سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين په ۲۰۲۳م کال کې له بشري حقونو څخه د امريکې د سرغړونو راپور خپور کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 29, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مې په ۲۹مې نېټې په ۲۰۲۳م کال کې له بشري حقونو څخه د امريکا د تېري کولو راپور خپور کړی او د حقیقتونو او مالوماتو له مخې يې پکې د دغه هېواد د بشري حقونو خراب وضعيت سپړلی او څېړلی دی.

چين له امريکې غوښتي، چې د بشري حقونو پر وړاندې ستونزې لرې او د امريکايانو هيلې پوره او د نړيوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين دغه راپور په څو برخو ويل شوی، پېل یې په سريزې شوی او ورپسې د امريکې مدني او سیاسي حقونه په تشو خبرو بدلېدل، د نژاد پرستۍ دوامدارې ناوړې اغېزې، اقتصادي او ټولنیزه نابرابري، د ښځو او ماشومانو د حقونو پيمالېدل، د بې اسنادو کډوالوغمجن وضعیت او د امریکا تسلط او بشري کړکېچونه پکې راسپړل شوي دي.

د دې راپور د منځپانګې لنډیز په څو ټکو ورټول دی.

راپور وايي، په تېر ۲۰۲۳م کال کې په امریکا کې د بشري حقونو وضعیت د پر له پرسې خرابېدو په حال کې و او بشري حقونه يې د ۲ قطبي اړخونو په لوري روان وو. د عامو خلکو اساسي حقونو او ازادۍ ته د هغو کسانو په پرتله، چې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو واکمنو پوسټونو کار کوي، لږه پاملرنه شوې ده.

په امريکا کې مدني او سیاسي حقونه په تشو خبرو بدل شوي، د ټوپک تاوتریخوالي د خلکو ژوند ته سخت ګواښ پېښ کړی او سیاسي ګوندونه يې په خپلمنځي سختو لانجو او ناندريو بوخت دي، چې له امله يې په دغه هېواد کې د ټوپک د کنټرول هوکړه ستونزمنه شوې ده.

په امريکې کې د پولیسو تاوتریخوالی مخ په ډېریدو دی او د قانون پلي کولو په برخه کې يې اړوند سیسټمونه اغېزمن نه دي.

راپور وايي، په امريکې کې د ډله يیزو بندیانو او اجباري کارونو ستونزې خورا سختې شوې دي. په سیاسي چارو کې د قطبي کېدو سخت وضعیت په شدت دوام لري، په ټاکنیزو چارو کې يې لاسوهنه په چټکۍ روانه ده او د حکومت اعتبار يې مخ په کمېدو دی.

په امريکا کې نژاد پرستۍ سخت زور اخیستی او خورا ناوړې پایلې لري، افریقایي الاصله امریکایان د قانون پلي کولو او طبي برخو کې له سخت نژادي تبعیض او نابرابرۍ سره مخ دي، د اسیايي الاصله امريکايانو پر وړاندې تبعیض پکې په زياتېدو دی، بومي اینديان پکې له اوږدمهال راهیسې سخت ځپل کيږي او نژاد پالنه پکې په چټکۍ خپريږي.

په راپور کې په ټينګار ويل شوي، چې په امريکې کې اقتصادي او ټولنيزې نابرابرۍ مخ په سختېدو دي او دغه هېواد همېشه ((د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال تړون)) له تصویبېدو څخه انکار کړی، د ” کارګرو بېوزلي” پکې پراخه شوې، د بې کوره وګړو شمېر يې نوی ريکارډ جوړ کړی او د بډای او غریب توپیر پکې نور هم پراخ شوی دی.

په راپور کې دې ته هم اشاره شوې، چې امریکا تر اوسه ((د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د ملګرو ملتونو تړون)) او ((د ماشومانو د حقونو تړون)) نه دي تصویب کړي.

په امريکې کې د ښځو او ماشومانو حقونه پر له پسې تر پښو لاندې کيږي او د دې تر څنګ، امریکایي سیاستوال د کډوالو حقونو او ګټو ته درناوی نه کوي او له اوږدمهال راهیسې د تسلط، یو اړخیزم او د قدرت سیاست تعقیبوي، چې له امله يې د بشري حقونو بدې پایلې رامنځته شوې دي.

په امريکا کې د بشري حقونو بیلا بیلې ستونزې شته او بشري حقونه پکې يوازې د لږ شمېر امريکايانو امتیازات ګرځيدلي دي.
د امريکې دغو ستونزو د بشري حقونو د نړيوالو چارو پر سالم پرمختګ هم بد سیوری غوړولی او  پر وړاندې يې سخت ګواښونه او خنډونه جوړ کړي دي.

(ژباړه: شکريه)

Previous Post

د چین استازي د ښځو او ځوانانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

Next Post

چين او استوايي ګيني د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د دوستانه اړيکو ګډه اعلاميه خپره کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين او استوايي ګيني د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د دوستانه اړيکو ګډه اعلاميه خپره کړه

چين او استوايي ګيني د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د دوستانه اړيکو ګډه اعلاميه خپره کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجينګ: د تايوان مسئلې حل د چينايانو کار دی

مارچ 24, 2023

د چين استازي د بشري حقونو په اړه د چين دريځ څرګند کړ

جون 21, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ