چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين او افريقا به يو ځای د عصريتوب پر لور ګامونه واخلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 6, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۴ کال د چين او افريقا همکاريز فورم سرمشريزه د سپتمبر په ۵مې نېټې په بېجينګ کې پرانېستل شوه. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دغې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې اعلان کړی، چې هېواد به یې له ټولو سياسي اړيکو لرونکو افريقايي هېوادونو سره ستراتيژيکه ملګرتيا نوره هم ټينګه کړي، د افريقا له لويې وچې سره به د هر موسم د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي، په شپږو برخو کې به ورسره د عصري کېدو چارې پرمخ بوځي او لس همکاريز عمليات به ورسره پلي کړي.

رئيس شي جين پينګ د دواړو خواوو د عصري پرمختګ لوری او لارې روښانه کړې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين او افريقا د مختلفو ټولنو شخصيتونو د بېجينګ دغه سرمشريزه په نوې زمانې کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ يوه مهمه پېښه بللې ده.

د بوتسوانا ولسمشر موکګويتسي ماسيسي د سپتمبر ۵مه نېټه د افريقا او چين د اړيکو يوه تاريخي ورځ بللې او د افريقا په اړه د رئيس شي جين پينګ پر اعلان شويو نويو تګلارو يې ډېره خوښي ښودلې ده.

د چين د عصري نړيوالو اړيکو انسټيټوټ د افريقايي چارو مسؤل ښاغلي لي ون تاو ويلي، د چين او افريقا اړيکو په اړه د رئيس شي جين پينګ وروستۍ څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې دواړه لوري به د نړيوالو اړيکو له سختو بدلونونو سره سره نوی همکاريز حالت جوړ کړي، خپلمنځي دوستي به لا نوره ټينګه کړي، همکاريزو چارو ته به دوامدار پرمختګ ورکړي او يو له بل څخه به ټينګ ملاتړ وکړي.

چين او افريقا د لوېديځو هېوادونو د عصريتوب او استعمار له امله سخت ځپل شوي او دواړه لوري پر دې اند دي، چې له لوېديځو هېوادونو د زده کړې پر ځای باید پخپله د عصريتوب ځانګړې لارې او نقشې وپنځوي.

چيني لوري د بېجينګ سرمشريزې په ترڅ کې د عصريتوب نقشه وړاندې کړې، چې بشپړ سيسټمونه لري او د لوېديځو هېوادونو د عصري کېدو په بهير کې د ځنګلونو قانون ته يې پکې ځای نه دی ورکړی، بلکې د چيني شکله عصريتوب ګټورې تجربې يې پکې ځای کړې دي.

د څېړونکو په اند، دا نقشه د چين او افريقا د ګډ پرمختګ له اړتياوو سره سمون لري او د سراسري جنوبي هېوادونو عصريتوب ته به مرستې او کومکونه برابر کړي.

نو دا نقشه به څنګه پلې کېږي؟

چيني لوري وړانديز کړی، چې چين او افريقا دې په راتلونکو ۳ کلونو کې د متقابلې مدني زده کړې، سوداګرۍ، صنعتي ځنځيرونو، متقابل پيوستون، پرمختيايي همکارۍ، طبي او روغتياي چارو، کرنې، انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې، زرغون پرمختګ او امنيتي چارو په شمول ځينو برخو کې لس همکاريز عمليات په ګډه پلي کړي.

په ياد وړاندیز کې نه يوازې د افريقايي هېوادونو اوسنۍ او بيړنۍ پرمختيايي غوښتنې په نظر کې نيول شوي، بلکې له زماني پرمختګ سره سمون لرونکو لارو ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی.

د ساري په توګه، چين اعلان کړی، د ۳۳ افريقايي هېوادونو په شمول د ټولو سياسي اړيکې لرونکو د وروسته پاتې هېوادونو پر وارداتي توکو به صفر ګمرکي تعرفه ولګوي، د افريقا منځنيو او کوچنيو تصديو د پرمختيايي وړتياوو د لوړولو پلان به پلی کړي، د افريقا د ساري ناروغيو مرکز له جوړولو څخه به ملاتړ وکړي، چې په دې سره به د مختلفو افريقايي هېوادونو اړوند توان پياوړی شي، د دواړو خواوو تصدۍ به وهڅوي، چې پانګونې وکړي او افريقا ته به لږ تر لږه ۱ ميليون کاري فرصتونه برابر کړي.

له دغو اقداماتو څخه ښکاري، چې چين د زړه له کومې د افريقايي پرمختګ ملاتړ کوي او د افريقا د پرمختيايي وړتيا له لوړولو سره مرسته کوي او افريقايانو ته واقعي ګټې رسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرېش، چې يادې سرمشريزې ته وربلل شوی او ګډون يې پکې کړی، رسنيو ته ويلي، د چين او افريقا همکاريو افريقا ته ګټې رسولي او په دغې لويې وچې کې يې له سولې او پرمختګ سره پورته مرستې کړې دي.

Previous Post

جاپان د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړوي

Next Post

افريقايي رسنۍ: د بېجينګ سرمشريزې د چين او افريقا د همکاريو لوری روښانه کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

افريقايي رسنۍ: د بېجينګ سرمشريزې د چين او افريقا د همکاريو لوری روښانه کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چارواکي: ځینې بهرنیو شرکتونو هېواد کې عملآ پانګونې پيل کړي

چارواکي: ځینې بهرنیو شرکتونو هېواد کې عملآ پانګونې پيل کړي

مې 8, 2023
د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۳۰ سلنه پر مخ تللي

د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۳۰ سلنه پر مخ تللي

جون 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ