سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

څو هېوادونو افغانانو ته د سختو زيانونو د رسولو له امله پر امريکا نيوکې  وکړې

لیکنه: سپومۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 25, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
څو هېوادونو افغانانو ته د سختو زيانونو د رسولو له امله پر امريکا نيوکې  وکړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د م.م د بشري حقونو شورا د اګسټ په ۲۴مه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه. د چين، کيوبا، وينزويلا او ايران استازيو په دغه غونډه کې دې ته  اشارې وکړې، چې د امريکايي پوځي مداخلې له امله افغانانو ته سخت زيانونه رسېدلي دي.

په جينيوا کې د م.م په مقر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو څرګنده کړه، چې اوس د افغانستان په حالاتو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. چين د افغانانو د هيلې او انتخاب درناوی کوي. د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او عادي ټولنيز نظم اعاده کېدل دي. هغه وويل، چې په افغانستان کې د ولسي خلکو او بهرنيانو خونديتوب او قانوني ګټې دې تامين شي او په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنيو ديپلوماتيکو ارګانونو او ديپلوماتانو حقوق دې هم وساتل شي. چين دې ته پام کړی، چې افغان طالبانو څو ځلې د عامو خلکو پر مخ د موجودو ستونزو د حلولو او د خلکو غوښتنو د پوره کولو څرګندونې کړې. دوی چې د يو ټولشموله اسلامي حکومت د جوړولو په هڅه کې دي، د پخواني حکومت د ټولو کارکوونکو عمومي عفوه يې اعلان کړې او ژمنه يې کړې چې د ښځو د بيان، کار او ښوونې حقونه تامين کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دغه راز د چين دايمي استازي سفير چن شو  زیاته کړه، چې چين  افغان طالبان هڅوياو هيله لري، چې دوی خپلې مثبتې څرګندونې او ژمنې پر واقعيتونو بدلې کړي، د افغانستان مختلف ګوندونه، ډلې او قومونه سره يو موټی کړي او ژر تر ژره دې د سلامشورو او خبرو اترو له لارې د خپل هېواد له ملي واقعيتونو سره  په سمون دې د خلکو په ملاتړ يو پرانيستی او ټولشموله سياسي جوړښت قايم کړي او نرم دريځه، سالمې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې دې پلې کړي.

 د دې تر څنګ افغانستان بايد هر ډول تروريزم او جرمونو ته سخت ماتې ورکړي او د خپلې سياسي اوضاع د ارام انتقال تضمين دې وکړي، څو جنګ ځپلي افغانان نور له بې ثباتۍ څخه خلاص کړي او خپل کورونه بيا اباد کړي.

سفير چن شو پر امريکا نيوکه وکړه، چې دغه هېواد د ديموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه پر ملي حاکميت لرونکو هېوادونو کې ستوغې پوځي مداخلې کړې او خپل سياسي موډل يې په زور پر هغو هېوادونو اچولی، چې د امريکا په پرتله بيخي بېل تاريخي کلتورونه او ملي واقعيتونه لري، د دغو هېوادونو ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته يې سخت زيانونه رسولي او عامو خلکو ته يې ناورينونه رامنځته کړي دي.

نوموړي زياته کړه، له واقعيتونو څخه يو ځل بيا څرګندېږي، چې په بادارۍ او پوځي چلند ستونزه حل نه کېږي، بلکې يوازې د سيمې امنيت، ثبات او ځايي خلکو ته بې شمېره تاوانونه رسېږي. د امريکا، برېتانيا او استراليا په شمول د ځينو هېوادونو ځواکونو ته بايد په افغانستان کې د ځايي خلکو پر بشري حقونو د تېري له امله سزا ورکړی شي.

د چين دايمي استازي چن شو د چين دريځ بيان کړ، چې دغه هېواد به تل تر تله د افغانستان ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی  ولري، د افغانستان په کورنيو چارو کې به هېڅکله مداخله و نه کړي او په دايمي توګه به له ټولو افغانانانو سره د دوستۍ تګلاره غوره کړي. چين تمه لري، چې له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ اړيکې پرمخ بوزي او د دغه هېواد د سولې او بيا رغونې لپاره خپل رغنده رول ته به دوام ورکړي.

د کيوبا استازي په ياده غونډه کې وويل، چې امريکا او ملګري يې بايد د افغانستان د اوسنيو حالاتو پړه پر غاړه واخلي. امريکا د افغانستان يا نورو هېوادونو د برخليک پرېکړه نشي کولای. تاريخ دا ثابتوي، چې هغه هېوادونه چې امريکا پکې د ديموکراسۍ، بشري حقونو او ترهګرۍ ضد په پلمه مداخلې کړې، ټول د ګډوډۍ، خرابۍ، مړينو او بېوزلۍ په رکود کې لوېدلي دي. د وينزويلا استازي خپل نظر څرګند کړ، ویې ویل چې امريکا او اروپايي ملګرو يې له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې په افغانستان کې پوځي عمليات تر سره کړي، چې په پايله کې يې پر بشري حقونو زيات تېری کوونکي کړنې رامنځته شوي دي او افغانانو ته بې ثباتي، خرابوالي او جنګونه راوړل شوي دي. دغه راز د ايران استازي وويل، چې د امريکا پوځي مداخلې افغانانو ته بې شمېره غمونه او ناهيلۍ، دې سيمې ته يې ناارامتيا او خطرونه رسولې دي. امريکا او ملګري يې بايد د دې پړه پر غاړه واخلي.

Previous Post

امریکايي استازي: اشرف غني دې د ۱۶۹ میلیونه ډالرو د تښتولو په تور محاکمه کړل شي

Next Post

افغانستان ته؛ د تازه راغلو امریکایي سرتېرو لومړنۍ جوپه ووته

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
افغانستان ته؛ د تازه راغلو امریکایي سرتېرو لومړنۍ جوپه ووته

افغانستان ته؛ د تازه راغلو امریکایي سرتېرو لومړنۍ جوپه ووته

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ننګرهار کې د عطري ګلانو د فارمونو جوړېدو چارې پيل شوې

ننګرهار کې د عطري ګلانو د فارمونو جوړېدو چارې پيل شوې

جنوري 14, 2025
غور کې ۱۱۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

غور کې ۱۱۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

نوومبر 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved