سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین او روسیه نړۍ ته ځانګړي مسؤلیتونه لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 10, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چین او روسیه نړۍ ته ځانګړي مسؤلیتونه لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین دولت رئیس شي جين پینګ د مې له ۷مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې له روسیې څخه رسمي لیدنه کړې او د شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب ۸۰مې کليزې د يادونې په مراسمو کې ګډون درلود. نړیوالو رسنیو د چین د دولت رئیس شي جين پينګ رسمي لیدنې ته ډېره پاملرنه کړې. د روسیې د علومو اکاډمۍ د چین او عصري اسیا د انسټیټیوټ مشر کیریل بابایف وویل، روسیې او چین په څرګنده توګه ښودلې چې د دوی ملګرتیا او ستراتیژیکې همکاریزې اړیکې د پخوا په پرتله پیاوړې دي او د نړیوال وضعیت د ثبات لپاره مهم ځواک ګرځېدلی دی.

سږ کال د جاپان د تيري پر وړاندې د چينایانو د مقاومت او د شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کليزې سره برابر دی. رئیس شي جين پينګ په دې موده کې د چین د دولت رئیس په توګه روسیې ته پر خپل ۱۱م سفر پيل وکړ چې د چین او روسیې د اړیکو لوړه سویه په تېره بيا د دواړو  مشرانو له خوا د ستراتیژيکې لارښوونې غوره والی ښودلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین او روسیې مشرانو د خبرو اترو په ترڅ کې موافقه وکړه چې خپلمنځې ستراتیژیکې همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو اړیکو باثباته، سالم او لوړ پوړي پرمختګ او په ګډه د دوهمې نړیوالې جګړې د تاریخ سمې نظریې ته وده ورکړي، د ملګرو ملتونو واک او مقام خوندي کړي او نړیوال عدالت وساتي. دواړو خواوو څو ګډې اعلامیې لاسلیک کړې او څرګنده کړې یې چې د نړیوال ستراتیژیک ثبات او د نړیوالو قوانینو د واک او واکمن ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د روسیې، ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا د څېړنیز انسټیټیوټ څېړونکي جانګ هونګ وویل، چین او روسیه د دوه اړخیزو اړیکو اوسنۍ کچه تائیدوي، دا په ګوته کوي چې دوی نه یوازې لوړ ستراتیژیک او امنیتي متقابل باور لري، بلکې په ډېرو برخو کې پراخه او ژوره همکاري هم لري. دا متقابل درناوی او د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري ده چې د لویو هېوادونو د اړیکو د اداره کولو لپاره یوه بېلګه جوړوي.

په نړۍ کې د لویو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه، چین او روسیه لاهم “ځانګړی مسؤلیت” لري یانې د “نړیوال مساوات او عدالت ساتونکي ” دي. په اوس وخت کې، یو شمېر هېوادونه یو اړخیزم، تسلط او ځورونې تعقیبوي چې د اقتصاد د نړیوال کېدو او نړیوال نظم لپاره یې سخت ګواښونه رسولي دي. د چین او روسیې مشرانو په خبرو اترو کې پر دې ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان او بریکس په شمول څو اړخیزو ډګرونو کې نږدې همغږۍ او همکارۍ وکړي. چین غواړي له روسیې سره يو ځای د نړیوال څو اړخیز سوداګریز سیسټم او د صنعتي او اکمالاتي زنځیرونو  ثبات وساتي. د روسیې لوري په ګوته کړه چې د لوړو تعرفو لګول غیر معقولانه کار دی او غیرقانوني دي، یوازې به تحمیل کوونکي ته منفي اغېزه ولري.

Previous Post

د برازيل ولسمشر لويز اناچیو لولا دا سيلوا به له چين څخه لیدنه وکړي

Next Post

د جرمني او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د جرمني او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه شوې

د جرمني او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لي چيانګ د چین د دولتي شورا د يوې غونډې مشري وکړه

اپریل 19, 2025
امریکا او روسیه د اوکراین پر مسئله خبرې کوي

امریکا او روسیه د اوکراین پر مسئله خبرې کوي

دسمبر 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ