چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چيني عصريتوب پراخ افقونه په لمن کې نغاړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 23, 2024
in نړیوال خبرونه
0
چيني عصريتوب پراخ افقونه په لمن کې نغاړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونيست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه په وروستيو کې د چيني عصريتوب د پرمخ بېولو لپاره په جامع توګه د اصلاحاتو د ژورولو په پرېکړې سره پای ته ورسېده. د پنجشنبې پر ورځ د خپرې شوې بيانيې له مخې، چين د عصريتوب له لارې د ملي تازه ګۍ او لوی ملت د جوړولو يوه ډير مهم پړاو ته ننوتی دی.

په بيانيه کې د اصلاحاتو او ور خلاصون پر اهميت ټينګار شوی او پکې زياته شوې: «چيني عصريتوب په دوامداره توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې د پرمختګ په حال کې دی او د لا ډيرو ژورو اصلاحاتو او ور خلاصون له لارې به له شک پرته لوړو افقونو ته ورسيږي. موږ بايد په موخيز ډول لا ډيرو اصلاحاتو ته اهميت ورکړو او اصلاحات په هر اړخيزه توګه ژور کړو څو وکولی شو چې په کور د ننه او نړيواله کچه له پېچلو پرمختګونو سره مقابله وکړو، له علمي او تکنالوژيکي انقلاب او صنعتي بدلونونو سره ځان عيار کړو او د خپلو ولسونو توقعات پوره کړو».

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چيني عصريتوب له پرانيستې سره

په وروستيو کلونو کې چين په ډيريدونکي شمېر سره بهرنيو سيلانيانو ته هرکلی ويلی دی، دا کار یې د ويزو د معافيت سياست له برکته کړی دی. چين ته ورغلو سيلانيانو د خپل سفر تجربې پر خواله رسنيو خپرې کړې دي، د بيجينګ په ليانګماهې سيمې کې يې د شپني ژوند رنګونه خوندي کړي، د شانګهای د سړک د سر له خوړو یې خوندونه اخيستي، په شين جين ښار کې یې د ډرون په وسيله خواړه ترلاسه کړي او په ووهان ښار کې یې د کوچنيو ريلونو د پرمختللي ترانزيټي سيسټم او خپلکاري ټکسي سپرلۍ کړې دي. دا سنپ شاټونه د چين د متحرکې فضا، پرانيستې او دغه راز د چين د خلکو د اعتماد نښې دي.

ور خلاصون ته ژمنتيا، د سيلانيانو د خوښې وړ منزل په توګه د چين د جذابيت بنسټ دی. لکه څرنګه چې په بيانيه کې هم راغلي: «ور خلاصون د چين د عصريتوب تعريفوونکې ځانګړنه ده. موږ بايد د بهرنۍ نړۍ پر مخ د ورخلاصون په اړه د دولت بنيادي سياست ته ژمنتيا وساتو، څو د ور خلاصون له لارې اصلاحاتو ته وده ورکړل شي. د چين د لوی بازار له امتيازه په استفادې سره به موږ دا کار ترسره کړو. د ورخلاصون په تړاو به په داسې حال کې خپل ظرفيتونه لوړ کړو چې له نورو هېوادونو سره خپلې اړيکې پراخوو او د لوړ معيار پرانيستي اقتصاد لپاره نوې ادارې رامنځته کوو».

د پڅې نړيوالې اقتصادي ودې او پروټېکشنيزم په ترڅ کې د چين پرانيستې پراختيا د نړيوال عامه توکي په توګه مطرح ده. د کمربند او لارې وړاندیز د چين د نړيوالو همکاريو د کليدي توکي په توګه په ونډه والو هېوادونو کې د خلکو او توکو لېږد را لېږد اسانه کړی او د پام وړ ګټې یې رسولې دي. چين له ۱۵۰ ډېرو هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د کمربند او لارې نوښت هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي. په ۲۰۲۳ کال کې د کمربند او لارې نوښت له هېوادونو سره د چين د توکو سوداګري ۱۹.۵ ټريليونو يوانو يا ۲.۶۸ ميلياردو ډالرو ته رسېدلې وه. دا شمېرې ۲.۸ سلنه وده ښيي او د ياد هېواد د ټولو کلنيو صادراتو او وارداتو ۴۶.۶ سلنه برخه جوړوي.

په بيانيه کې د پرانيستې پر اهميت په ټينګار سره د کمربند او لارې وړانديز په چوکاټ کې د لوړ کيفيت پر همکاريو هم ټينګار شوی څو د وړاندیز له ونډه والو هېوادونو سره مرسته وشي چې د نړيوال کېدو ضد جريانونو سره په مبارزه کې بريالي شي او عامه پرانيستې پراختيا ته لاسرسی ومومي.

چيني عصريتوب له سوله ییزې پراختيا سره

د ګيانا بيساو ولسمشر اومارو سيسکو ايمبالو چين ته په خپل وروستي رسمي سفر کې دغه هېواد په استعماري فعاليتونو کې نه د ښکېلتيا، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې او له کوچنيو هېوادونو سره د محترمانه چلند له کبله وستايه. هغه زياته کړه چې د چين د همکاريو پروژو لکه ښوونځيو، روغتونونو او سړکونو په افريقا کې خلکو ته د پام وړ ګټه رسولې ده.

چيني عصريتوب د لويديځ له تعرض محوره عصريتوب سره په تضاد کې دی. د چين سوله ييزه او پرانیستې پراختيا ثبات، اطمينان او د بشري عصريتوب لپاره نوې هيلې وړاندې کوي. په بيانيه کې ويل شوي: «چيني عصريتوب د سوله ييزې پراختيا عصریتوب دی». د نړۍ د لويو هېوادونو له منځه، چين د سولې د اوږده تاريخ د لرلو له کبله ځانګړی دی چې دا چاره یې له ملي هويت سره غوټه شوې ده. یوازې سوله ييزې پراختيا ته د پابندۍ له لارې متقابل ګټور او پرانيستی نړيوال پراختيايي سيسټم رامنځته کېدای شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش د روان کال په جولای کې د چين د ولسي جمهوريت له رييس شي جين پينګ سره په کتنه کې له ملګرو ملتونو د ملاتړ، څو اړخيزتوب ته د ژمنتيا او د نړيوالې سولې او پراختيا د تقويه کولو په برخه کې د رغنده رول لوبولو له کبله د چين مننه وکړه. هغه وويل چې د بشريت راتلونکې په لويه کچه پر چين تکيه ده.

چيني عصريتوب د خپلواکۍ، پر ځان د تکیې او پراختيا د اصولو پر بنسټ او د خپلو خلکو د سخت کار او نوښتونو له لارې د ځان د پياوړي کولو له لارې پر مخ بېول کيږي. کورنۍ انګيزه د بهرنيو سرچينو له سوله ييزې کارونې سره داسې يو ځای کوي چې ملي پراختيا ته پرته له دې چې پر نورو هېوادونو ظلم او يا یې سرچينې ولوټل شي زمينه برابره شي. چيني عصريتوب په خپل ظرفيت سره نورو مخ پر ودې هېوادونو ته مرسته او ملاتړ برابروي.

چيني عصريتوب د بشريت د راتلونکې پراختيا لپاره له مسووليتونو سره

په تېره پېړۍ کې دوې نړيوالې جګړې او يوه سړه جګړه وشوه چې بشريت یې پر دوو مخالفو بلاکونو وويشه او د اټومي جګړې له دايمي ګواښ سره یې مخ کړ. تر سړې جګړې وروسته د لويديځ پراختيايي ماډل په نړيواله کچه تقويه شو او په پايله کې يې ډيرو مخ پر ودې هېوادونو د سياسي فشارونو له کبله لويديځ سيسټمونه، ارزښتونه او نيولېبرال نظريات خپل کړل او په دې توګه یې پر خپل پراختيايي بهير کنټرول له لاسه ورکړ.

د سولې او پراختيا لپاره د چين هڅې د عصريتوب لپاره د مخ پر ودې هېوادونو له هيلو سره همغږې دي. د چين نوښتونه او وړاندیزونه په انساني ارزښتونو کې د پام وړ پرمختګ ښکارندوی دي، بريالۍ پراختيا یې د بشري ودې پر وړاندې د مسووليت منلو نښه ده او د پراختيا لپاره نوی مسير وړاندې کوي.

د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې د خپلواک سوله ييز بهرني سياست پلي کولو او د ګډ برخليک انساني ټولنې رامنځته کولو ته د چين پر ژمنتيا ټينګار وکړ. د غونډې په بيانيه کې د نړيوالې پراختيا د نوښت، د نړيوال امنيت د نوښت او نړيوال تمدني نوښت لپاره پر هڅو ټينګار شوی تر څو د څو قطبي برابرې منظمې نړۍ او ځانګړي اقتصادي نړيوالتوب له واقع کېدو سره مرسته شي.

د چيني عصريتوب د پرمخ بېولو لپاره د هر اړخيزو ژورو اصلاحاتو د پروسې له لارې چين غواړي چې د لوړې کچې اداري پرانيستنو پر مټ د نړيوال کېدو يوه نوې څپه رهبري کړي، له نړيوالو لويديځو هېوادونو سره د همکاريو له لارې د نړيوال اقتصاد بڼه بدله کړي او د متقابلو ګټو او ټولشمولتيا پر ځانګړنو سنبال د نړيوالتوب نوی مسير پرانيزي.

Previous Post

په چین کې بهرنيو ډيپلوماټانو د ورېښمو لارې هنري نندارتون ستاینه وکړه

Next Post

کندهار کې په سختې خوارځواکۍ د ۱۷ زرو اخته ماشومانو درملنه شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کندهار کې په سختې خوارځواکۍ د ۱۷ زرو اخته ماشومانو درملنه شوې

کندهار کې په سختې خوارځواکۍ د ۱۷ زرو اخته ماشومانو درملنه شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هرات کې د جامع جومات ځینې برخې مرمت او بیارغول شوي

هرات کې د جامع جومات ځینې برخې مرمت او بیارغول شوي

اکتوبر 27, 2024
مککینزي: د خپلو ټولو پرېکړو په اړه له افغان حکومت سره مشورې کوو

مککینزي: د خپلو ټولو پرېکړو په اړه له افغان حکومت سره مشورې کوو

سپتمبر 13, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved