چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين د واکسين د نړيوالې همکارۍ ژمنې په عمل کې ثابتوي

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 4, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين د واکسين د نړيوالې همکارۍ ژمنې په عمل کې ثابتوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د دولتي شورا غړی او خارجه وزير وانګ يي به د اګست په ۵مه نېټه د کرونا وبا ضد واکسين د نړيوالې همکارۍ فورم د لومړۍ غونډې مشري وکړي. دغه غونډه به په انلاين ډول تر سره شي او منځپانګه به يې د کرونا وبا ضد واکسين د نړيوالو همکاريو په پياوړتيا او په ټوله نړۍ کې د واکسين پر مساوي او عادلانه ویش ورټوله وي. په دغې ويډيويي غونډې کې به د اړوندو هېوادونو خارجه وزيران يا اړوند چارواکي او د ملګرو ملتونو په شمول د ځينو نړيوالو سازمانونو او تصديو استازي هم ګډون ولري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په مۍ مياشت کې د نړيوالې روغتيا په سرمشريزه غونډه کې د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې د ملاتړ په پار د چين ۵ تدبيرونه اعلان کړل، چې يو پکې د کرونا وبا ضد د واکسين نړيوالې همکارۍ فورم جوړېدل و. د ياد فورم د جوړېدو موخه د رئيس شي جين پينګ د کړې ژمنې پوره کول، د واکسين په اړه د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا او په ټوله نړۍ کې د واکسين د عادلانه او مساوي ويش پرمخبيول دي. چين د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد او د نړيوالې ټولنې د يو مسؤل غړي په توګه د انسانانو د روغتيا ګډې ټولنې د جوړولو په مفکورې تر ټولو مخکې واکسين عمومي توليد ګرځولی او پرمختيايي هېوادونو ته يې د کرونا وبا ضد واکسين برابر کړی دی.

مرسته منونکي هېوادونه: چين په ستونزمن وخت کې واکسين برابروي

چين له کمبوډيا سره د کرونا وبا ضد د سينوفارم شرکت جوړ ۱ ميليون دوزه واکسين مرسته وکړه او د روانې مياشتې د لومړۍ نېټې په سهار يې د دغه هيواد پلازمېنې پنوم پنې کې د کمبوډيا اړوندو چارواکو ته وسپارله.

دا ۵م ځل دی، چې چين له کمبوډيا سره د واکسين مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو ماشومانو صندوق د جولای په ۳۱مه نېټه يوګانډا ته د چين مرسته شوی واکسين وليږه. په دغه هيواد کې د م.م د ماشومانو صندوق استازي سفيلدين په خپلو خبرو څرګنده کړه، چې چين د نړۍ تر نورو هيوادونو مخکې په خپل هېواد کې د کرونا وبا خورېدل کنټرول کړي، بيا يې د واکسين د توليد په لومړيو وختونو کې مختلفو هېوادونو سره د واکسين مرستې وکړې، په تېره بيا د يوګانډا په شمول افريقايي هېوادونو ته يې زيات شمېر واکسين برابر کړی دی. دغه هيواد د کرونا وبا ضد نړیوالې مبارزې کې مهم رول لوبوي.

د چين مرسته شوی واکسين په همدې ورځ تانزانيا ته هم ورسېد. دغه راز د چين سره صليب ټولنې پر ځايي وخت د جولای په ۲۹مه نېټه د سوريې پلازمېنې دمشق ته هم واکسين وليږه.

د چين د واکسين صادراتي اندازه د اروپا په پرتله ۱۲۷ سلنه زياتوالی ښيي او د امريکا له ۸۴ چندو سره برابره ده.

بواو اسيايي فورم د جولای په ۲۹مه نېټه په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا ضد واکسين د کارولو راپور خپور کړ، چې له مخې يې چين مخ پر ودې هېوادونو ته د واکسين د برابرولو په برخه کې تر ټولو ډېر خدمتونه کړي او د مرسته او صادر شوي واکسين اندازه يې د نورو هېوادونو د واکسين عمومي حجم په پرتله ډېره زياته ده. چين تر اوسه له نورو هېوادونو سره څه باندې ۲۶ ميليونه دوزه واکسين مرسته کړې او څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته يې د ۵۰۰ ميليونو دوزو په اندازې د واکسين اومه مايع بسپنه کړې، چې دا په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا ضد واکسين د کلنۍ توليدي اندازې يو په شپږمه برخه نيسي.

د دې تر څنګ د چين په دننه کې تر ټولو زيات نفوس د کرونا وبا ضد واکسين تزريق کړی او اندازه یې ۱ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونو دوزو ته رسيږي. دغه راز په چين کې هره ورځ څه باندې ۲۰ ميليونه دوزه واکسين خلکو ته تزريق کيږي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزي اوکونجو ايويلا وايي، چې نړيوال سفرونه او سوداګري به هله اعاده شي، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واکسين په چټکۍ او عادلانه وويشل شي او خلک یې تزریق کړي. واکسين بايد په چټکۍ وویشل شي او د کرونا وبا پر وړاندې نړيواله همکاري بايد د منډې د سیالۍ په څېر وشي.

Previous Post

ناټو وایي افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او وسایل لېږي

Next Post

تېر ۲۴ ساعته؛ هېواد کې پر کرونا اخته ۲۸ تنه مړه شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
تېر ۲۴ ساعته؛ هېواد کې پر کرونا اخته ۲۸ تنه مړه شوي

تېر ۲۴ ساعته؛ هېواد کې پر کرونا اخته ۲۸ تنه مړه شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا کې د ډزو په پېښه کې ۹ تنه ټپيان شوي دي

امریکا کې د ډزو په پېښه کې ۹ تنه ټپيان شوي دي

مې 7, 2023

د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستل شو

نوومبر 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved