چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين د بشري حقونو د مديريت په برخه کې د نړۍ لپاره اغېزناک خدمتونه کړي او کوي يې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 13, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چين د بشري حقونو د مديريت په برخه کې د نړۍ لپاره اغېزناک خدمتونه کړي او کوي يې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۶م کال د نړۍ د بشري حقونو د مديريت لوړ پوړی فورم د جون له يوولسمې نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې په بېجینګ کې تر سره شو. تر دې وړاندې د چين د بشري حقونو څېړنيزې ټولنې، د چين د بشري حقونو د ښوونې او روزنې دولتي ادارې په ګډه ((۲۰۲۱-۲۰۲۵ کال، د چين د بشري حقونو د عملي پلان د پلي کولو د ارزونې راپور)) خپور کړ. راپور ښيي چې په دې پلان کې شامل شوي ۱۸۱دندې په بشپړه توګه تر سره شوې او په ۴۴ ګرافونو کې شل يې له ټاکلي وخت نه مخکې موخې ته رسېدلې دي. په دې سره د چين د بشري حقونو د ضمانت سويه  په هر اړخيزه توګه لوړه شوې ده. چين د بشري حقونو د تضمين د اقداماتو له لارې بيا نړيوالو ته ښودلي چې د بشري حقونو چارو پرمختګ باید د اقتصادي پرمختګ، مديريت او همکاريو په تکيه وموندل شي.

د چين د بشري حقونو چارو سترې لاسته راوړنې د نړۍ د بشري حقونو د چارو مهم خدمت بلل کېږي. بشري حقونه شعارونه نه  بلکې د خلکو پر نېکمرغه ژوند پسې تړاو لري. چین تل د خلکو نېکمرغه ژوند تر ټولو لوی بشري حقونه بولي او په دې برخه کې يې ډېرې هڅې کړې دي. د چين حکومت په وروستیو کلونو کې د نسبتاً شتمنې ټولنې د هر اړخيزې ابادۍ له لارې شدیده بېوزلي حل کړې، په نړۍ کې يې د ښوونې، ټولنیز ضمانت او طب تر ټولو لوی سيستمونه  جوړ کړي، د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ ته يې پرمختګ ورکړی، د ملي لږه کيو، ښځو، ماشومانو، زړو کسانو او معلولينو  حقونو تضمين او ساتنه يې کړې او د پاکو اوبو او شنو غرونو د ساتلو لپاره يې ډېرې هڅې کړې چې له امله يې د خلکو د نېکمرغۍ او خونديتوب احساسات لا پياوړي شوي دي. د چين د ولسي جمهوريت په تېره بيا د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د جوړېدو راهيسې حکومت د بشري حقونو درناوي او تضمين ته په درنه سترګه ګوري او د بشري حقونو د پرمختګ په هغه لور روان دی چې د زمانې له تمايل او د هېواد له مشخصاتو سره سمون لري. د اروپا د ساينسي او هنري اکاډمۍ غړي پیټر هرمن د چين د پرمختیايي لاسته راوړنو د ارزونې په ترڅ کې داسې ويلي چې چین په لنډو څو لسيزو کې ستر پرمختګ موندلی  او  دا يې د انسانانو د بشري حقونو په تاريخ کې يو بې نظیره کار بللی  او هم په دې اند دي چې په دې برخه کې د چين پرمختګ د بشري حقونو لپاره د زمانې اهميت لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چین د بشري حقونو د خپلو اقداماتو پر بنسټ دغه دريځ لري چې په امن کې د بشري حقونو ساتنه کوي، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له لارې بشري حقونو ته پرمختګ ورکوي، د همکاريو له لارې بشري حقونه پرمخ وړي او د نړۍ د بشري حقونو د چارو د پرمختګ او ترقۍ لپاره خپل خدمتونه کوي.

 سوله د بشري حقونو د چارو د پرمختګ مهم مخکنی شرط ګڼل کېږي. چين د سولې ساتنې په موخه د نړيوال امنيت وړانديز کړی و. ګډ، عمومي، همکاريز او دواملرونکي امنيتي افکار يې هڅولي، د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکو عملياتو کې يې ګډون کړی، د سيمه ييزو شخړو د حل وفصل لپاره يې منځګړيتوب کړی او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره يې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي. پرمختګ د ټولو ستونزو او مسئلو د لرې کولو عمومي کیلي بلل کېږي. د کمربند او لارې د باکيفيته او ګډې ابادۍ له پرمخ بېولو څخه د نړيوال پرمختګ د وړانديز په وړاندې کولو سره د نړۍ د سراسري هېوادونو د همکاريو تر ژورتيا پورې چين تل د ګډ پرمختګ له لارې د نورو هېوادونو په تېره بيا د ډېرو پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ رهبري کړې ده .د خلکو له زړه څخه زړه ته د هرې لارې د غځېدو، د خلکو د شتمنېدو لپاره د هرې لارې او د ډېرو صنعتي سيمو او باغونو په جوړېدو سره  نه یوازې په پرمختیايي هېوادونو کې هغه پرمختيايي ستونزې حل شوې چې بنسټيز تأسيسات وروسته پاتې وو او پرمختيايي پانګه يې کمه وه، بلکې پکې ډېر کاري فرصتونه هم برابر شوي چې خلک له پرمختیايي ګټو څخه برخمن شوي  او د دوی د ژوند د موجوديت او پرمختګ حقونه هم تضمين شوي دي.

چين تل د همکاريو له لارې د پرمختګ د موندلو او د پرمختګ له لارې د بشري حقونو د پرمخ بېولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او له دې لارې يې د پرمختيايي حقونو د اعلاميې کليدي ټکي پلي کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ابادۍ ته يې حياتي ځواک ورکړی دی.

روان کال د بشري حقونو د شورا د جوړېدو له شلمې کليزې سره او هم د پرمختيايي حقونو د اعلاميې د تصويبېدو له څلوېښتمې کلیزې سره برابر دی. بېلابېل هېوادونه باید له جيوپوليټيکې سياسي سيالۍ او ډله ييز مقاومت سره ټينګ مخالفت وکړي، په ګډه دې په نړۍ کې د بشري حقونو مديريت بشپړ کړي او د نړۍ د بشري حقونو چارو د لا روښانه راتلونکي د برابرولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

Previous Post

سروې: د بشري حقونو په نړیوال مديريت کې د چین مسؤلیت

Next Post

د میانمار ولسمشر مین اونګ لاینګ به چین ته رسمي سفر وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د میانمار ولسمشر مین اونګ لاینګ به چین ته رسمي سفر وکړي

د میانمار ولسمشر مین اونګ لاینګ به چین ته رسمي سفر وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جاپان: د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته افغانستان ته لېږو

جاپان: د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته افغانستان ته لېږو

دسمبر 21, 2021
طالبان جو بایډن ته؛ د جګړه غوښتونکو کړیو خبره مه منه

طالبان جو بایډن ته؛ د جګړه غوښتونکو کړیو خبره مه منه

نوومبر 10, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ