چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين د کرونا وبا د قوايي او ادارې تدبيرونو په تعديلولو سره نړۍ ته د ګډ پرمختګ فرصت برابروي

ليکواله: غوټۍ، د چين ميډيا ګروپ خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 10, 2023
in نړیوال خبرونه
0
چين د کرونا وبا د قوايي او ادارې تدبيرونو په تعديلولو سره نړۍ ته د ګډ پرمختګ فرصت برابروي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

   د چين حکومت د سږ کال د جنورۍ له اتمې نېټې څخه د کرونا وبا د وقايې او ادارې تدبيرونه له ( د دوهمې کچې ساري ناروغۍ پر وړاندې د لومړۍ کچې تدبير) څخه ( د دوهمې کچې ساري ناروغۍ پر وړاندې د دوهمې کچې تدبير) ته تعديل کړي دي. دا په چين کې پس له درېيو کالونو، د کرونا وبا د وقايې او ادارې په جريان کې يو ستر او مهم بدلون بلل کېږي او ډېر اهميت لري. کرونا وبا د تېرو درېيو کالونو په بهير کې پر زياتو نړيوالو چارو منفې اغېزې کړي، خو د چين حکومت له دغو اغېزو سره سره د وبا د ښه کنټرول تر څنګ خپل اقتصادي پرمختګ هم پياوړې کړی دی.

په ۲۰۲۰م کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي اندازه لس زره ميليارډو ژن مين بې يوانو ته رسېده، چې دغه رقم د ۲۰۱۹م کال په پرتله دوه اعشاريه درې فيصده زياتوالی ښوده. چين په همدې ۲۰۲۰م کال کې يوازينی عمده نړيوال اقتصاد و، چې اقتصادي وده يې مخ په زياتېدو وه.

په ۲۰۲۱م کال کې د چين د کورنيو توليداتو د عمومي اندازې د زياتوالي انډول په سلو کې اته اعشاريه څلور ته رسېدلی و، چې دغه انډول له تېرو لسو کالونو راهيسې ډېر لوړ او د نړيوال پولي صندوق او د چيني حکومت له ټاکل شوو هدفونو څخه هم زیات و.

انلاين سوداګري په همدې کال کې د چين د اقتصاد د زياتوالي عمده ټکی ګرځيدلی او د دې هېواد د کورنيو توليداتو په عمومي اندازې کې يې څلوېښت فيصده ځای نيولی و.

په چين کې د ۲۰۲۲م کال په يوولسو مياشتو کې د انلاین پرچون خرڅلاو اندازه د ۲۰۲۱م کال په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه دوه زياته وه. اټکل کيږي، چې په همدې تېر ۲۰۲۲م کال کې به د چين د اقتصاد عمومي اندازه يو سل او شل زره ميليارډو يوانو ته ورسېږي.

له دغو شمېرو څخه څرګندېږي، چې د چين حکومت د کرونا وبا د وقايې او ادارې په درشل کې د اقتصاد د پياوړتيا لپاره اغيزمن تدبيرونه نيولي او په رڼا کې يې د چين د اقتصاد قوي پټ ځواک او سالم پرمختګ ښکاره شوي دي.

   د چين د اړوندو تدبيرونو تر تعديلولو وروسته، د چين په کورنيو کې بازار لا سمسور او اباد شوی دی.

د چين د اوسپنيزو لارو ملي ادارې د تېر ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۳۰مې نېټې د نوي يا ۲۰۲۳م کال لپاره د درېيو ورځو رخصتيو په مناسبت ځانګړې ترافيکي چارې تنظيم پېل کړې وې. د مالوماتو له مخې، په چين  کې د نوي کال د درې ورځنۍ رخصتۍ په موده کې هره ورځ ۵ ميليونو او ۸۰ زرو کسانو په اورګاډيو کې تګ راتګ کړی، چې دغه رقم د ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتې د منځنۍ اندازې په پرتله ۱۰۹٪ زياتوالی ښيي.

د ۲۰۲۳م کال د پسرلني جشن لپاره د چين د انلاين سوداګرۍ فېسټېوال په لومړۍ ورځ، په چين کې د انلاين پرچون خرڅلاو عمومي اندازه ۴۵ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه پنځه زياتوالی ښيي.

په چين کې د نوي کال په درې ورځنۍ  رخصتۍ کې د فلمونو د ټکټونو د پلور ګټې ۵۵۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي، څه باندې ۱۲ ميليونو او ۵ سوو  زرو نندارچيانو په سينيما ګانو کې فلمونه کتلي دي او په همدې مودې کې د مختلفو فلمونو د نندارو شمېر له يو ميليون څخه پورته ښودل شوی دی. د نوي کال په درې ورځنۍ  رخصتۍ کې د چين د پوستي ادارو د بستو د لېږد رالېږد عمومي شمېر له ۲ ميليارډو او ۱۳۰ ميليونو څخه اوښتی و، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس فيصده زياتوالی ښيي.

له يادو شمېرو څخه څرګندېږي، چې د نوي کال په درې ورځنۍ رخصتۍ  کې د ټرانسپورټ، انلاين سوداګرۍ، سيلانۍ او رسټورانټونو په شمول د چين اقتصاد د سمسورتيا په حال کې دی او خوځنده ځواک يې نور هم پياوړی شوی دی.

ويل کېږي، چې د کرونا وبا د وقايې او ادارې په برخه کې د چين نوي تدبيرونه به د چين او نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه زمينه برابر کړي.

 د جنورۍ په اتمه نېټه، د پولنډ له وارساو څخه بېجينګ ته د CA738 نمبر الوتکه د بېجينګ نړيوال هوايی ميدان کې ښکته شوه او دا د چين د کرونا وبا د نويو تدبيرونو تر پلي کېدو وروسته بېجينګ ته لومړی نړيوال مستقيم پرواز و.

بر سېره پر دې، په چين کې د زياتو هېوادونو سفارتونو او سيلانيزو ارګانونو په خپلو ميکروبلوګپاڼو کې چيني سيلانيانو ته بلنې ورکړي، چې د پسرلني جشن په رخصتيو کې د دوی هېوادونو ته سفر وکړي. ټوله نړۍ هيله لري، چې چيني سيلانيان د بېلا بېلو هېوادونو د سيلانيزو چارو د بيا سمسورتيا لپاره خوځنده ځواک برابر کړي. له دې څخه څرګندېږي، چې چين د کرونا وبا د قوايي او ادارې تدبيرونو په تعديلولو سره نړۍ ته د ګډ پرمختګ فرصت برابروي او د چين اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ د نړيوال اقتصاد مهم اېجين او ځواک دی.

Previous Post

یان ایګلنډ: ط البانو راته ویلي چې ښځو ته بېرته د کار او زده کړو اجازه ورکړي

Next Post

جيک سلیوان د ایران په اړه د خبرو لپاره اسرائیلو ته ځي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
جيک سلیوان د ایران په اړه د خبرو لپاره اسرائیلو ته ځي

جيک سلیوان د ایران په اړه د خبرو لپاره اسرائیلو ته ځي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شین او تور چای دواړه ګټور دي

شین او تور چای دواړه ګټور دي

دسمبر 8, 2020
شي جين پينګ د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړې او د مرکزي کمېټې د سکرټر دايمي منشي ټرونګ تهي مای سره وکتل

شي جين پينګ د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړې او د مرکزي کمېټې د سکرټر دايمي منشي ټرونګ تهي مای سره وکتل

اپریل 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ