د چین صدراعظم لي چیانګ د جولای په ۲۶مې نېټې د ۲۰۲۵م کال د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې ويلي، چې هېواد يې د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان (WAICO) د جوړولو پلان لري او مرکزي دفتر به یې په شانګهای کې وي.
د چين دغه پلان به د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ او د نړیوالې حکومتولۍ په قوانینو کې د سختې سیالۍ پرمهال د مصنوعي ځیرکتیا د ښه پرمختګ لپاره یوه نوې لاره برابره کړي او دمګړۍ يې د نړيوالي ټولنې پام هم ځانته را اړولی دی.
چین به سراسري جنوب يا مخ پر ودې هېوادونو ته د ابادۍ ملاتړ برابر کړي او د سیمه ییز نوښت توان به يې لوړ وساتي.
د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان به د “ګډو مشورو، ګډې جوړونې او ګډو ګټو” پر بنسټ په تدریجي ډول د نړیوالې حکومتولۍ پراخ چوکاټ رامنځته کړي.
اروپايي ټولنه غواړي په ټوله نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا لایحه پلې کړي او که دغه کار یې وکړ، نو په نړۍ کې به خپل واحد معیار ولري او يو شمېر هېوادونه بیا د خپل ملي امنيت د خونديتوب په پلمه نه غواړي، چې خپله ټېکنالوژي له نورو سره شریکه کړي. نو په داسې حال کې د چين د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان به ځانګړی ارزښت ولري او د هغو هېوادونو لپاره، چې د پرمختګ په بېلا بېلو پړاوونو کې دي او متنوع کلتورونه لري، یو ریښتینی نړیوال ډګر وګرځي.
د چین لایحه به د نړیوالې مصنوعي ځیرکتیا په حکومتولۍ کې کیلیدي او ثابت عوامل ولري. چین د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو چټک او لوی مخ پر ودې سیسټم جوړ کړی دی.
د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان به د نړۍ لپاره د توپیرونو د لرې کولو او همکاريو د پراخولو لپاره یو نوی ډګر وګرځي او د نړۍ هر هېواد به وکولی شي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د چټکې ودې په دغه بهیر کې ګډون وکړي.
هغه هېوادونه چې غواړي نور سره جلا کړي، تاریخي فرصتونه به له لاسه ورکړي.
په شانګهای کې د مصنوعي ځیرکتیا چارو د چین د ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې ستر پرمختګونه موندلي او په دغه ښار کې د یاد سازمان د مرکزي دفتر جوړونه به ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي. د چین صدراعظم لي چیانګ يادو مراسمو ته ويلي، چې مصنوعي ځیرکتیا باید “نړیوال عامه تولید وګرځي او انسانانو ته باید ګټې ورسوي.”
نوموړي ويلي، که د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان وکولی شي د ټولو هېوادونو اخلاص او حکمت راټول کړي، نو ټول به ګډې ګټې ومومي، متقابل بریالیتوب به ترلاسه کړي او د مصنوعي ځیرکتیا له ګټو څخه به برخمن شي.











