سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین او امریکا په نوې زمانه کې د ګټې – ګټې همکارۍ مسیر د پيلولو مسوولیت لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 22, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چین او امریکا په نوې زمانه کې د ګټې – ګټې همکارۍ مسیر د پيلولو مسوولیت لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين او امریکا مشرانو له درېيو مياشتو وروسته يو ځل بيا ټېليفوني خبرې تر سره کړې او د نړیوالو پاملرنه يې جلب کړې ده.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د امریکا له ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ سره په ټېليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسنيو اړيکو، د ګډې علاقې وړ مسئلو او دغه راز په راتلونکي کې د دوه اړخيزو اړيکو د ثابت پرمختګ په پار ستراتيژيکې لارښوونې پر سر بحث او د نظر تبادله کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پينګ ويلي، چې د چين او امریکا اړيکې ډېرې مهمې دي،‌ دواړه هېوادونه کولی شي چې يو له بل سره مرسته وکړي، ګډه سمسورتيا جوړه کړي او دواړو هېوادونو او نړۍ ته ګټه ورسوي. ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د امریکا او چين ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې دي. د هغه په خبره، دواړه هېوادونه کولی شي چې د همکارۍ له لارې د نړۍ د سولې او ثبات لپاره خدمت وکړي او هيله يې ښودلې،‌ چې له چين سره دايمي او ښې اړيکې ټينګې کړي.

شي جین پينګ په يادو ټېليفوني خبرو کې ويلي، چې چينايان به د جاپان د تېري پر ضد د چينايانو د مقاومت په جګړې کې د امريکا په شمول د فاشيزم ضد هېوادونو ملاتړ هير نه کړي.

ده زیاته کړې چې ۸۰ کاله مخکې چين او امریکا د سولې او عدالت لپاره په ګډه جګړه کړې او اوس دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي دي او بايد په نوې زمانه کې د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره همکارۍ وکړي. ده زیاته کړې چې په دې وروستيو کلونو کې امریکا پر چين د ګمرکي مالياتو جګړه پيل کړې، د چين د لوړې تېکنالوجۍ پر صنعت يې فشار  راوړی‌، څو څو ځلې يې د ملي امنيت په پلمه په امريکا کې د چيني شرکتونو د پرمختګ مخنيوی کړی او بالاخره يې د چين او امريکا اړيکو ته زيانونه رسولي دي.

د روان کال له مې مياشتې راهيسې، د چين او امريکا پلاویو د دواړو مشرانو د مهمې ګډې موافقې په رڼا کې څلور ځله سوداګريزې خبرې اترې تر سره کړې دي.

دواړو خواوو د مساوي ډيالوګ له لارې يو د بل پوهاوی ژور کړی، متقابل اعتماد يې ټينګ کړی او بالمثل اقدامات يې کړي دي. د دواړو خواوو په اند،‌ د چين او امريکا ثابتې سوداګريزې اړيکې د دواړو هېوادونو او د نړۍ د پرمختګ لپاره مهم اهميت لري.

په دې وروستيو کې د چين او امريکا استازو په مادريد کې خبرې اترې تر سره کړې. دواړه خواوې د ټيک ټاک مسئلې پر سر اساسي موافقې ته رسېدلي دي. خو په عين وخت کې امریکا پر چین لګول شوي یو اړخيز سوداګريز محدودیتونه نه دي لغوه کړي او پر چيني شرکتونو د بنديزونو لېست يې لا پراخ کړی. چيني لوري په دې اړه امريکايي لوري ته سخته انديښنه او پاملرنه څرګنده کړې.

په دې ټېليفوني خبرو کې رئيس شي جين پينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسئلو د حل په اړه د چين اصول او دريځ څرګند کړی او ويلي یې دي، چې دواړه خواوې بايد ګډه هڅه وکړي، امريکا بايد يواړخيز سوداګريز بنديزونه لغوه کړي، څو د دواړو خواوو د سلامشورو لاسته راوړنې ويجاړې نه کړي. هغه د ټيک ټاک مسئلې په اړه هيله ښودلې، چې شرکت د بازاري مقرراتو پر بنسټ سوداګريز مذاکرات ښه تر سره کړي او د چين له قوانينو او مقرراتو سره سمون لرونکې او د برابرۍ پر اساس ولاړ ګټور پلان جوړ کړي. هغه له امريکايي لوري څخه غوښتي، چې په امریکا کې د چيني شرکتونو د پانګونې لپاره پرانيستی، عادلانه او غیر تبعيضي سوداګريز چاپيريال برابر کړي. ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد يې غواړي له چين سره سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو پلاويو د مشورو څخه به ملاتړ وکړي، څو د ټیک ټاک مسئله ښه حل کړي.

که چين او امريکا د دواړو مشرانو پر لارښوونه عمل وکړي او د دوی مهمې ګډې موافقې  پلي کړي، نو خپلمنځي توپيرونه به حل شي او په نوې زمانه کې به د ګټې – ګټې همکارۍ مسیر پيل شي، چې دا د دواړو هېوادونو ګډ مسووليت دی.

Previous Post

تخار کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

Next Post

بامیانو کې د هنري اثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بامیانو کې د هنري اثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

بامیانو کې د هنري اثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين مېډيا ګروپ د مکاو ځانګړې اداري سيمې له بېلا بېلو برخو سره څو همکاريز سندونه لاسليک کړي

د چين مېډيا ګروپ د مکاو ځانګړې اداري سيمې له بېلا بېلو برخو سره څو همکاريز سندونه لاسليک کړي

سپتمبر 28, 2025

د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېیمه عمومي غونډه په بېجینګ کې پيل شوه

جولای 15, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ