چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين په منځني ختيځ کې د سولې جوړونکی پاتې شوی دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 25, 2024
in نړیوال خبرونه
0
چين په منځني ختيځ کې د سولې جوړونکی پاتې شوی دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د فلسطين د داخلي جوړجاړي د درې ورځني ډيالوګ غونډه د جولای په ۲۳مې نېټې په بېجينګ کې پای ته ورسېده او څوارلسو سياسي ډلو یې د چين په منځګړيتوب په ګډه ((د فلسطين د ناندريو د ختمولو او د داخلي يووالي د پياوړتيا په پار د بېجينګ اعلاميه )) لاسليک کړه چې د جګړې زيانمن شويو فلسطينيانو سره يې هیله پيدا کړې ده. چين تل د منځني ختيځ مسئلې په هکله عادلانه رويه غوره کړې او د دې سيمې د سولې جوړونکی پاتی شوی چې په نړيواله ټولنه کې د هرکلي وړ ګرځېدلی دی.

د فلسطين د څوارلسو سياسي ډلو جوړجاړې يو اسان کار نه دی او د دې ملت د ازادېدو چارو په تاريخ کې د اهميت وړ شېبه هم ده. د دې غونډې تر ټولو مهمه ګډه نظريه د يادو سياسي ډلو جوړجاړی او يووالی دی او تر ټولو کليدي لاسته راوړنه يې دا ده چې د فلسطين ازادي غوښتونکي سازمان يعنې فتح د ټولو فلسطينيانو يوازينی قانوني استازیتوب دی. تر ټولو د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې هغوی تر جکړې وروسته د غزې د ادارې او د لنډمهاله حکومت په هکله اتفاق ته رسېدلي دي. دغه راز د دوی تر ټولو کلکه غوښتنه دا وه چې د ملګرو ملتونو د اړوند پرېکړه ليک له مخې يو خپلواک فلسطين هېواد جوړ کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د فلسطين مسئله تل د منځني ختيځ کليدي برخه ده، خو د فلسطين داخلي جوړجاړی د دې مسئلې د حل وفصل او د دې سیمې د سولې او ثبات د عملی کېدو يو مهم ګام بلل کیږي. چین تل په دې اړه عادلانه رويه غوره کړې او کوي يې. چين په روانه غونډه کې په غزه کې د شخړو په هکله د درېیو اقداماتو وړانديز وکړ او له اوسنيو ستونزو څخه د فلسطين د وتلو لپاره يې خپله طرحه بیان کړه.

د فتح د رئيس مرستیال ويلي چې چين د يوې رڼا په څېر دی او  د فلسطين د داخلي جوړجاړي لپاره يې هڅې بې سارې دي. د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په تړاو د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي کوپمانس د چين کړنه ستايلې او پر دې يې ټينګار کړی چې دا د ليدو وړ لاسته راوړنه ده او ترې ښکاري چې چين د فلسطين د داخلي جوړجاړي د پرمخ بيولو، په غزه کې د اوربند د عملی کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو او د دې سيمې د سوله ييز بهير په برخو کې یې رغنده رول لوبولی دی.

د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې  له پيلېدو راهيسې چين د عامو وګړیو پر وړاندې له هر ډول بريدونو سره ښکاره مخالفت څرګند کړی او د جوړجاړي او سوله ييزو خبرو اترو د پرمخبيولو او د شخړو د له منځه وړلو لپاره يې ډېرې فعاله هڅې کړې دي. د چين لوري څو څو ځلې د يادو شخړو په هکله د چين دريځ بيان کړی او د جګړې له ښکيلو خواوو څخه يې غوښتنه کړې چې سمدلاسه اوربند وکړي، جګړه پای ته ورسوي، د شخړو د پراخوالي مخه ونيسي او بشري مرستې تضمين کړي. دغه راز چين پر دې ټينګار کړی چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د مسئلې د حل وفصل بنسټيزه لاره د دوو هېوادونو د لايحې پلی کول دي، تر څو د فلسطین مسئله ژر تر ژره په هراړخيزه توګه، عادلانه او دايمي توګه حل شي. سربېره پر دې چينايي استازو هم څو څلې د سيمې له هېوادونو څخه ليدنې وکړې  او د نړيوالې سولې په غونډو کې يې د ګډون له لارې د دغې مسئلې د حل لپاره منځګړیتوب کړی دی. د تېر کال په نومبر کې چين د م.م د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه په خپلو هڅو سره د دې شخړو د روان پړاو له پيلېدو راهیسې د امنيت شورا لومړی پرېکړه ليک تصويب کړی چې له امله يې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند ابتدايي ګام هم پيل شوی دی. سربېره پردې چين د فلسطين او اسرائيل د شخړې د ختمېدو په تړاو د چین سندونه خپاره کړي او په دوامداره توګه يې د غزې له ځايي وګړو سره بشري مرستې کړې دي.

د روان کال په می کې د چین او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه لسمه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. چين پکې له اړوندو عربي هېوادونو سره د فلسطين مسئلې په هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د دې مسئلې د حل لپاره يې د سولې او عدالت د ساتلو اواز راپورته کړی دی.د فلسطین د ملي وړانديز د سازمان رئيس مصطفی برغوثي ويلي : چین د فلسطين د داخلي يووالۍ او د فلسطينيانو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې ډېر مهم رول لوبولی دی. چين ډېر صادقانه او سم نظر لري او په واقعي توګه زمونږ په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې په حال کې  را سره مرستې غواړي.

چين تل د منځني ختيځ د سولې جوړونکی پاتی شوی او د دې سيمې د ثبات د پرمخ بيولو لپاره يې هڅې کړې دي.

Previous Post

لوګر کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ښوونځی جوړېږي

Next Post

د بيجينګ اعلاميه له پراخ نړيوال هرکلي سره مخ شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د بيجينګ اعلاميه له پراخ نړيوال هرکلي سره مخ شوې ده

د بيجينګ اعلاميه له پراخ نړيوال هرکلي سره مخ شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

مارچ 21, 2026

شي جين پينګ د چين او امريکا د ګرځندوی چارو ۱۴م لوړ پوړي ډيالوګ ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

مې 22, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ