د جاپان د تیري پر ضد د چینایانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریاليتوب د ۸۰مې کلیزې د یادغونډې مطبوعاتي مرکز د اګست په ۲۹مې نېټې لومړۍ خبري ناسته ترسره کړې. په دې ناسته کې د چين د ډیموکراتو ګوندونو د مرکزي کمېټو مسؤلینو د يادې جګړې په اړه پېژندنه او ليدلوري بیان کړل.
د چين د ګوميندانګ انقلابي کمېټه چې د چین له ډیموکراټیکو ګوندونو څخه ده د مرکزي کمېسيون مرستیال رئیسې يې وویل، د چین کمونېست ګوند تر لارښوونې او مرستې لاندې، د ګوميندانګ انقلابي کمېټې د میلیونونو چینایانو سره یو ځای د بهرني یرغل پر وړاندې سخته مبارزه وکړه. دا نه یوازې د چینایانو نه ماتېدونکې روحیه وښوده، بلکې هغه تاریخي انځور یې هم وړاندې کړ چې پکې د چین کمونېست ګوند، ډیموکراتيکو ګوندونو او غیر ګوندي افرادو په ګډه خپل ملي هویت او هېواد ساتلي دي. سربېره پر دې، دا جګړه د چین کمونېست ګوند مهم رول هم څرګندوي او دا ښيي چې دغه ګوند تل د چینایي ملت د بیا سمسورتيا لپاره اراده او ماموریت لري.
د چین د بزګرانو او کارګرانو ډيموکراتيک ګوند مرکزي کمېټې مرستیال رئیس وانګ لو وویل، د ۸۰ کلونو مخکې د دغه جګړې د بريا کیلي لامل دا و چې د چین کمونېست ګوند اصلي رول ولوباوه. د چین کمونېست ګوند د چینایي خلکو په لارښوونې د ستر مقاومت روحيه رامنځته کړه. دغه روحیه به تل چینايان وهڅوي، چې بېلابېلې ستونزې او خنډونه لرې کړي او د ملت د بیا سمسورتيا لپاره مبارزه وکړي.
د چین جي ګونګ ګوند د مرکزي کمېټې مرستیال رئیس لو ګوه یي وویل، دغه ګوند به د شي جين پینګ په مرکزيت د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر څنګ ټينګ ولاړ وي، د ملي ګټو لپاره به کمونېست ګوند تعقیب کړي، په بهرنيو هېوادونو کې چيني اتباع او چيني الاصله بهرنيان به وهڅوي چې د هېواد لپاره خدمتونه وکړي، دغه راز ټول لر او بر چینايان به راټول کړي، څو له پوهو او بصیرت څخه په استفادې د هېواد د ابادۍ او د ملت د سمسورتيا لپاره نوي خدمتونه وکړي.











