چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين به د اسيا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 2, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چين به د اسيا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په لومړۍ نېټه د کوريا جمهوريت په ګيونګجو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان(APEC) د مشرانو د ۳۲مې غيررسمي غونډې  د کوربتوب حق د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی او اعلان يې کړی چې هېواد به يې د راتلونکي کال په نومبر کې د کونګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې د دې سازمان د مشرانو ۳۳مه غير رسمي غونډه تر سره کړي. هغه په دې غونډه کې ډاډ څرګند کړی چې چين غواړي له دې فرصت څخه په استفادې له اړوندو خواوو سره د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډې ټولنې د ابادۍ او د دې سيمې د پرمختيا او سمسورتيا د پرمخبېولو لپاره ګډې هڅې وکړي. ګډون کوونکي مشران دې ته په تمه دي چې د دې سازمان په اړه د چين له خوا جوړېدونکې غونډه په بريالۍ توګه تر سره شي. د امريکا او چين د همکارۍ صندوق اجرائيوي رئيس جون ميله واټ سي اېم جي ته ويلي چې چين د اسيا او ارام سمندر سيمې د خلکو پر ګټو تمرکز کوي او تل د ورخلاصون او همکارۍ هڅه کوي.هغه دې ته په تمه دی چې په نوي کال کې چين  د ورخلاصون په پراخوالي سره د دې سيمې پرمختګ ته حياتي ځواک ور وبښي.

روان کال د ايپيک غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په نړۍ کې ډېر نوي بدلونونه راغلي دي. يو اړخيزم او سوداګرۍ ساتونکې کړنې سختې شوې او د تعرفو او سوداګرۍ جګړې ډېرو هېوادونو ته پراخې شوې او د يادې سيمې په پرمختګ کې د بې ثباتۍ عوامل مخ په زياتېدو دي. د دې ترڅنګ ځينو جيوپوليتيکو عواملو هم پر دې سيمې سيوری غوړولی دی نو د دې حالت پر وړاندې اړوندې خواوې د چين اواز ته سترګې په لاره دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

څومره چې ستونزې ډېرېږي، په هماغه اندازه باید ګډې همکارۍ زیاتې کړو.

رئيس شي جين پینګ د دې غونډې په لومړي او دويم پړاو کې دوه ځله مهمې ويناوې کړې او د دې سازمان د صنعت او سودا ګرۍ  په سرمشريزه کې يې کتبي ويناوې کړې دي. هغه په دې سرمشريزه کې د دې سيمې د پرانيستي اقتصاد د پرمختګ په هکله پنځه فقيره ييز وړانديز کړی، د ډيجيټلي کېدو او مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ لپاره د سيمې اقتصادونه يې هڅولي چې پر زرغون پرمختګ، ګډو ګټو او مشارکت ټينګار ولري او له حياتي ځواک او انعطاف پذيرې څخه ډکو سيمه ييزو همکاریو له لارې د نړۍ لپاره د ليدو وړ خدمتونه وکړي. شنونکي وايي چې د چين له خوا د ايپيک د کوربتوب حق د تر لاسه کولو پر مهال د رئیس شي ويناوې پر ورخلاصون او همکارۍ تمرکز کوي چې دا د اسيا او ارام سمندر او ان د نړۍ د پرمختګ، همکارۍ او د ننګونو د مخنيوي لپاره مهم اهميت لري.

د اسيا او ارام سمندر سيمې نفوس د نړۍ د عمومي نفوس يوه په درېیمه برخه نيسي او اقتصادي اندازه يې د نړيوال اقتصاد د عمومي اندازې په سلو کې شپېته برخه جوړوي او د نړيوالې سوداګرۍ د عمومي ارزښت نيمه برخه هم نيسي. نو دغه سيمه د نړيوال اقتصاد له حياتي ځواک څخه ډک پرمختیايي کمربند ګڼل کېږي. د سوداګرۍ ساتونکې کړنې د ډېرېدو په حال کې د اسيا او ارام سمندر اقتصادونه څنګه ستونزې لرې کړي او د همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي؟ رئيس شي جين پینګ د اسيا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د ابادۍ او د اقتصاد د نړيوال کېدو د پرمخبېولو له پلوه د يادو ستونزو د لرې کولو لپاره لوری روښانه کړی دی.

دا د پاملرنې خبره ده چې رئيس شي جين پینګ په دې غونډې کې څو ځلې د چين او نړیوال اقتصاد ترمنځ د نږديو اړيکو یادونه کړې ده او ويلي يې دي چې  د چين پرانيستې دروازه به لا پراخه کړي، که له چين سره په يو لوري کې ګامونه پورته کړي، نو لا زیات فرصتونه به ومومي. که پر چين باور ولري، نو هغوی به پر راتلونکې باور ولري. که څوک په چين کې پانګه واچوي، نو د روښانه راتلونکې د برابرولو لپاره به پانګه واچوي. دغه ادعاوې د دې ښکارندويي کوي چې چين د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره ټينګ هوډ لري.

په وروستيو کې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په څلورمه عمومي غونډه کې د ۱۵م پنځه کلن پلان د جوړولو وړانديز تصويب شوی او پکې ډاډ څرګند شوی چې چين به د ورخلاصون د پراخوالي له لارې ژورو اصلاحاتو ته ادامه ورکړي او باکيفيته پرمختګ به پرمخبوزي. دې بيان د دې سيمې او نړۍ لپاره نوي فرصتونه راوړي دي.

Previous Post

عمري: د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره له ټولو امکاناتو ګټه اخلو

Next Post

په یوراګوي کې د “نوښت، پرانیسته او ګډ پرمختګ” په عنوان نړیوال ډیالوګ ترسره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

په یوراګوي کې د "نوښت، پرانیسته او ګډ پرمختګ" په عنوان نړیوال ډیالوګ ترسره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چک يوه موسسه په افغانستان کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړوي

د چک يوه موسسه په افغانستان کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړوي

مې 19, 2023
تر کوچني اختره وروسته هېواد کې د کاسا زر پروژې کار پیلېږي

تر کوچني اختره وروسته هېواد کې د کاسا زر پروژې کار پیلېږي

اپریل 1, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ