چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين به له عربي هېوادونو سره د لا روښانه راتلونکي د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 30, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چين به له عربي هېوادونو سره د لا روښانه راتلونکي د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

مصر د ۱۹۵۶م کال د مې په دېرشمه نېټه له چین سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې او لومړی هغه عربي هېواد ګرځېدلی چې له چین سره یې ديپلوماتیکې اړيکې ټينګې کړې وې. په دې سره يې د چین او عربي هېوادونو ترمنځ  د اړيکو نوی باب پرانيستی دی. چین او عربي هېوادونو له اوياوو کلونو راهيسې په پر له پسې توګه عنعنوي دوستي لا ټينګه کړې، خپلمنځي همکارۍ يې لا پياوړې کړې، د خلکو ترمنځ تګ راتګ يې لازيات کړی او د عصري کېدو په لور يې ګډ ګامونه پورته کړي دي. دواړو خواوو له دې لارې هغه کيسه ويلې چې که څه هم د هېوادونو ترمنځ واټن ډېر لرې دی، خو لاهم د ګاونډيانو په څېر يو له بل سره چلند کوي. دا هم يو له بل سره د مرستو، د مساواتو پر بنسټ يو بل ته د ګټو رسولو او يو له بل څخه د تجربو د زده کولو د ټولشمولې او دوستانه روحيې ښکارندويي کوي.

عربي متل دی چې وايي، څوک چې په ستونزمن حال کې درسره مرسته کوي، هغه واقعي دوست دی. عربي هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د نوي چین د حقه څوکۍ د بیا نيولو په برخه کې له چين څخه قوي ملاتړ کړی و. د دې ترڅنګ چین د ملي حاکميت او قومي حقونو د ساتلو په برخه کې له عربي هېوادونو څخه او د قومي حقه حقونو د بیا تر لاسه کولو لپاره له فلسطينانو څخه ټينګ ملاتړ کړی او کوي يې. له اوياوو کلونو راهيسې چين له عربي هېوادونو سره د ملي خپلواکۍ او قومي سمسورتيا د ګټلو په لور يو له بل سره ملاتړ کړی، په ګډه يې ستونزې حل کړې، په نړيواله اقتصادي او سياسي صحنه کې يې يووالی او همکارۍ پياوړې کړې او ګډ برياليتوب ته د رسېدو لپاره يې هڅې کړې چې د پرمختيایي هېوادونو د همکاريو نمونه يې جوړه کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د هر اړخيزو همکاريو، ګډ پرمختګ او راتلونکي پر بنسټ د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو له ټينګښت څخه په نوې زمانه کې د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې تر ابادۍ پورې دوه اړخيزو اړيکو په وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو برخو کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي. چين په مسلسلو څو کلونو کې د عربي هېوادونو لومړی سوداګريز همکار ساتلی دی، دواړو خواوو په ټولو برخو کې د کمربند او لارې په تړاو همکاريز سندونه لاسليک کړي، د انرژيو په برخه کې يې همکارۍ لا پياوړې کړې، د بنسټيزو تأسيساتو د رغولو په برخه کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او د ډيجیټلي اقتصاد، زرغون پرمختګ، مصنوعي ځيرکتيا او نوې انرژۍ په نوې سمسورو برخو کې يې دوه اړخيزو همکاريو ته دوام ورکړی دی. دغه راز د چين د نوې انرژې موټرونو، نساجي توکو او جامو او عصري تخنيکي توليداتو د عربي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي اړتياوې پوره کړې دي. البته د عربي هېوادونو ځانګړي کرنيز تولیدات، لاسي هنري توکي او کيمياوي توليدات هم د چين په بازار کې د هرکلي وړ ګرځېدلي دي. دوه اړخيزې همکارۍ له حياتي ځواک څخه برخمنې دي او ډېر امکانات لري . خلک يې په دې سره لا نېکمرغه ژوند خپلوي.

چين او عربي هېوادونه ژور او ځانګړي تاريخي کلتورونه لري چې پکې زر کلن تمدني پوهه ښکارېږي. دواړه خواوې يو د بل کلتورونه خوښوي او يو له بل څخه د تجربو زده کړه کړې، تمدني ډيالوګ  يې ګډ هڅولی او د نړیوالو تمدنونو تنوع يې ساتلې چې د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ د تبادلې او زده کولو نمونه يې هم جوړه کړې ده. په وروستيو کلونو کې د چيني ژبې زده کولو په عربي هېوادونو کې د هرکلي وړ ګرځېدلې ده او په دې سره لازياتو عربي ځوانانو د چيني ژبې زده کړه کړې او د چين په اړه معلومات يې ترلاسه کړي دي. په ورته مهال له عربي کلتور، ادبیاتو، خوړو او هنر سره د چينايانو علاقه  هم مخ په زياتېدو ده. د چين او عربي هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې ورځ تر بلې لا پياوړې شوې چې له امله يې د خلکو ترمنځ دوستي  او  د دوه اړخيزو اړيکو ولسي بنسټ لا ټينګ شوی او د دغو اړيکو د پرمختګ لپاره دايمي پرمخ بېوونکی ځواک برابر شوی دی.

اويا کلونه تېر شوي دي چې دا تاريخي کیسه ده، بلکې نوی پيل هم دی. چين به له عربي هېوادونو سره په ګډه د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته ادامه ورکړي او نه يوازې خلکو ته به لازياتې ګټې ورسوي بلکې د نړيوالې سولې، پرمختګ، د انساني تمدن او ترقۍ لپاره به لا زيات مثبت ځواک او ډاډ برابر کړي.

Previous Post

کابل ښاروالۍ ته؛ د شپږو ښارګوټو ځمکې سپارل شوې دي

Next Post

د چین د شن جو ۲۲م نمبر انسان وړونکې بېړۍ ځمکې ته ښکته شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چین د شن جو ۲۲م نمبر انسان وړونکې بېړۍ ځمکې ته ښکته شوې

د چین د شن جو ۲۲م نمبر انسان وړونکې بېړۍ ځمکې ته ښکته شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Craps Game Strategy Uk

سپتمبر 8, 2025
امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر له ۵۷۵ زرو واوښت

امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر له ۵۷۵ زرو واوښت

اپریل 30, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ