چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين د کوویډـ۱۹ ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره څه کړي؟

لیکنه: هیله؛ د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 5, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين د کوویډـ۱۹ ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره څه کړي؟

??????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ټولو ته مالومه ده، چې چين د کووېډ – ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې نه يوازې د خپل ځان، بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره هم اغېزناکې چارې ترسره کړې دي. کووېډ – ۱۹ ويروساوس پر ګردې نړۍ لمن غوړولې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان((WHO د اپريل په څلورمه نېټه یوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر ياد ويروس د اخته کسانو شمېر له يو مليون يو لک څخه اوښتی دی. د مالوماتو له مخې په همدې ورځ په امريکې  کې پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر تر نورو هيوادونو زيات ښودل شوی او شمېر يې له ۲ لکو او اوو زرو نه پورته دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د ياد ويروس له امله څه باندې ۱۱۰۰ کسان مړه شوي دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

 د امريکا ځيني سياستوال هر وخت پر چين پسې لګيدلي وي، خو په دغه شان بېړنيو حالاتو کې هم د امريکا ځيني بې ابه سياستوال د چين پر بدنامولو بوخت دي.  د امريکا مرستیال ولسمشر مايک پينس او د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په تېرو څو ورځو کې په بېلا بېلو مواردو کې پر چين تورونه لګولي او ويلي يې دي، چې چين د دغه ويروس په اړه دروغ ويلي او اړوند مالومات يې پټ کړي دي. خو په  حقيقت کې د دوی دغه څرګندونې له واقعيت سره بيخي سمون نه لري، ځکه د نړۍ ډېر هيوادونه د کوويډـ۱۹ ويروس پر وړاندې روانه مبارزه کې د چين هر اړخيزې چارې ستايلي او د روغتيا نړيوال سازمان هم د چين د کارونو ستاینه کړې ده.

 د دغه سازمان د بېړنيو روغتيايي پروژو مسئول مايکل ريان د اپريل په لومړۍ نېټه په يوه خبري ناسته کې پر چين ټول لګيدلي تورونه او نيوکې رد کړې او و يې ويل، چې په نورو هېوادونو او سيمو کې د ويروس د خپرېدو حالات د اړوندو مالوماتو د ناشفافيت نتيجه نه ده.  په چين کې د دغه سازمان استازي ګاوډن ګاليا خبر ورکړی، چې چين پر وخت له دې سازمان سره اړوند معلومات شريک کړي دي.

 د روغتيا نړيوال سازمان د تېر کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د چين په ووهان ښار کې د ياد ويروس د رامنځته کېدو په اړه نارسمي خبر تر لاسه کړ او د دې سازمان اړوندو ارګانونو د جنورۍ په لومړۍ نېټې د يوې تليفوني غونډې په جوړولو سره کاري ګروپ جوړ کړ. چين د جنورۍ په ۳مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان ته يو رسمي راپور وړاندې کړ او د همدې مياشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د دغه سازمان اړوندو استازو له ووهان ښار څخه ليدنه وکړه او رښتينی حالات يې له نږدې وکتل.

 څرنګه چې چين پر وخت د روغتيا له نړيوال سازمان سره د دې ويروس په اړه مالومات شريک کړي او دغه سازمان د ويروس د خپرېدو تحليل او پلټنه وکړه او ګردې نړۍ ته يې د ويروس د خپرېدو خبرداری ورکړ او حتی د خطر زنګ یې ورته وګړنګاوه.  پوښتنه دا ده، چې چين پر وخت د دغه ویروس په اړه اړوند مالومات د روغتيا نړيوال سازمان او نړۍ سره شريک کړي، خو د امريکا حکومت د خپلو خلکو لپاره څه کړي؟  امريکايي ډاکټرې هيلين چو د روان کال په پیل کې د دې هېواد په دننه کې د ياد ويروس د خپرېدو خبرداری ورکړ او په فېبرورۍ مياشت کې يې د پلټنې نتيجې اړوندو ارګانونو ته وړاندې کړې، خو هيچا پرې خپل غوږ ونه ګراوه؟   د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز د مارچ له ۲مې نېټې څخه د دغه ويروس د تشخيص او د مړينې شمېر له خپرولو ډډه کړې، ولې؟ ښاغلی مايک پنس او مايک پومپيو يادو پوښتنو ته ځوابونه ورکولی شي؟ نه، دوی نه شي کولی.

 له دې څخه څرګندېږي چې کومه خوا دروغ وايي او پر رښتياوو سترګې پټوي. د لنسيټ په نوم د طبي چارو په اړه د مشهورې مجلې عمومي اډيټر ريچارډ هورتون Richard Horton د تېر مارچ په ۲۶مه نېټه له بي بي سي سره په خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې چين د کوويډـ۱۹ ويروس په اړه ګردې نړۍ ته پر وخت او څرګند مالومات ورکړي دي. د تېرې جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې ټولو ته مالومه شوه، چې کووېډ – ۱۹ ويروس د خپرېدو په حال کې دی، خو د بريتانيا حکومت دغو ارزښتناکو مالوماتو ته په سپکه وکتل او د دې ويروس د وقايې او مخنيوي ګټور فرصت يې له لاسه ورکړ.  په امريکا کې داسې رسنۍ او کسان شته،  چې په حقيقتونو سترګې نه  پټوي او ډېرو يې پر ټولنيزو رسنيو وويل، چې څوک د پمپيو دروغ نه ردوي، خو حقیقت  دا دی، چې د امريکا حکومت پر وخت اغېزمن تدبيرونه نه دي نيولي او غواړي خپله پړه پر نورو واچوي. واشنګټن پوسټ يوه تبصره خپره کړې او پکې ليکل شوي، چې د کوويډـ۱۹ ويروس پر ضد د پمپيو کړنې به هغه د امريکا په تاريخ کې ډېر بد ياد  کړي.  دغه وينا د خلکو رښتيني نظرونه دي، خو اوس تر ټولو مهمه دا ده، چې په امريکا کې د ياد ويروس د خپرېدو حالات ډېر سخت او بېړني دي، د دې هېواد سياستوال بايد تر څه لومړی د خلکو ژوند او خونديتوب ته لومړیتوب ورکړي او پر نورو دې بې ځایه  نيوکې او تورونه نه لګوي.

Previous Post

جانز هاپکینز پوهنتون:د کرونا ویروس له امله امریکا د ستر تاریخي ناورین په لور ده

Next Post

دې هېل: د امریکايي مرستو کمېدل امنیتي او دفاعي ادارې زیانمنوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
دې هېل: د امریکايي مرستو کمېدل امنیتي او دفاعي ادارې زیانمنوي

دې هېل: د امریکايي مرستو کمېدل امنیتي او دفاعي ادارې زیانمنوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین دولت رئيس شي جين پينګ به د نوي ۲۰۲۵م کال د مبارکۍ په مناسبت وینا وکړي

دسمبر 30, 2024
اردوغان: په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلامي هېوادونو ګډه هیله ده

اردوغان: په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلامي هېوادونو ګډه هیله ده

دسمبر 10, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved