چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين په کابل کې د ارزان بيه کورونو د جوړولو مرستندويه پروژې کارونه پيلوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 14, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين په کابل کې د ارزان بيه کورونو د جوړولو مرستندويه پروژې کارونه پيلوي

?????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: د چین مډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله؛ ډېوه-

د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د چين له خوا په کابل کې د ارزان بيه کورونو پروژې د لاسليک مراسم د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شول. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح، دويم مرستيال سرور دانش  او د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت لوی سفير وانګ يو په دې مراسمو کې ګډون کړی و. د افغانستان د ښاري پرمختګ او د ځمکو وزير محمود کرزي او د چين د فلزاتو د ويلي کولو د ۱۹م ګروپ شرکت استازو په جلا جلا توګه د افغان حکومت او د پروژې عملي کوونکي په توګه اړوند قرارداد لاسليک کړ.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د افغان حکومت لسګونو چارواکو او د پارلمان غړو او د چين سفارت سوداګريزه اتاشه وانګ هونګ چوان په دې مراسمو کې ګډون کړی و. دغه پروژه د چين د هيوادونو او نړۍ د پرمختګ د همکاريو ادارې لخوا يې مشري کيږي او د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوال اقتصادي همکاريزو چارو د رياست لخوا عملي کيږي چې ټول لګښت به يې د چين لخوا تاديه کيږي. د چين د فلزاتو د ويلي کولو د نولسم ګروپ شرکت د دغې پروژۍ د عملي کولو دنده پر غاړه لري. دغه شرکت له ۲۰۱۲ کال څخه له افغانستان سره د مرستې په نامه د کابل پوهنتون په محوطه کې د ځينو ودانيو چارې هم ترسره کړې دي د کنفوسيوس انستېتيوټ لپاره مجهزه ودانۍ او د کابل پوهنتون مېلمستون لپاره د مېلسمتون ودانۍ او له ۲۰۱۷ کال څخه يې د کابل پوهنتون د تدريسي کمپلکس ودانۍ او د غونډو لوی تالار جوړول پيل او پر وخت يې کارونه بشپړ کړي دي.

د دغه شرکت د نړيوالو پروژو شرکت مرستيال مشر او په افغانستان کې ددې شرکت څانګې عمومي مشر لي پې لونګ د ارزانو کورونو د جوړولو پروژې په هکله مالومات ورکړل او ويې ويل چې دغه پروژه د چين د حکومت لخوا د افغانستان له بيا رغونې او د سولې بهير سره د مرستې په نامه يوه مهمه برخه ده او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په چوکاټ کې يوه مهمه پروژه هم ده. د پلان له مخې، دغه پروژه د افغانستان دارالامان تاريخي ماڼۍ په شمالي برخه کې د شاو خوا صفر اعشاريه اووه کيلومترو او کابل ښار مرکز ته شاو خوا د پنځه اعشاريه دوه کيلومترو په واټن کې موقعيت لري چې شپږ پنځوس اپارتمانونه او يو زر څلور سوه کورونه به جوړ کړي چې د ۲۸۰ کورونو مساحت ۸۵ متره مربع، ۵۶۰ کورونه ۷۰ متره مربع او ۵۶۰ کورونه ۵۵ متره مربع وي. د دغو اپارتمانونو پرته به په دغه ځای کې د سړکونو، د اوبو برابرولو، د اوبو ايستلو، د برېښنا برابرولو، د مخابراتي تأسيساتو او پارک هم جوړ شي چې عمومي پراخوالی يې شاو خوا يو لک شپږ زره متره مربع ته رسيږي. د پلان له مخې دغه پروژه به په څلوېښتو مياشتو کې بشپړه شي او اوس يې کارونه د پيل کيدو په حال کې دي.

لي پې لونګ پر دغې پروژې د کوويد-۱۹ وبا د اغيزې د يادونې په وخت کې وويل چې د اصلي پلان له مخې دغه پروژه بايد د ۲۰۲۰ کال په جون مياشت کې پيل شوی وای، خو د کوويد-۱۹ وبا تر اغيزې لاندې د دغې پروژې قرارداد د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر مياشت کې لاسليک شو او د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر مياشت کې يې د جوړېدو کارونه پيل شوي دي. خو د کوويد-۱۹ وبا له امله زيات نړيوال پروازونه ځنډېدلي، نو له چين څخه افغانستان ته د کارکوونکو د راتګ په ترڅ کې ستونزې ډېرې وې. دوی وروسته په چين کې د افغانستان د سفارت او د الوتنو له هوايي شرکتونو سره څو څو ځلې د فني کارکوونکو او انجنيرنانو د لېږد لپاره همغږي کړې او په پای کې يې د چين له چنګ دو ښار څخه حرکت وکړ او د ګوانګ جو ښار، د کويټ او دوبۍ له لارې د څه دپاسه دوو ورځو کې کابل ته ورسيدل.    

ويل کيږي چې دغه پروژه د عملي کيدو په وخت کې ډېرې ستونزې شتون لري، خو لي پې لونګ وويل چې دوی به کوښښ وکړي چې ټولې ستونزې لېرې کړي او دغه پروژه په ښه کيفيت سره بشپړه کړي. دغه پروژه به د هغو ځايي کارکوونکو لپاره مستقيمې ګټې ولري چې ټيټ عايدات لري او د دوی د ژوند چاپيريال به ورسره ډېر ښه والی پيدا کړي. برسيره پر دې دغه پروژه په افغانستان کې يوه ډېره لويه ساختماني پروژه ده چې د اړوندو توليدي چارو، د کارګرو د ګومارنې او د تخنيکونو د نوښت په ساحو کې به سترې اغيزې او ګټې رامنځته کړي. لي پې لونګ وويل چې دوی به په د دغې پروژې د ابادۍ په برخه کې په عمده توګه په افغانستان کې توليد شوي پولاد، کانګريټ او د سمېنټ په شمول توليد اصلي موادو څخه استفاده وکړي چې زيات شمېر ځايي کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي. په دغه پروژه کې به له څلور سوو څخه تر پنځه سوو پورې ځايي کارګر وګومارل شي او دوی ته به په لوړ معيار اړوندې روزنې ورکول شي. کله چې دوی په ساختماني چارو کې نوې تکنالوژۍ باندې پوه شي، په راتلونکې کې به په افغانستان کې په ساختماني بازار کې ډېر کاري فرصتونه ولري. چين د ساختماني چارو په برخه کې خپلې تکنالوژۍ او پرمختللي مواد افغانستان ته انتقال کړي دي چې په دغه هيواد کې د ساختماني چارو د تکنالوژيو په نوښت کې رول لري.

ښايي چې د دغې پروژې د عملي کيدو بهير کې به ځينې ستونزې رامنځته شي. په دې هکله لي پې لونګ وويل چې په افغانستان کې د پروژې عملي کولو په وړاندې تر ټولو لويه ستونزه امنيتي ده. ايا دغه پروژه به په عادي توګه ترسره شي، د امنيت ساتنې کارونه ډېر مهم دي. په دې اړه يې باور څرګند کړ د چين او افغانستان تر ګډو هلو ځلو لاندې به دوی ستونزې حل کړي. دغه پروژه د چين او افغانستان تر منځ د دوستۍ يو پل هم دی، چيني کارکوونکي به له افغان کارکوونکو سره نژدې همغږۍ ولري او اړوند مشکلات به په ګډه حل کړي چې په ترڅ کې به يوه نمونوي پروژه عملې کړي او د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستۍ ماشين به فعال وساتي.

د کوويد-۱۹ وبا د وقايي او کنټرول کارونه هم ډېر مهم او مشکل دی، نو موږ به جدي تدبيرونه ونيسو.

له ۲۰۰۱ کال څخه راپدې خوا چين د افغانستان د سولې بهير او بيا رغونې په چارو کې مرستې ډېرې زياتې کړې دي. په چين کې يو متل دی چې وايي د ګاونډي په هيله ګاونډی ښه پوهيږي. نو چين هيله لري چې په افغانستان کې سوله او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي. د چين حکومت او خلک به د افغانستان د خلکو د غوښتنو له مخې د دغه هيواد د بيا رغونې او اقتصادي پرمختګ په چارو کې ورسره مرسته وکړي او په راتلونکې کې به د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو، په چيني پوهنتونونو کې افغان زده کوونکو ته د بورسونو ورکولو، خلکو ته د توکو د برابرولو، د تکنالوژيو پياوړتيا په برخه کې د همکارۍ او د اړوندو روزنو ترسره کولو په شمول له بېلا بېلو لارو افغانستان ته د مرستې لاسونه ورکړي.

د چين حکومت هیله لري افغانان وکولی شي په خپله خپل هيواد اداره کړي او په خپله د اقتصاد پرمختګ لاره ومومي. چين هيله لري چې د افغانستان پرمختګ به لا زياتو عامو وګړو ته ګټې ورسوي.

په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان له چين سره د يو کمربند او يوې لارې يادښت لاسليک کړی و چې له امله يې د تګلارو، تأسيساتو، سوداګرۍ، پانګونې او د خلکو تر منځ د دوستۍ په برخه کې د افغانستان او د سيمه ايزو هيوادونو تر منځ تګ راتګ ټينګ شوی دی. دا يوه ستره هيله ده چې افغانستان د لرغونې ورېښمو لارې په وخت کې د اسيا د زړه په توګه افتخار بيا تر لاسه کړي.

Previous Post

یوه اصلاحی یادونه؛ د راستنېدونکو افغان ډیپلوماټانو ځنډنۍ بیاګومارنه!

Next Post

د هرات سوداګرو؛د نا امنیو د ډېرېدو په غبرګون کې کاري اعتصاب کړی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د هرات سوداګرو؛د نا امنیو د ډېرېدو په غبرګون کې کاري اعتصاب کړی دی

د هرات سوداګرو؛د نا امنیو د ډېرېدو په غبرګون کې کاري اعتصاب کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ماو نينګ: د چين او امريکا ترمنځ د تګ راتګ د مناسبې لارې ابادي دې زياته شي

نوومبر 14, 2022
شي جین پينګ د چین د ماشومانو مخکښې ډلې نهم ملي کانګریس د افتتاح کېدو په مناسبت مبارکي وویله

شي جین پينګ د چین د ماشومانو مخکښې ډلې نهم ملي کانګریس د افتتاح کېدو په مناسبت مبارکي وویله

مې 27, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved