چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين به په نوي کال کې نړيوال ته نوي فرصتونه برابر کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 15, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د اقتصادي کارونو مرکزي غونډه د دسمبر له يوولسمې نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. په چين کې د جرمني د کارچير شرکت عمومي مدير تانګ شياو دونګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې په دې غونډه کې د چين د حکومت موخه ټاکلې او  د هېواد د اقتصاد د ثابت پرمختګ د ساتلو لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. د پاملرنې وړ خبره دا ده چې چين به لا مثبته او اغيزناکه تګلاره غوره کړي او کورنۍ اړتياوې به زياتې کړي چې همدا په چين کې د بهرنيو تصديو لپاره ډېره مهمه ده.

نړيوال هم پر دې ښه پوهیږي چې دغې مهمې غونډې نه يوازې د چين خپلو چارو ته پام اړولی بلکې په نوي کال کې به د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره نړيوالو ته هم نوي فرصتونه برابر کړي. روان کال د نړيوال اقتصاد پرمختګ په ټيټ سرعت سره ساتل شوی او په نړيوال جيوپوليتيک وضعيت کې د بې ثباتۍ عوامل زیات شوي دي. دغه راز ځينو هېوادونو د سوداګرۍ د ساتلو کړنې ډېرې کړې چې دې کار نړيوالې سوداګرۍ او د پانګونو زياتوالي ته زيانونه رسولي دي. که څه هم نړۍ کې ګډوډۍ رامنځته شوې، خو دغې غونډې ثابتې نښې نښانې ښودلې دي. د بهرنيو خبري رسنيو په اند په نوي کال کې به چین په لا فعالې رويې سره له اقتصادي ننګونو سره مبارزه وکړي او د اقتصادي پرمختګ د ساتلو لپاره به هڅې وکړي چې همدا به خپل اقتصاد ښه کړي بلکې پر نړيوال بازار به هم ژوره اغيزه وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د هرې موخې تر سره کېدل د هڅو پر بنسټ وي.د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سږنۍ عمده موخه به پوره شي چې لاسته راوړنه يې اسانه نه دي. د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چین د کورني توليد عمومي ارزښت پرمختيایي انډول د نړۍ په  عمده اقتصادونو کې مخکښ مقام نيولی او د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې يې صادراتي او وارداتي ارزښت د تېرو څو کلونو د همدې مودې په پرتله زيات شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. د دې ترڅنګ د نوي کيفیت توليدي ځواک يې هم په نړۍ کې په مخکښې سويې سره ساتل شوی دی.

دغه حقيقت دا ثابتوي چې د اوږدې مودې لپاره د چين د اقتصاد د ښه کېدو تمايل نه دی بدل شوی او چين لاهم په نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ د مهم انجن په څېر رول لوبولی دی.

د نړيوال اقتصاد په تړاو يوه مهمه کلمه وړاندوينه ده. چين به لا مثبته او اغيزناکه تګلاره غوره کړي چې همدا به  د خلکو لپاره مثبته وړاندوينه وي.په دغې غونډې کې ګډونوالو پر دې ټينګار کړی چې هېواد به يې لا مثبته مالي تګلاره او د پيسو نسبتأ ناټړلې پاليسي غوره کړي. تر څه باندې لسو کالو وروسته د چین حکومت د پيسو نسبتأ ناټړلې پاليسي ياده کړې چې دا هم د هېواد په لر او بر کې د پاملرنې وړ شوې ده. د ځينو بهرنيو خبري رسنيو د شننو له مخې دغو تګلارو د بېلا بېلو خواوو باور لا ټينګ کړی او دا د چین د اقتصادي پرمختګ د ښه کېدو لپاره ګټور دی.

بله د پام وړ خبره دا ده چې د چین حکومت په راتلونکي کال کې په نهو برخو کې مهمې دندې ټاکلې دي چې تر هر څه لومړی يې د مصارفو هڅول، د پانګونو د ګټو زياتوالی او د کورنيو اړتياوو هر اړخيز پراخوالی دی. د (Internationale Nederlanden Group)) په نوم د هالنډ ګروپ شنونکی د مصارفو د هڅولو په اړه د چين غوښتنه يوه ښه نښه بولي او په وينا يې دا به د بازاري باور د ټينګښت په ګټه وي.

کله چې د چين اقتصادي ځانګړتياوې يادوو، د نوي کيفيت توليدي ځواک يوه کليدي کلمه بولو. دغه کلمه هم په راتلونکي کال کې په مهمو اقتصادي دندو کې شامله شوې ده او د غونډې د روحيې په رڼا کې د چین حکومت بايد د ساينسي او تخنيکي نوښت له لارې د دغه ځواک لا پياوړتيا ته لارښوونه وکړي او عصري صنعتي سیستم دې اباد کړي. شمېرنه ښيي چې د چين د نوي کيفيت توليدي ځواک د چټک ټينګېدو په حال کې دی او په نړۍ کې د ابتکاري ځواک په تړاو د چين مقام هم يوولسم ته لوړ شوی دی.( The Economist) ويبسايټ په وروستيو کې په خپلې مقالې کې ليکلي چې په چين کې د ډېرو نړيوالو تصديو څېړنيز ارګامونه د نوښت مرکزونه ګرځېدلي دي.

د لا فعال پرمختيايي تمايل تر شا په لوړې سويې سره  د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو ټينګه اراده به تل وي او تل به د بېلا بېلو هېوادونو د تصدو هرکلی وکړي چې له چینايي تصديو سره پرمختيايي فرصتونه شريک کړي.

Previous Post

په ۷۲ ساعتونو کې له ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال ایستل شوي

Next Post

د ایټالیا له ولسمشر ماتاریلا سره د چین میډیا ګروپ ځانګړې مرکه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د ایټالیا له ولسمشر ماتاریلا سره د چین میډیا ګروپ ځانګړې مرکه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د لوړو زده کړو وزیر؛ محصلین دې له سیاسي فعالیتونو ځان وساتي

د لوړو زده کړو وزیر؛ محصلین دې له سیاسي فعالیتونو ځان وساتي

اپریل 20, 2026
د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين صادرات او واردات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲.۵ زياتوالی ښيي

د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين صادرات او واردات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲.۵ زياتوالی ښيي

جون 9, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ