د چين د بازاري څار ملي ادارې د اګست په ۸مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې دغه هېواد کې د ۲۰۲۶م کال په لومړۍ نیمایي کې د انسان شکله روبوټونو په توليدي برخه کې ۱۱۶۰۰۰ نوي تصدۍ رامنځته شوې او دغه شمېر د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۹.۵ سلنه زياتوالی موندلی.
د سږ کال په لومړۍ نیمایي کې، په ټول هېواد کې د ۸ نويو رامنځته شويو او۹راتلونکو صنعتونو اړوند ۵۶۱۰۰۰ نوې تصدۍ جوړې شوې چې دغه رقم د ودې یو باثباته رجحان ساتلی. ځينو مخکښو چارو خپل چټک پرمختيايي تمايل ښودلی دی. د مصنوعي ځرکتيا په ډګر کې ۵۵۰۰۰ نوي تصدۍ رامنځته شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۲۸ سلنه زیاتوالی موندلی.













