د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اګست د ۳۰مې نېټې په سهار د بېجینګ د پلازمېنې نړیوال هوایي ډګر ته راورسېد. هغه به د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې چې په تیانجین ښار کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.
سرمنشي ګوترېش څو ځله چین ته سفر کړی دی. تېر کال هغه د ځانګړي مېلمه په توګه د چین ـ افریقا د همکاریو فورم د بېجینګ سرمشریزې کې ګډون وکړ. په ۲۰۲۴ کال کې ګوترېش د شانګهای همکاریو سازمان د استانې سرمشریزې کې هم ګډون کړی و.
چین د ملګرو ملتونو له بنسټ ایښودونکو غړو څخه دی او لومړی هېواد و چې د ملګرو ملتونو د منشور په سند کې یې لاسلیک وکړ. د ۱۹۷۱ کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه، د ملګرو ملتونو د ۲۶مې دورې عمومي اسامبلې ۲۷۵۸م پرېکړه لیک تصویب کړ چې د چین د ولسي جمهوریت ټول قانوني حقونه یې بیا وپېژندل او د چین د ولسي جمهوریت د حکومت استازی يې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د یوازیني قانوني استازي په توګه منلی دی.










