سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چينايان او روسان د چين او روسیې د اړيکو پر پياوړتيا باور لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 20, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چينايان او روسان د چين او روسیې د اړيکو پر پياوړتيا باور لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې د ۱۹مې په شپه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې بېجينګ ته رسيدلی او له دغه هېواده يې رسمي ليدن پيل کړې ده.

دواړه مشران د دوبي د رسېدو په درشل کې يو ځل بيا په بېجينګ کې مخامخ لیدنه کړې او د چين او روسیې د اړيکو، د بېلا بېلو برخو د همکاريو او نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه يې د نظريو تبادلې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د لاپياوړتيا ګډه لارښوونه يې کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين او روسيې وګړي هيله لري، چې د مشرانو د ملاقات په رڼا کې به د دواړو هېوادونو اړيکې ژورې او پراختيا ومومي، خلکو ته به ګټې ورسوي او د نړۍ د ستراتيژيک ثبات او نړيوال عدالت د خونديتوب لپاره به زمينه برابره کړي.

د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د تاريخ تر بلې هرې مودې ډېرې ښې شوې دي.

د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ مسير دا په ډاګه کوي، چې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمير پوتين ګډې لارښوونې په لوړې کچې د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا ته مهم امتياز او بنسټيز تضمين برابر کړی دی.

ولسمشر پوتين له دغه سفر مخکې په ځانګړې وېډيويي وينا کې ويلي: (( يو بل هېواد ته نوبتي سفرونه او د روسيې او چين د مشرانو ملاقاتونه د دواړو هېوادونو د اړيکو د هراړخيز پرمختګ او د بالقوه ځواک د خوشي کولو لپاره مهم او ضروري ارزښت لري.))

د چين د نړيوالو چارو څېړنيز انستېتيوټ مشر لي ځه ګوه رسنيو ته ويلي، چين او روسيې د دواړو مشرانو د ستراتيژيکې لارښوونې په رڼا کې د نه انسلاک، نه مقابلې او د کومې درېيمې خوا پر ضد د نه دردېلو له اصولو سره سم دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکړې ده.

 نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ ثابتې، ګټې – ګټې او د اټکل وړ اړيکې د لويو هېوادونو ترمنځ د نوي ډول اړيکې او د نړۍ د لويو هېوادونو د تګ راتګ لپاره ګټور ماډل بللی دی.

رښتينې همکارۍ د چين او روسيې د اړيکو په ثبات او پرمختګ کې د داخلي خوځنده قوت رول لري.

د چين د داخلي مغولستان شوان يوان ګروپ له روسي لوري سره ۴۰ کلنه همکاري لري.

د دغه ګروپ مشر شوي شينګ فا رسنيو ته ويلي، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا په رڼا کې د چين د شمال ختيځ د سمسورتيا او د روسيې د لرې ختيځ د انکشاف لپاره مهم فرصتونه رامځته شوي دي.

نوموړي ويلي، شرکت به یې له روسي لوري سره د ځيرکو تجهيزاتو د توليد او د کاني استخراج په برخو کې همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د همکاريو د پياوړتيا لپاره به خدمتونه وکړي.

د روسيې د پريموريې ولايت مرکز ولاديووستوک ښار د روسيې د لرې ختيځ د سياسي، اقتصادي او کلتوري مرکز رول لري او له چين سره يې سوداګري د دغه ولايت د بهرنۍ سوداګرۍ په حجم کې ۷۰٪ نيسي.

د پريموريې ولايت د نړيوالو اقتصادي اړيکو څانګې مشر شيدولينک رسنيو ته ويلي، چې د ولاديووستوک په ازاد بندر او انکشافي سيمې کې د چين پانګونې د دغه ولايت په بهرنيو پانګونو کې ۴۵٪ نيسي او د ځايي خلکو لپاره يې نږدې ۳ زره دندې برابرې کړي دي.

د چين او روسيې د خلکو ترمنځ د کلتوري تبادلو مختلفو فعاليتونو د دواړو هېوادونو د نسلونو لپاره د دوستۍ کلک بنسټ برابر کړی دی. دواړو هېوادونو له ډېرو کلونو راهيسې د دولتونو د تبادلې، سيلانۍ، خبري رسنيو، سيمه ييز تګ راتګ، علمي او ټېکنالوژيک نوښت او سپورټ په برخو کې ډېر کلني فعاليتونه ترسره کړي دي.

د چين او روسيې د کلتوري کال په نوم فعاليت په ۲۰۲۵م کال کې په برياليتوب بشپړ او د چين او روسيې د ښوونيز کال فعاليتونه په روان کال کې پيل شوي دي.

د چين او روسيې د دوستۍ، ښولې او پرمختګ کمېټې د دواړو خواوو ښوونيزو شوراګانو په دې وروستيو کې په دواړو هېوادونو کې سروې ترسره کړې ده.

د سروې د ګډونوالو عمرونه له ۱۸ تر ۳۵ کاله پورې ښودل شوي او ۸۰ سلنو يې د چين او روسيې اړيکې ښې بللې دي.

چين او روسيه دواړه پر نړۍ اغېز لري او د نړۍ په ستراتيژيک ثبات د خونديتوب او د نړيوال مديريت د بشپړتيا په برخو کې د رغنده قوت رول لري.

د نړۍ اوسنی وضعيت له بدلونونو او ګډوډۍ سره مخ دی. چين او روسيې د مشرانو د لارښوونې په رڼا کې په نړيوال ډګر کې همغږي ساتلې او د لويو هېوادونو مسئوليت يې ادا کړی دی.

د روسيې د تاس خبري اژانس مرستيال مارټ ابولهاکين رسنيو ته ويلي، چې روسيې او چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه په اکثرو نړيوالو چارو کې ورته يا نږدې دريځونه لري او په ګډه يې د ملګرو ملتونو او برېکس په شمول څواړخيزو چوکاټونو کې همغږي او همکارۍ کړي او د اروپا او اسيا او حتی ټولې نړۍ د ثبات لپاره يې بنسټ جوړ کړی دی.

نوموړي ويلي، د دواړو مشرانو اوسنۍ ليدنې د څواړخيزم په برخه کې د اړيکو مهم ارزښت نړۍ ته ښودلی دی.

Previous Post

شي جین پینګ د منځني ختیځ د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې

Next Post

د چين استازی: په نړۍ کې د روغتيا متوازن پرمختګ دې وهڅول شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين استازی: په نړۍ کې د روغتيا متوازن پرمختګ دې وهڅول شي

د چين استازی: په نړۍ کې د روغتيا متوازن پرمختګ دې وهڅول شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین او شانګهای همکارۍ سازمان د نورو غړو ترمنځ د تجارتي شیانو اندازه ډېره لوړه شوې

اگست 20, 2025
نوي ډهلي کې لاریون؛ په اخ ډب کې تر ۳۰۰ پورې پولیس ټپيان شوي دي

نوي ډهلي کې لاریون؛ په اخ ډب کې تر ۳۰۰ پورې پولیس ټپيان شوي دي

جنوري 27, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ