چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چینایان پر خپل هېواد باور لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 7, 2024
in نړیوال خبرونه
0
چینایان پر خپل هېواد باور لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

هر کال د اکتوبر په لومړۍ نېټې د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو ملي جشن لمانځل کېږي، چې سږ کال يې د تاسیس ۷۵مه کلیزه ده او په وياړ يې د دغه هېواد په ګوټ کوټ کې د لمانځنې رنګارنګ فعالیتونه ترسره شوي دي.

سږني ملي جشن ځینو چینایانو ته ډېره خوښي او ژوره خاطره وربښلې، ځکه د چين حکومت په لبنان کې بند پاتې چينايان په ډېرې چټکۍ خپل هېواد ته ستانه کړې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین بهرنیو چارو وزارت له ټرانسپورټ وزارت، ملکي هوايي چلند ادارې او په لبنان او قبرس کې د چین سفارتونو سره نږدې همکارۍ او کوښښونه کړي او په لبنان کې یې د مېشتو چینایانو خوندیتوب تضمین کړی دی او دغه راز د اکتوبر په لومړۍ نېټې يې د ښکیلو خواوو په ګډو هڅو په لومړۍ ډلې کې ۶۹ چینایان او د دوی د کورنيو او خپلوانو ۱۱ بهرني غړي د چیني شرکت په يوې بېړۍ کې قبریس ته رسولي او د همدې مياشتې په ۲مې نېټې يې په دوهمې ډلې کې ۱۴۶ چینايان او د دوی د کورنيو ۵ بهرني غړي د ځانګړې الوتکې له لارې بېجینګ ته رسېدلي دي.

په لبنان کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او چين له دغه هېواد څخه خپل اتباع په داسې حال کې وباسل، چې اسرائيلي ځواکونه پرې مسلسل هوايي بريدونه کوي. دا یوه ستونزمنه چاره وه، چې د چين حکومت ترسره کړه او په تېره بیا په الوتکې کې د خپلو اتباعو د اوباسلو چاره يې ډېره ستایل کېږي، ځکه د لبنان د بیروت هوايي ډګر له دوو اونيو راهيسې غیرفعال شوی، کارکوونکي یې نشته او هیڅ الوتنې ترې نه کېږي.

 بله خوا، د لبنان او اسرائیل د شخړو تر سختېدو مخکې، د بیروت او چین ترمنځ مستقیم پروازونه هم موجود نه وو، نو چین یو لړ ستونزې وګاللې او ځانګړې الوتکه يې د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته ولېږله او په لبنان کې مېشت چينايان يې خپل هېواد ته راستانه کړل.

په لبنان کې پاتې چينايان چې کله د بېجینګ نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شول، نو ډېر خوشحاله او له خپل حکومته یې مننه کوله.

په دوی کې څو کسانو رسنيو ته ویلي:

((کله چې مونږ د خپل هېواد خاورې ته را ورسېدو، نو ډېر خوشحاله شوو او دا احساس مو وکړ، چې مونږ اوس خوندي او امنیتي چاپېریال کې یوو.))

((مونږ له خپل هېواد څخه ډېره مننه کوو او دا احساس يې راکړی، چې جنګ سخت دی او خپل هېواد هر وخت مینه درکوي. مونږ که هر چېرته یوو، نو له ځان سره د خپل هېواد ټينګ ملاتړ لرو.))

چين خلکو ته لومړیتوب ورکوي او دا له چینایانو سره د چین د کمونېست ګوند او حکومت جدي ژمنه ده او هر وخت یې پلې کړې ده.

د چین کمونېست ګوند د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۵ کلونو په درشل کې تل خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړی دی.

په چين کې د خلکو سويه لوړه شوې او په دغه هېواد کې ثسبتاً شتمنه ټولنه جوړه شوې ده.

د چين د کمونېست ګوند په يادې ژمنې کې د خلکو د ژوند تضمین هم راځي او هر وخت يې د دوی ژوند ته پاملرنه کړې ده.

د چين حکومت مخکې له لیبیا او اوکراین څخه خپل اتباع په چټکۍ وباسل او خپل هېواد ته يې خوندي راستانه کړل.

له لبنان څخه راستانه شويو چینایانو په ډېر مينې او لوړ غږ خپلو هېوادوالو ته د نوي چین د تاسیس د ۷۵مې کلیزې مبارکي وویله.

Previous Post

په غزني کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

Next Post

شهباز شریف د چيني شرکت د موټرو پر کاروان ترهګريز بريد وغانده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شهباز شریف د چيني شرکت د موټرو پر کاروان ترهګريز بريد وغانده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده

پاکستان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده

فبروري 22, 2023
فاریاب؛ قیصار ولسوالۍ کې د ممیزو۱۰ عصري خونې جوړې شوې

فاریاب؛ قیصار ولسوالۍ کې د ممیزو۱۰ عصري خونې جوړې شوې

اکتوبر 2, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ