چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین او پاکستان به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زیات کوښښونه وکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 6, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چین او پاکستان به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زیات کوښښونه وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د پاکستان مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بلنه د جنورۍ په ۳مې نېټې بېجينګ ته تللی او له دغه هېواده یې درې ورځنۍ لیدنه کړې ده.

وانګ يي له اسحاق ډار سره په پلازمېنې بېجینګ کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ستراتيژيک ډیالوګ، چې د جنورۍ په ۴مې نېټې ترسره شو، مشري کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، ستراتيژیو، سیاست، دفاعي چارو، اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې او کلتور په شمول ځينو برخو کې پر خپلمنځې همکاریو د نظریو تبادلې کړي او هوکړه يې کړې، چې خپلمنځي ستراتيژيک ډیالوګ به پياوړی او ستراتيژيک باور به ژور کړي او د سیمې او نړۍ سوله او سمسورتیا به پرمخ بوځي.

دوی په ټينګار ويلي، چې چین او پاکستان په ټولو فصلونو کې ستراتيژيک مشارکت لري او دواړه هېوادونه به «په نوې زمانه کې د چین او پاکستان د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې پلان (۲۰۲۹-۲۰۲۵)» تطبیق کړي.

چین د پاکستان ستاینه کړې، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې او په دغه هېواد کې د چیني پرسونلو، پروژو او ارګانونو د امنیت لپاره يې اغېزمن عملیات او مهم خدمتونه کړي دي.

 دواړو خواوو پر دې ټينګار کړی، چې د هر ډول ترهګرۍ ضد مبارزه کې به د صفر زغم پالیسې غوره کوي او موافقه یې کړې چې د ترهګرۍ ضد په عملیاتو کې به خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د کمربند او لارې د ګډو پروژو د عادي روانېدو لپاره به اوږه په اوږه هڅې وکړي.

دواړو وزیرانو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د ترهګرۍ ضد مقابله کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په دغه برخه کې یې له دوه ګوني معیار سره سخت مخالفت ښودلی دی.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې د چین- افغانستان- پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ډيالوګ او د چین- بنګله دېش- پاکستان همکاريز میکانېزم ته نوي پرمختګونه ورکړي.

دوی نیت ښودلی، چې د ګردې نړۍ د پرمختګ، امنیت، تمدن او مدیریت وړاندیزونو په چوکاټ کې به خپلمنځي همکارۍ وهڅوي او د لا عادلانه او مناسب نړيوال مدیریتي سیسټم جوړونه به پرمخ بوځي.

د پاکستان خارجه وزیر د پرمختیايي هېوادونو د دوامدار پرمختيايي حقونو په ساتلو کې د چین کوښښونه ستایلي دي.

چين او پاکستان د ملګرو ملتونو او د شانګهای همکارۍ سازمان په شمول څو اړخیزو ارګانونو کې پر خپلمنځي همکاريو خوښي ښودلې او هوکړه يې کړې، چې د پرمختیايي هېوادونو د ګډو ګټو او نړیوال عدالت د ساتلو لپاره به همغږي نوره هم پیاوړې کړي.

دواړو خواوو يو ځل بیا پر دې ټینګار کړی، چې د نړۍ ټول هېوادونه باید د ملګرو ملتونو د منشور اصول او موخې مراعات کړي، له څواړخیزم او ازادې سوداګرۍ باید ملاتړ او له زورواکۍ او پر نورو له تيري سره مخالفت وښيي او هم باید د کوچنيو ډلو ټپلو له جوړونې او ډله ییزې مقابلې له راپارېدو سره مخالفت وکړي.

چین پاکستان ته مبارکي ویلې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوبتي رئیسه هېواد په توګه یې خپله دنده ښه ترسره کړې ده.

چین به د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې دورې رئیسه هېواد په توګه د پاکستان له کارونو پوره ملاتړ وکړي.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې د افغانستان مسئلې په اړه به نظر تبادلې او همکارۍ وساتي او د افغانستان حکومت به وهڅوي چې ټولشموله او نرمې تګلارې غوره او د پرمختګ تمرکز او له ګاونډیو سره ښې اړیکې ټينګې کړي.

دواړه خواوې به د افغانستان د ثابت پرمختګ او له نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد د پیوستون لپاره لا زیات رغنده رول ولوبوي.

چين او پاکستان د افغانستان پر اوسني حکومت غږ کړی، چې د ټولو ترهګریزو ډلو د پاکولو لپاره نور زیات اغېزمن تدبیرونه ونیسي او کومې ډلې ته باید اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمال کړي او تاوانونه ور واړوي.

Previous Post

د نغلو ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Next Post

چين د وينزويلا پر وړاندې د امريکا يو اړخيزې، غيرقانوني او ځورونکې کړنې په کلکه وغندلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين د وينزويلا پر وړاندې د امريکا يو اړخيزې، غيرقانوني او ځورونکې کړنې په کلکه وغندلې

چين د وينزويلا پر وړاندې د امريکا يو اړخيزې، غيرقانوني او ځورونکې کړنې په کلکه وغندلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونیسف: په افغانستان کې د بودیجې له کمښت سره مخ یو

یونیسف: په افغانستان کې د بودیجې له کمښت سره مخ یو

مې 11, 2023
امریکا: د حکومت مشران دې د سولې لپاره هڅې چټکې کړي

امریکا: د حکومت مشران دې د سولې لپاره هڅې چټکې کړي

مې 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ