چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين د اقتصاد په تول کې؛ درېيم نړيوال وارداتي نندارتون، موخې او ګټې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 4, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين د اقتصاد په  تول کې؛ درېيم نړيوال وارداتي نندارتون، موخې او ګټې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين په داسې حال کې درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيست، چې نړۍ لا د کرونا په څپو کې ګير ده.

اقتصاد د انسان په ژوند کې تر ټولو مهم دی، په دې معنا چې که اقتصاد کمزروی وي نو تل به نورو ته اړ وي او که اقتصاد يې قوي وي، تل به خپلواک او مستقل وي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

همدا خبره د هېوادونو لپاره هم صدق کوي، د اقتصاد پوهانو په باور سياسي خپلواکي هغه مهال ممکنه ده چې يو هېواد له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا وي او اقتصادي بسيا هېوادونه لوړوي او آن د نړۍ د مهمو معادلاتو په ټاکلو کې يې ونډه او رول ثابتېږي.

د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو مهم شرط د صادراتو زياتېدل دي او دغه راز د صادراتو د زياتېدو لپاره بيا په طبيعي ډول د خامو موادو واردولو ته اړتيا پيدا کېږي.

صادرونکي هېوادونه هغو ته ويل کېږي چې نورو هېوادونو ته خپل توليدات،  خام مواد، زراعتي او سمندري محصولات، خوراکي توکي،  تخنيکي او ټکنالوژيکي وسايل او نور…  استوي.

دغه راز واردونکي هېوادونه بيا هغو ته ويل کېږي چې پورته ياد شوي مواد له نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي.

خو د ځينو هېوادونو توليد او صادرات  دومره زيات وي چې اړ وي د خپلو توليداتو لپاره له نورو هېوادونو څخه خام مواد ترلاسه کړي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون موخه او اړتيا

د چيني او نړيوالو اقتصادي سرچينو له مخې د چين توليدات له ډېرې مودې راهيسې د نړۍ ټولو سيمو ته صادرېږي او له امله يې اقتصادي وده ورځ په ورځ وده مومي او اوسمهال له امريکا وروسته دويم اقتصادي قدرت ګڼل کېږي.

چين اوس غواړي چې په اقتصادي ډګر کې لومړی مقام خپل کړي او يا لږ تر لږه خپل مقام وساتي او ددې لپاره اړ دی چې په خپل هېواد کې بهرنيو پانګوالو ته د پانګې اچولو او سوداګريزې راکړې ورکړې شرايط آسانه کړي چې په همدې لړ کې يې په ۲۰۱۸ کال کې په شانګهای کې لومړی نړيوال وارداتي نندارتون پرانيست او د نړۍ ګڼ شمېر مشهورو تصديو او هېوادونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړل.

چين دغه نندارتون تېر کال هم ترسره کړ او سږ کال يې درېيم ځل لپاره هم د نوامبر په ۴مه پرانيست.

دا په دې معنا ده چې چين غواړي دغه نندارتون هر کال پر ټاکلې نېټې ترسره او نړيوالو سره د سوداګريزو راکړو ورکړو چارې آسانه کړي.

چين چې د نړۍ کابو پنځمه برخه وګړي پکې ژوند کوي، په دې معنا ده چې دغه هېواد  لوی مصرفي بازار دی او په هماغه کچه چې نړۍ د چين توليداتو ته اړتيا لري، چين هم د نړۍ بېلا بېلو محصولاتو، په ځانګړې توګه خوراکي توکو، جامو، خامو موادو او داسې نورو… ته اړتيا لري او همدارنګه نړۍ په ځانګړې توګه صادرونکو هېوادونو لپاره هم د چين بازار اهميت لري او غواړي چې خپل محصولات دلته وپلوري، نو ويلای شو چې چين غواړي هم د نړۍ پام جلب کړي او هم د ځان لپاره د سوداګريزو معاملو او راکړو ورکړو مناسب بازار پيدا کړي.

د افغانستان لپاره ددغه نندارتون اهميت

No description available.

دا چې افغانستان په وچه کې ګير هېواد دی او سمندر ته لار نه لري او له بلې خوا يې د اوږدې جګړې له امله اقتصادي بنسټونه ډېر کمزوري شوي، نو ځکه د چين په شان لوی بازار چې له افغانستان سره ګډ سرحد هم لري، د پام وړ اهميت لري.

د معلوماتو له مخې د ياد نندارتون په تېرو دوو پړاونو کې افغان محصولات په ځانګړې توګه  لاسي صنايع او  زراعتي محصولات هم  نندارې ته وړاندې شوي او سږ کال هم افغان سوداګرو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې تر څو هم د خپلو محصولاتو لپاره د فروش مناسب بازار پيدا کړي او هم افغانستان د اړتيا وړ محصولات پيدا او وارد کړي.

ليکنه:  اعظم منور

Previous Post

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۸۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

Next Post

رحماني:د صالح د ساتونکو شمېر د پوهنتون تر ساتونکو ډېر دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
رحماني:د صالح د ساتونکو شمېر د پوهنتون تر ساتونکو ډېر دی

رحماني:د صالح د ساتونکو شمېر د پوهنتون تر ساتونکو ډېر دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پلچرخي زندان ځینو بندیانو اعتصاب کړی

د پلچرخي زندان ځینو بندیانو اعتصاب کړی

اپریل 8, 2020
انتونیو ګوترېش د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه بېجینګ ته ورسېد

انتونیو ګوترېش د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه بېجینګ ته ورسېد

اگست 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved