سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين او برازيل به خپلمنځي اړيکې نورې هم نږدې کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 23, 2024
in نړیوال خبرونه
0
چين او برازيل به خپلمنځي اړيکې نورې هم نږدې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شلمې نېټې له برازيل څخه درې ورځنۍ ليدنه کړې او نړيوالو عامه افکارو ورته لوړه پاملرنه کړې ده. چين او برازيل د نړۍ په ختيځ او لوېديځ کې دوه لوی پرمختيايي هېوادونه دي او د خپلمنځي اړيکو د پورته کولو پرېکړه يې کړې ده.

روان کال د دغو دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د جوړېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی. د چين دولت رئیس شي جين پينګ او د برازيل ولسمشر لولا دا سیلوا د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پرمختګ خبرې کړي او نوې ستراتيژيکه اجماع يې رامنځته کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دواړو سیالانو پرېکړه کړې، چې د چين او برازيل د ګډ برخليک ټولنې پر بنسټ به د دوه اړخيزو اړيکو مقام لوړوي او د عادلانه نړۍ او د دواملرونکي پرمختګ لپاره به ګډې هڅې کوي او دغه راز د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز او د برازيل د پرمختګ ستراتيژي به سره پيوست کړي.

شنونکي د چين او برازيل د اړيکو لوړتيا د دوه اړخيزو اړيکو نوی پيل بولي او پر دې اند دي، چې دواړه هېوادونه د راتلونکي پرمختګ په اړه ګډې هيلې لري او غواړي د انسانانو د راتلونکي مسئوليت هم پرغاړه واخلي، چې له دې څخه د دواړو هېوادونو د اړيکو نړيوال، ستراتيژيکي او دايمي اهميت ښکاري.

اوسمهال نړيوال حالات په چټکۍ بدلون مومي او نوې ننګونې او بدلونونه پکې پر له پسې رامنځته کېږي او دغه راز د نړۍ په سراسري جنوب کې پرمختيايي هېوادونه د خپل پرمختګ په لټه دي.

چين او برازيل دواړه مهم ځواکونه دي او اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والی خپل مهم هدفونه بولي. دغه دواړه هېوادونه به د خپلمنځي اړيکو د لوړېدو په نوي پيل کې د راتلونکو پنځوسو کالونو کوم ډول نقشه وپنځوي؟

چين او برازيل به ګډ برخليک او ګډې دندې ولري، ګډ پرمختګ به ومومي او د ننګونو پر وړاندې به يو ځای مقابلې وکړي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چين او برازيل د راتلونکو اړيکو په هکله څلور وړانديزونه کړي، چې له مخې به يې دواړه هېوادونه پر متقابل ستراتيژيکي اطمينان ټينګار ولري، د پرمختګ ستراتيژۍ به سره ونښلوي او نړیواله سوله او عدالت به وساتي او په ګډې همکارۍ به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

شي جين پينګ په دغو وړانديزونو د دواړو هېوادونو د ګډ برخليګ ټولنې د جوړولو لوری روښانه کړی دی. د برازيل ولسمشر لويز اناسيو لولا دا سيلوا ويلي، چې شي جين پينګ له برازيل څخه د ليدنې په درشل کې د دواړو هېوادونو د اړيکو نوې پاڼه پرانيستلي ده.

پرمختګ د ټولو مسئلو د حل کيلي او هم د پرمختيايي هېوادونو هيله ده.

په وروستيو کلونو کې د برازيل زرګونو کورونو ته پاکه انرژي برابره شوې، نوې نظريې او ټېکنالوژۍ یې په کرنيزو چارو کې استفاده شوې دي.

چين او برازیل د نوي پرمختګ په برخو کې همکارۍ کړي، د پرمختګ ستراتيژۍ يې سره نښلولي او برازیل ته یې سترې اقتصادي او ټولنيزې ګټې رسولي او د پانګونې فرصتونه يې ورته برابر کړي دي.

دواړو مشرانو پر خپلمنځي واقعي همکاريو نورې ژورې تبادلې هم کړې دي.

شنونکي د چين او برازيل د مشرانو د اوسنۍ لېدنې بله مهمه لاسته راوړنه دا بولي، چې د چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له وړانديز سره د برازیل د يو لړ ملي پلانونو د پيوستون سندونه لاسليک شوي، چې دا به د دواړو هېوادونو د همکاريو کيفيت لوړتيا او د عصري کېدو بهير چټکتيا وهڅوي او د چين او لاتيني امريکا ترمنځ به د هراړخيزو همکاريو سويه لوړه کړي.

د چين او برازيل اړيکې له دوه اړخيز چوکاټ څخه پورته شوي او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا لپاره رغنده رول لوبوي

دا ځل چين او برازيل په يوه خوله ويلي، چې د ملګرو ملتونو، شل جي او برېکس په شمول څو اړخيزو ميکانيزمونو کې به همکارۍ پراخې کړي او د لوږې او بېوزليتوب د کمولو، د سيمه ايزو نښتو، د اقليمي بدلون، د انټرنېټ د خونديتوب په شمول عنعنوي او غير عنعنوي برخو کې به د امنيتي ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي.

 خلک باور لري، چې چين او برازيل يو بل ته نږدې شوي او دواړه هېوادونه به د نړۍ په سراسري جنوب کې د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې خوندي وساتي او د نړۍ د سولې او پرمختګ د ساتلو قوت به نور هم پياوړی کړي.

Previous Post

د کابل ګلدرې ولسوالۍ نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Next Post

د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د چين او نړۍ د انټرنېټي پرمختګ راپورونه خپاره کړل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د چين او نړۍ د انټرنېټي پرمختګ راپورونه خپاره کړل

د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د چين او نړۍ د انټرنېټي پرمختګ راپورونه خپاره کړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د خبریالانو ملاتړ ټولنه: رسنۍ دې د حکومت خبرونه تحریم کړي

د خبریالانو ملاتړ ټولنه: رسنۍ دې د حکومت خبرونه تحریم کړي

جنوري 2, 2021

جاو له جي به قزاقستان او روسيې ته سفر وکړي

مې 22, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ