د چين د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو د علمي څېړنې د نويو مقرراتو د خپرولو فرمان لاسليک کړ.
د ياد فرمان له مخې به دغه مقررات د ۲۰۲۵م کال د مارچ په لومړۍ نېټه نافذ شي.
یاد مقررات په علمي ډول په نوي وضعيت کې د تجهيزاتو د علمي څيړنو اساسي اړتياوې او ترتيبات تنظيموي او په چين کې د پوځي تجهيزاتو د علمي څيړنيزو کارونو بنسټيز قوانین دي.










