوېل اثر دی چې تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. یاد کتاب جواد تیموري پښتو ته ژباړلی او د اکسوس کتابپلورنځي لخوا په ښه کیفیت چاپ شوی دی. د دغه کتاب پښتو بڼه ټولټال ۳۲۶ مخونه لري او په ۲۰ څپرکو کې راټول شوی دی.

دا کتاب په ټوله کې په دریو مسایلو بحث کوي؛ په لومړۍ برخه کې یې د انسان لپاره د پوهې پر اړتیا بحث او خبرې کېږي، په دویمه برخه کې پر انساني وړتیاوو خبرې کېږي او دغه راز په درېیمه برخه کې هم د انسان په ژوند کې د انتخابونو پر ارزښت بحث کېږي. مکسوېل په دغه کتاب کې د انساني وړتیاوو، بریالیتوبونو او په ژوند کې د انتخابونو پر ارزښت خبرې کړې او په ټوله کې د بریا لپاره یې ځینې فورمولونه هم راوړي دي. پر دې سربېره، نوموړي په دغه کتاب کې د خپل ژوند بېلابېلې تجربې او هغه واقعي کیسې او داستانونه هم راوړي، چې بېلابېلو هېوادونو ته د سفر او هلته له بریالیو رهبرانو سره د ‎لیدنو کتنو پر مهال ورسره مخ شوی دی.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

مکسوېل پورتني موضوعات د یاد کتاب په ۲۰ څپرکو کې راټول کړي دي. د کتاب په لومړي‎ څپرکي کې پر هغو خنډونو او مسایلو بحث کېږي چې د انسان ژوند محدودوي. په دویم څپرکې کې یې له دغه محدودیت څخه د راوتلو لارې چارې بیان کړې دي. د کتاب په درېیم څپرکي کې پر انساني ځواک پوره بحث کوي. په څلورم څپرکي کې یې د انسان د عاطفي وړتیاوو په تړاو خبرې کړې. نوموړي پنځم څپرکی فکري وړتیاوو ته ځانګړی کړی او په شپږم څپرکي کې یې د اړیکو وړتیا اړوند مسایل راوړي دي. پر دې سربېره، مکسوېل د یاد کتاب په اووم څپرکي کې د نوښت پر وړتیا بحث کوي، اتم څپرکی یې د تولید وړتیا او نهم څپرکی یې د مشرۍ وړتیا ته ځانګړی کړی دی. لیکوال د یاد کتاب په لسم څپرکي کې پر انتخابونو، په یوولسم څپرکي کې د مسوولیت پر وړتیا، په دوولسم څپرکي کې پر شخصي وړتیا، په دیارلسم څپرکي کې د ډېرښت پر وړتیا، په څوارلسم څپرکي د نظم پر وړتیا، په پنځلسم څپرکي کې د موخې پر وړتیا، په شپاړسم څپرکي کې د دریځ نیولو پر وړتیا، په اوولسم څپرکي کې د ګواښ منلو پر وړتیا، په اتلسم څپرکي کې د ملګرۍ پر وړتیا او په شلم څپرکي کې له محدودیت پرته د ژوند کولو په اړه په مفصل ډول بحثونه کړي دي.

دا کتاب پر محصلینو او کاروباریانو سربېره، د ټولنې له هر وګړي سره مرسته کولی شي، څو خپلې پټې وړتیاوې وپېژني او په مرسته یې ټولې هغه پولې او خنډونه له منځه یوسي، چې د دوی ژوند او کاري چاپېریال یې محدود کړی دی.

مینه‌وال کولی شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان پای او د څوارلسم هغه پيل

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
افغان حکومت: پلاوی له بشپړ ملاتړ برخمن دی، لومړی باید اوربند وشي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین د ۱۴م پنځه کلن پلان راهیسې استعمال شوې بهرنۍ پانګې له ۷۰۰ ملیارډو امریکایي ډالرو څخه زیاتې شوې

د چین د ۱۴م پنځه کلن پلان راهیسې استعمال شوې بهرنۍ پانګې له ۷۰۰ ملیارډو امریکایي ډالرو څخه زیاتې شوې

جولای 18, 2025
بین الافغاني مذاکرات؛ مذاکراتي ټیمونو له څو ورځو راهیسې غونډه نه ده کړې

د افغانستان د سولې پروسې په اړه سیمه‌ییز لیدلوری

جنوري 17, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved