سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

څنګه موخه  وټاکو او ورته ورسېږو؟

ژباړه: احسان الله کریمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 15, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
څنګه موخه  وټاکو او ورته ورسېږو؟

Vector concept for business strategy and planning to overcome obstacles and challenges to reach a sucess

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ایا پوهېږی چې د نړۍ پنځه سلنه خلک بریالي دي؟ ولې؟

شايد ووایاست چې دا زموږ/هغوی په تقدیر کې لیکل شوي دي او باید همداسې ژوند وکړو.

اما په دې باید وپوهېږی چې داسې نه ده، د نړۍ ټولو وګړو د ژوند له څو مهمو قانونو څخه کار اخیستی او بریالي شوي دي، تاسو هم کولای شی دا قوانین زده او عملي کړئ او خپلو ټولو موخو ته ورسېږی. دا کار ستونزمن نه دی، هغوی چې توانېدلي هغو سترو بریاوو ته ورسېږي چې موږ ته خوب ښکاري، نو بیا تاسو هم کولای شی، زموږ نړۍ د قوانينو نړۍ ده.

د ډرېورۍ په څېر که د قوانینو خلاف  کړنه تر سره کړی، خپلې موخې ته نشی رسېدای او ان جریمه کېږی هم، داسې و انګېرئ چې غواړی يو ښه خوراک چمتو کړی، باید د هغه خوراک د پخولو له قوانينو سره باید بلدتیا ولری چې څومره تودوخې او څومره دوا ته اړتيا لري.

که د خوراک د پخولو له اصولو سره بلدتیا پیدا کړو، وبه ګورو چې کولای شو يو ښه خوند لرونکی خوراک چمتو کړو، مهمه نه ده چې ښځينه یاست يا نارینه یا  ځوان او یا هم عمر خوړلی؛ خو قوانین درته ښيي چې بریا هم د یو ښه او ښه خوند لرونکي خوراک په شان ده.

د کور، موټر او مناسبې دندې لرل هېڅ د خوب لیدل نه دي، شايد تر دې ډېر فکر وکړی چې له ژونده تر دې ډېره ګټه واخلی او خپلو ټولو موخو ته ورسېږی، ځينې خلک فکر کوي چې خدای له ځينو بندګانو سره مينه لري او مرسته ورسره کوي او ځينې خلک بیا په دې باور دي، چې موخو ته رسېدل یو چانس دی، دا ډېره جالبه ده او موږ باید په دې پوه شو چې چانس موږ رامنځته کوو.

د چانس په نوم کوم څه نشته، که تاسو بوره له اوبو سره ګډه کړی، خوږېږي چې دا یو قانون دی چانس نه او که تاسو قوانین پلي کړی او د بریا په اصولو وپوهېږی، حتماً بریالي کېږئ او دا هم چانس نه دی، دا د نړۍ د هستۍ قانون دی او موږ ته جواب راکوي.

راځئ چې په ګډه تېرو میاشتو ته وګرځو، تر هغه چې نوي کال ته ورسیږو، هغو ورځو ته چې راتلونکي ته مو تمه او امید درلود، هغو ورځو کې مو د خپل ژوند لپاره  موخې  لرلې او راتلونکي ته هیله مند وو.

اوس نو هغه پلانونه چې په هغو ورځو کې مو د ځان لپاره ټاکلي وو، له هغه څه سره پرتله کړئ چې وروسته مو سرته رسولي وي.

څومره خپلو موخو ته ژمن یاست؟ ایا تر اوسه مو د خپلو موخو لپاره څه کړي؟ له هغه را وروسته چې موخې  مو ټاکلې دي، یوځل مو یې د لاسته راوړلو او هغه ته د نږدې کېدو ارزونه له ځان سره کړې ده؟

موږ درته په دې مقاله کې هغه لارې چارې ښیو، چې پر مټ یې کولای شی خپلو موخو ته ورسېږی:

۱ـ د موخې تر ټاکلو د هغه څارل مهم دي

ستونزه دا نه ده چې تاسې د دې وړتیا نه لری چې موخو ته مو ونه ورسیږی، ستونزه دا ده چې په لومړیو کې مو د موخو  ټاکلو لاره غلته ده.

اوس پوښتنه دا ده چې ولي نه شو کولای چې خپلو موخو  ته ورسېږو؟ ولي نه شو کولای هغه موخې چې د ځان لپاره مو ټاکلې دي، پر حقیقت بدلې کړو، موږ یې درته لاره ښیو:

الف- لویې موخې په وړو هغو باندې نه تقسیم کوو، اوس دلته معلومه شوه چې ستونزه په دې کې ده چې موږ او تاسو په هغه څه  عمل نه کوو، چې په ذهن کې مو دي. باید وړې موخې د ځان لپاره وټاکو څو وکولای شو په کم وخت کې يې تر لاسه کړو.

د هدف په ټاکلو کې تر ټولو مهم اصل دا دی چې په ژوند کې باید کوچنۍ او لویې موخې سره بېلې کړو، مهمه خبره دا ده چې وړې موخې د ځان لپاره وټاکو څو وکولای شو په کم وخت کې هغه تر لاسه کړو. د کوچنیو هدفونو په تر لاسه کولو سره موږ کولای شو لویو هغو ته ورسیږو. اوس دلته خبره دا ده چې ولې باید لویې موخې له کوچنیو هغو بېلې کړو؟ د دې خبرې ریښې د موخو په اړه زموږ په ذهن کې له شته تصور سره تړلې دي، چې موږ د هغه په اړه څنګه فکر کوو. کله چې موخه لویه او ورته رسېدل زموږ له وسه وتلې خبره وي، هغه وخت کې موږ له خپلو موخو په شا کېږو، چې دا بیا زموږ پر روحیه ښه اغېز نه کوي. که مو موخه لویه وي او په کم وخت کې نه شو ورته رسېدای، باید هغه په کوچنیو برخو وویشو او بیا همدا برخې یو په بل پسې تعقیب کړو.

کله مو چې موخې منظمې او په چوکاټ کې نغښتې نه وي، هېڅکله نه شو کولای ورته ورسیږو. په لومړي ځل لویې موخې ته رسېدل داسې مثال لري لکه یو تیارې خونې ته چې ننوځو. په لومړیو که په تیاره خونه کې هیڅ نه شو لیدلی، خو که لومړی موږ ورته یو رڼا جوړه کړو او وروسته خونې ته داخل شو، په دې وخت کې هر څه راته ښکاریږي.

۲ـ موخو ته د رسېدو لپاره نورې لارې ولټوئ!

یو څه په یاد ولرئ چې تل موخو ته د رسېدو لپاره نورې لارې هم شته. که تاسو فکر کوی چې د یوه کار تر سره کولو لپاره همدا یوه لاره ده، نو تېروتنه به مو کړې وي. فکر وکړئ چې د خپل شرکت لپاره مو یو با استعداده او په لوړه تنخوا مشاور استخدام کړی، څو شرکت مو لا پراختیا وکړي، مشاور له تاسو څخه ځینې پوښتنې کوي، هغه له تاسو څخه پوښتي چې اوسمهال کوم کارونه او په څه ډول تر سره کوی؟ ایا موخې ته د رسېدو لپاره پرته له دې لارې کومه بله لاره هم شته؟ هغه له تاسو څخه پوښتي چې هغه موخې مو روښانه کړئ چې د ټول شرکت او یا هم د کمپنۍ د ځینو برخو لپاره مو ټاکلې دي؛ ځکه دغه ډول پوښتنې کولی شي ستاسو د کمپنۍ د لار پراختیا لپاره مهمې وي. هڅه وکړئ چې د ځان لپاره خپله مشاور شی، له ځان څخه خپلې پوښتنې په سړه سینه وکړئ، له هغه وروسته ورته د حل مناسبې لارې ولټوئ.

۳- موخې ته د رسېدو لپاره باید دوه کارونه نور تر سره کړو

 پورته مو موخې ته د رسېدو په اړه معلومات تر لاسه کړل، نو همدا اوس له ځان سره یو قلم او کتابچه را واخلئ او خپلې ټولې وړې او لویې هغه موخې مو پکی ولیکئ، چې په ژوند کې یې هيله لری او وروسته له ځان سره دا ووایاست چې هره ورځ باید د ټاکل شویو موخو لپاره لږترلږه پنځه سلنه کار وکړی. زه باوري یم چې تاسو به خپلو ټولو موخو ته رسیږی او بله مهمه خبر دا ده چې تاسو پر ځان باور ولری. پر ځان باور مو هرې هغې هیلې او موخې ته رسوي چې په ژوند کې مو ټاکلي وي.

موخو ته په رسېدو کې به ممکن له ستونزو سره مخ شی، ډېری داسې کسان دي چې یوه موخه یې د ځان لپاره ټاکلې وې؛ خو له یوې ستونزې سره دی له ټولې موخې تېرېږي. که تاسې هم د موخو تر لاسه کولو په وخت له کومې ستونزې سره مخ کېږی، ښه ده چې له موخې مو تېر نه شی؛ بلکې د هغه ستونزې د له منځه وړلو او حل په اړه فکر وکړئ او له یوې بلې لارې خپلې موخې ته نږدې شئ.

Previous Post

نوې لار خپرونه | جګړې، شاتګ او د تېر داستان تکرار

Next Post

وکیلان: د کمزوري مدیریت له کبله پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
وکیلان: د کمزوري مدیریت له کبله پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي

وکیلان: د کمزوري مدیریت له کبله پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وزیرستان کې؛ په یوه نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

وزیرستان کې؛ په یوه نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

مې 23, 2021
روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو برید کړی

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو برید کړی

دسمبر 12, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved