چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

څو اړخيزم د افغانستان مسئلې په شمول د ټولو نړيوالو ستونزو د حل يوازېنۍ لاره ده

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 26, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
څو اړخيزم د افغانستان مسئلې په شمول د ټولو نړيوالو ستونزو د حل يوازېنۍ لاره ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اپريل ۲۴مه نېټه د څو اړخيزم او  سوله ییزې ديپلوماسۍ له نړيوالې ورځې سره برابره وه. په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د دفتر عمومي مديرې تاتيانا والوايا په همدې ورځ د يوې ويډيويي وينا په خپرولو سره وويل، څو اړخيزم نه يوازې د ملګرو ملتونو د منشور او تر ۲۰۳۰کال پورې د دوامداره پرمختګ د اجنډا بنسټ دی، بلکې د انسانانو د سولې او پرمختګ د هڅولو لپاره زيات اهمیت لري.

مېرمن والوايا په خپله وينا کې وويل، اوس د نړۍ پر مخ يو لړ سترې ننګونې موجودې دي، مثلاً اقليمي بحران، وسلوالې شخړې، د بېوزلۍ او نابرابرۍ زياتېدل او نړيواله بې باوري او داسې نور. څو اړخيزم د نړيوالو ستونزو د حل او له منځه وړلو تر ټولو اغېزمنه لاره ده. نوموړې وويل، د نړيوالې ادارې په سيستم کې بايد ستر اصلاحات ترسره شي او د نړيوالو ستونزو د ليرې کولو يوازېنۍ اغېزمنه لاره دوستانه همکاريزې اړيکې او نړيوالې همکارۍ دي. موږ بايد په روان کال کې ځينې ضروري کړنې غوره او ترسره کړو، بېلا بېل هېوادونه بايد جغرافيايي سياسي خطرونه، ګواښونه له منځه يوسي او خپلمنځي ګډ ټکی دې پيدا کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

مېرمن والوايا پر بېلا بېلو خواوو غږ وکړ چې د څو اړخيزم له فرصت څخه استفاده وکړئ او ملګرو ملتونو دغه کار پيل کړی دی. نوموړې وويل، موږ بايد دې ته پاملرنه وکړو که څه هم ډېرې ستونزې شته دي، خو ورسره په څنګ کې په نړۍ کې ډيرې مثبتې فعالې نمونې هم شته دي، مثلاً د کوويد-۱۹ ضد د واکسين تطبيق پلان، د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونو، نړيوالو سازمانونو، غير حکومتي سازمانونو او شاملو خواوو په ګډه د دوامداره پرمختګ موخې ته د رسېدو په برخه کې د پام او يادونې وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. نوموړې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې راځئ له نړيوالو ننګونو سره په ګډه مقابله وکړو او زياته يې کړه، د څو اړخيزم او سوله ييزې ديپلوماسۍ د نړيوالې ورځې په درشل کې يادو فعالو او اغېزمنو نمونو ته پاملرنه کول ډېر اهميت لري او بايد داسې نمونې نورو ساحو ته هم پراخې کړی شي. د نړيوالو ستونزو حلول زموږ د ټولو کوښښونو او هلو ځلو ته اړتيا لري.

په حقيقت کې چين تل پر څو اړخيزم ټينګار کړی دی او کوي يې. له کرونا وبا سره د مقابلې په برخه کې چين له ګڼ شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره ګټورې همکارۍ کړې دي او د کوويد-۱۹ ضد د واکسين د تطبیق په نړيوال پلان کې يې ګډون کړی دی. چين د دغې وبا ضد په نړيواله مبارزه کې هم مهم او اغېزمن رول لوبولی دی او د مېرمن واليوايا په خبرو کې په يادو شوو فعالو نمونو کې يې لارښوونکی او ستر خدمتونه کړي دي.

 د افغانستان مسئلې په اړه چين تل د څو اړخيزم تر چتر او لارښوونې لاندې عادلانه دريځ درلودلی دی او لري يې. په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت لوی سفير وانګ يو د روان کال په فبرورۍ مياشت کې يوه ليکنه چې سرليک و ((چين تل پر څو اړخېزم ټينګار کوي او غواړي چې د افغانستان په شمول له ټولو سره په ګډه د بشري ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي)) سفير وانګ يو په دې مقاله کې دې ته په اشارې سره ويلي دي د څو اړخيزم ساتنه او تطبيق د چين او افغانستان له هوکړې او د همکارۍ له لوري سره سمون لري. چين تل له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) له کارونو ملاتړ کړی دی، د افغانستان مسئلې په اړه يې په څو اړخيزو ناستو، غونډو کې فعال ګډون او رغوونکی رول لوبولی دی او د افغانانو لخوا د خپل هېواد د حاکميت او ادارې له لوړو ارزښتونو يې ملاتړ کړی دی او کوي يې. تېر کال د ملګرو ملتونو د ۷۵مې اسامبلې په عادي مباحثوي غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د څو اړخيزم پر مهموالي ټينګار کړی و او غوښتنه يې کړې وه ملګري ملتونه بايد د دغه هېواد پر وړاندې د شته ټولو ستونزو د له منځه وړلو او حل کولو لپاره بايد مهم لارښوونکي رول په غاړه واخلي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن څو ورځې مخکې له افغانستان څخه د ټولو امريکايي پوځونو د ايستلو مهالوېش اعلان کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه څرګنده کړه د افغانستان مسئلې سياسي حل د ټولو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري. چين غواړي د څو اړخيزم په چوکاټ کې له اړوندو خواوو سره همکارۍ او همغږۍ ته دوام ورکړي په نږدې وخت کې به په افغانستان کې د سولې، روغې جوړې او امن د عملي کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

د يادونې وړ خبر دا دی چې نه يوازې د افغانستان مسئله، بلکې د نړۍ ټول پېچلي موضوعات يوازې د څو اړخيزم له لارې حلېدای شي.

Previous Post

ام ټي ان مومو ښه راغلاست کڅوړه له 100% وړیا ګټو سره یوازې ستاسو لپاره

Next Post

نوې لار خپرونه | د کرونا نوې څپه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
نوې لار خپرونه | د کرونا نوې څپه

نوې لار خپرونه | د کرونا نوې څپه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په تېرو ۶ میاشتو کې ۳۸ زره افغانان بې ځایه شوي دي

اگست 6, 2024
قریشي: افغانستان کې ځینې کړۍ هڅه کوي پاکستان نا امنه کړي

قریشي: افغانستان کې ځینې کړۍ هڅه کوي پاکستان نا امنه کړي

اکتوبر 28, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved