چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چيني او افغان ملتونه: له خپلې خاورې څخه د دفاع اتلان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 3, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
چيني او افغان ملتونه:  له خپلې خاورې څخه د دفاع  اتلان

د سپتمبر د ۳مې نېټې  په سهار، د شي جين پينګ په ګډون د چين د کمونېست ګوند او دولت مشرانو د جاپان پر وړاندې د چينايانو د مقاومت پر وړاندې قربانيانو ته د ګلونو ګېډۍ وړاندې کړې.

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين او افغانستان د تاريخ په اوږدو کې ډېر ځله له بهرنيو تېريو سره مخ شوي، دواړو ملتونو د تېريګرو پر وړاندې د سر په بيه مبارزه او سرښندنې کړې او د هر تيريګر پروړاندې يې بيا هم موندلې، نو ځکه ويلای شوو چې دواړه ملتونه له خپلې خاورې څخه د دفاع اتلان دي.

سږ کال د جاپان د تيري پر ضد د چین د مبارزې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

۷۵ کاله مخکې، د چين خلکو د جاپان د تېري ضد جګړه کې ستر برياليتوب  تر لاسه کړ، چې دغه بريا د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې په برياليتوب کې  کليدي رول لري. د جاپان د تېري پر  ضد د چينايانو مقاومت  جګړه او د فاشيزم ضد نړيواله جګړه د عدالت او شيطانت، جعل او سباوون ترمنځ لويې جګړې وې.

دا په عصري زمانه کې د بهرنيو تېري کوونکو ضد جګړه کې د چين لخوا تر لاسه شوی لومړی ستر او بشپړ بریاليتوب ګڼل کېږي. چين د دغه برياليتوب په تر لاسه کولو سره په نړۍ کې د لوی هېواد په توګه خپل مقام بياخپل کړی او په نړۍ کې له سولې سره د مينوالو احترام يې هم تر لاسه کړی.

د بريتانيا د اکسفورډ پوهنتون د چين په اړه د څېړنې مرکز مشر رنا ميټر څو ورځې مخکې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، د چين يادې مبارزې د فاشيزم ضد جګړې د برياليتوب لپاره کليدي رول لوبولی دی. د هغه تاريخ په اړه زموږ د څېړنې او يادونې موخه له جګړې څخه تجربې راغونډول او سولې ته لومړيتوب ورکول دي. 

پروفيسر رنا ميټر د جاپان د تيري پر ضد د چين د جګړې په اړه يو کتاب هم ليکلی چې نوم يې دی، (چين د دوهمې نړيوالې جکړې په برياليتوب کې هېر شوی ملګری دی.) هغه د دغه کتاب په سر کې ليکلي چې ختيځ له لوېديځ سره يو ځای د تاريخ  تر ټولو شيطان پوځ ته ماتې ورکړې. هغه وويل، ډېر لوېديځوال د دغه کتاب په لوستلو سره حيران شوي، چې ولې دوی د چين د دغه تاريخ په هکله مالومات او پېژندنه نه لري. په دغه جګړه کې د چين لسګونو ميليونو کسانو  د جاپان د پوځ پر وړاندې سختې مقابلې کړي او په پای کې يې برياليتوب تر لاسه کړی دی، خو لوېديځوال له دې هېڅ خبر نه دي او هېڅ اشنايي ورسره نه لري.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ ويلي، له هېواد سره مينه د چيني ملت د روحيې کليدي ټکی دی. له عصري وخت راهيسې، چينايانو د خپلواکۍ او ازادۍ تر لاسه کولو لپاره يو لړ مقابلې کړې، دا د چين ملت د پياوړی کېدو بهير هم دی. چينايانو په دې بهير کې ډېره قرباني ورکړه او زيات قهرمانان هم رامنځته شول. هر هېواد د خپلې خپلواکۍ ساتلو لپاره قهرمانانو ته اړتيا لري.

اوس په نړۍ کې د پرمختګ او اصلاحاتو نوې دوره روانه ده. په روان کال کې کوويد-۱۹ د نړۍ اقتصاد، سياست، کلتور او ټولنې ته سخت زيانونه رسولي دي او د نړیوالې ادارې سيستم يې له سختو ننګونو سره مخ کړی دی. تاريخ او واقعيت دا ښيي چې انسانان د مشکلاتو پر وړاندې ګډ برخليک لري، تر هر څه لومړۍ سولې ته اهميت په ورکولو سره دوامداره پرمختګ موندلی شي.

د افغاستان په تاريخ کې هم څو ځلې د بهرنيو تېري کوونکو ضد مبارزې تر سره شوې، افغانان د خپل هېواد حاکميت او د خاورې بشپړتيا د ساتلو لپاره هم ستر کوښښونه کړي دي. لاهم په افغانستان کې رښتينې سوله نه ده رامنځته شوې او په کورنيو چارو کې يې د بهرنيو ځواکونو لاسوهنې شتون لري. چين تل د سولې ملاتړ کوونکی دی او د بين الا افعاني خبرو اترو ملاتړ کوي. د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ  سوچه دوستي شتون لري، چينايان په دې هيله دي چې افغان خلک به په خپلو کوښښونو سره په دې هېواد کې عملي او دايمي سوله پيدا کړي.

يوازې په سوله کې، د چين او افغانستان په شمول نړيوال به دوامداه پرمختګ ومومي.

لیکنه: هیله؛ د چین نړیوالې راډیو خبریاله

Previous Post

افغان حکومت: د طالبانو بندیان مو خوشي کړل، دوی هم کومانډویان خوشي کړي دي

Next Post

په سرپل کې د یوه ماین چاودنې شپږ ماشومان وژلي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
په سرپل کې د یوه ماین چاودنې شپږ ماشومان وژلي دي

په سرپل کې د یوه ماین چاودنې شپږ ماشومان وژلي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پنجشېر کې د څه باندې ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د څه باندې ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جولای 23, 2024

Free Slot Demo Games Canada

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved