د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د آمو سیند د غاړو د تحکیماتو له ریيس، او د پنج آمو سیندیزې حوزې له عمومي ریيس او کارمندانو سره کتلي دي. په دې کتنه کې، د نوموړو حوزو رییسانو او د کندز ولایت قومي مشرانو د اوبو او برېښنا په برخه کې د خلکو ستونزې او غوښتنې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکې او د حل غوښتنه یې کړې ده. ورته مهال د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې د اوبو او برېښنا په برخه کې به د دوی ستونزو ته په وخت سره رسېدنه وشي.












