چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چین غواړي، له افغانستان سره د شديدې بې وزلۍ د له منځه وړلو تجربې شریکې کړي

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر؛ وانګ یو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
چین غواړي، له افغانستان سره د شديدې بې وزلۍ د له منځه وړلو تجربې شریکې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۲۵مه نېټه د چینایانو لپاره یوه ځانګړې ورځ وه، ځکه په همدې ورځ، د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د شديدې بې وزلۍ د له منځه وړلو په پار جوړې شوې ستاینغونډې کې په وياړ اعلان وکړ، چې د چین حکومت د کمونېست ګوند د تاسیس د سلمې کلیزې په مهم وخت کې په هيواد کې د مطلقې بې وزلۍ د له منځه وړلو د مبازرې هر اړخیزه بریا ترلاسه کړې ده. د چين حکومت په هيواد کې ۹۸ ميلیونه او ۹۹۰ زره بې وزله کلیوال له فقر او غربت څخه اوباسلي، ۸۳۲ بې وزله ولسوالۍ او ۱۲۸ زره بې وزله کلي يې د فقر له لیست څخه ایستلي او په ځینو سیمو کې يې د جامع بې وزلۍ مساله حل کړې او د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو دنده يې بشپړه کړې ده، چې دا یوه بشري معجزه بلل کیږي!

رئیس شي جین پینګ له بې وزلو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې هر وخت ویلي، چې د فقر له منځه وړل، د خلکو ژوند ښه کول او د ګډې سوکالۍ لاسته راوړل د سوسیالیزم لازمي اړتیاوې دي. د چین کمونېست د تاسیس له پیل راهیسې، د خپلو خلکو خوښي او د چیني ملت د احیا لټون خپل مسؤليت بللی او ژمنه يې کړې، چې بېوزله خلک او سیمې باید د هېواد د هراړخیزې نسبتاً سمسورې ټولنې د جوړېدو پر لار ګامونه پورته کړي او د چین د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهیسې دا پروسه ګړندۍ شوې ده. د ګوند مرکزي کمیټې دغه اصول په نظر کې نیولي، چې هیڅ بې وزله سیمه او هیڅ کس پرې نه ږدي، په دوامداره توګه یې په دې برخه کې د چیني ځانګړتیالرونکي نظریه تازه کړې، د غریبانو، پروژو او پانګو په اړه یې له هرې بې وزلۍ کورنۍ او کس سره دقیق تدبیرونه نیولي او په نتیجو کې یې رڼا هم اچولې ده. ټول بې وزله وګړي باید د خواړو، څښاک او پوښاک اندیښنه ونلري، د تعلیم، صحي پاملرنې او د کور امنیت يې باید تضمین شي، ځوانان باید کارونه ولري او د معیوبینو ژوند ته هم باید ځانګړې پاملرنه وشي  چې ډیرو چینایانو ترې ګټې او نیکمرغي اخیستې دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د دې ترڅنګ چین د نړۍ د ترټولو لوی پرمختیایي هیواد په توګه د نفوس نږدې پنځمه برخه جوړوي. د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلې کیدو د ۴۰ کلونو په جریان کې په دغه هيواد کې څه دپاسه ۸۵۰ ميلیونه بې وزله وګړي له شديدې بې وزلۍ څخه وتلي، د نړۍ د بې وزلۍ د  کمولو په برخه کې یې ۷۰ سلنه خدمت کړی او په دغه برخه کې يې د نړۍ په تاریخ کې بشري معجزه جوړه کړې ده. چین د شديدې بې وزلۍ کمولو کې قاطع بریا ترلاسه کړې، د نړۍ د فقر  کمولو په برخه کې یې مستقیمه ونډه اخیستې او د نړۍ د فقر کچه يې تر ډېرې اندازې پورې ټیټه کړې، د بشر اعتماد یې غښتلی کړی او د فقر په له منځه وړلو کې یې چیني ځيرکتيا وړاندې کړې ده.

فقر او پر وړاندې يې مبازره د بشر پر مخ ګډه، تلپاتې او مهمه مسئله ده. د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر اغیزې لاندې نړیوال اقتصاد کمزوری او سخت بد اغیزمن شوی دی او د غریبو او شتمنو خلکو ترمنځ واټن نور هم ډېر شوی، چې له امله یې د فقر مسئله لا سخته شوې ده. ملګرو ملتونو “د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا” په نړۍ کې د هر ډول فقر د له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړی او د دې سازمان له ۱۷ اهدافو څخه شمیرل کیږي، چې دا د مخ پر ودې هیوادونو ګډ امید هم دی.

فقر د نړۍ د ډېرو ستونزو مور ده. د افغانستان د سوله ایزې بیارغونې په تېرو شلو کلونو کې، د دغه هيواد عمومي اقتصاد وده کړې، خو د کلونو جګړو په اثر ډېری افغانان د فقر تر کرښې لاندې ستونزمن ژوند تيروي. د افغانستان حکومت په دغې مسئلې ښه پوهیږي او هر اړخيزه هڅه کوي، چې افغانان له بې وزلۍ څخه وژغوري او مرسته ورسره وکړي، د ټولنې معیشت يې ښه کړي، د اداري فساد پرضد اقدامات پیاوړي کړي، بیوزلو خلکو ته مرستې برابروي، د زراعتي زېربناوو او اوبو لګولو تاسیساتو پر جوړونې يې لاس پورې کړی، په لیرې پرتو سیمو کې يې اقتصادي سیمې ځانګړې کړي، لویې سیمه ایزې ارتباطي پروژې پرمخ بيايي او د سیمې د ترانسپورټي پل رول پیاوړی کوي او داسې نورې چارې ترسره کوي، چې ځينو يې ښې پایلې ترلاسه کړي، خو بیا هم اوږده لار يې پر وړاندې پرته ده.

د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې څه دپاسه ۴۰ کلن مزل کړی او د چین کمونېست ګوند د شديدې بې وزلۍ د له منځه وړلو چارې رهبري کړې دي. د چين څو ميلیونو کدرونو له بې وزلو سره د مرستې په پار غرنيو سيمو ته تللي دي او کابو ۱۸۰۰ يې د خپلو کارونو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. چین له فقر سره د مبارزې په اړه د چین ځانګړې تیوري رامنځته کړې ده.  چین چمتو دی، چې له نورو هيوادونو سره خپلې تجربې شریکې کړي او د فقر د له منځه وړلو په برخه کې د نړۍ چارې وهڅوي.

لومړی، د چين حکومت د خلکو د پرمختګ پر مفکورې ټینګار کوي.

 د خلکو د اساسي ګټو پوره کول، ساتل او پراخول د ټولو کارونو پیل او مهم ټکی دی. د خلکو د خدمت لپاره د چین د کمونېست ګوند بنسټیز هدف او لوی مسؤلیت، د بېوزلۍ له منځه وړل، د خلکو معیشت ښه کول او ګډه هوساینه ترلاسه کول دي.

د چین حکومت پدې برخه کې پانګونې کړي او عمده او لارښوونکی رول يې لوبولی، په ساده توګه يې لویې پروژې نه دي ترسره کړي، بلکې د بې وزلۍ له منځه وړلو او د پانګو تضمین ته يې لومړیتوب ورکړی، د څارنې اقدامات يې پیاوړي دي او د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارو څخه يې ښکاري، چې خپل خلک يې خوشحال ساتلي او د دوی چارو ښه نتيجه ورکړې ده او په راتلونکي کې به هم خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړي.

دوهم، د چين حکومت د لویو کارونو په ترسره کولو تمرکز کوي. “لوی کارونه” د ټولنیز پرمختګ مهمې مسئلې، د اصلاحاتو ستونزمنې مسلې او د  د خلکو د ډیرې پاملرنې وړ مسئلې دي. متمرکز ځواک یعنې حکومت باید د عمومي وضعیت پراساس ټول کارونه همغږي کړي، د خلکو په اتکا بايد د بیلابیلو ساحو د ټولنیز امتیاز رول ولوبوي او له سرچینو پوره استفاده وکړي، څو دوامدار پرمختګ وساتل شي. د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې درې فقره اییز وړاندیز کړی، نوموړي ويلي، چې د افغانستان راتلونکي ترتیبات باید پراخه او ټولشموله وي، ځکه دا نه یوازې د ټولو توکمونو، ګوندونو او مذهبي ډلو ګټې منعکس کوي، بلکې د ټولو افغانانو د توافق او د رکود ماتولو لپاره هم قاطع وسیله ده.

دریېم، د چين حکومت د پرمختګ له لارې فقر له منځه وړي. د چین حکومت د شديدې بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د لاسته راوړنو  مرکزي ستراتیژي، له بې وزلو وګړو سره مرسته کول او د دقیقو تدبيرونو پر مخ وړل دي، یعنې په دقیق ډول د بې وزلو وګړو چارې اداره کوي، مرستندویه سرچینې ځای پر ځای کوي او د هېواد په کچه يې معلوماتي سیستم جوړ کړی دی، څو مالومه کړي، چې اړوندې سرچینې رېښتيا هم د بې وزلو وګړو لپاره کارول کیږي. سربیره پردې، د چین حکومت د فقر له منځه وړلو په برخه کې د بې وزلو وګړو پر توان لوړولو تمرکز او اهمیت ورکوي او د بې وزلو سیمو پرله پسې انکشافي توان پیاوړی کوي او د شتمنیدو ثابت پلان يې جوړ کړی دی. چین فقر ته د خلکو د بيا ستنیدو د مخنیوي لپاره مالوماتي مرستندويه ميکانيزم جوړ کړی، څو له بې وزلۍ څځه وتلې کورنۍ او خلک خپلې چارې سمې پرمخ بوځي او د بې وزلۍ پر لور بیا رهي نشي.
څلورم، د چين حکومت د پاليسۍ دوامتیا تامینوي. د چین کمونېست ګوند په چین کې یوازینی واکمن ګوند دی، چې د چینایانو د اساسي ګټو نمایندګي کوي، نو ځکه د چین کمونېست ګوند مسئول دی، چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو پر چارو تمرکز وکړي او پراخ او جامع وضعیت په پام کې ونيسي او له بېلا بېلو خواوو سره همغږي وساتي. چین د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې هغه زاړه سیسټمونه او میتودونه نه کاروي او شا ته يې پریښودلي، چې په نړۍ کې ډېر لیدل کیږي او د ډېر وخت او کمې اغیزې مخه یې نیولې ده. چین د يو چوکاټ له مخې نسل په نسل کار کوي او اړوندې ګټورې تګلارې يې پلې کړې دي، چې پر مټ يې اړوندو سیمو چټک پرمختګ کړی دی.

رئیس شي جین پینګ غوښتنه کړې، چې باید ورخلاصه، ټولشموله، جامع، متوازنه او د ګډو ګټو نړیواله اقتصادي تګلاره پرمخ بوزو، د ټول بشریت د ګډ پرمختګ لپاره ښه شرایط رامینځته کړو او په ګډه د ډېرو هېوادونو د خلکو پر وړاندې شته بې وزلي له منځه يوسو،  ترڅو د پرمختیا ګټې د نړۍ ټولو هیوادونو ته ورسیږي او هر کس له سوکالۍ او نیکمرغۍ څخه ګټه واخلي.  چین او افغانستان له څه دپاسه ۲۰۰۰ کلونو راهیسې نږدې دوستان او نیک ګاونډیان پاتې شوي دي. دواړه هېوادونه باوري همکاران او هميشه يې يو له بل څخه ملاتړ کړی دی. چین چمتو دی، چې د افغان حکومت په خوښه د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې له دغه هېواد سره پیاوړې همکارۍ وکړي، تر وسې پورې بې له شرطه افغانستان ته د تخنیک او مرستې لاس ورکړي او په ګډه د افغانانو بې وزلي کمه کړي، څو افغانستان اقتصادي خپلواکي او سوله ییز پرمختګ ترلاسه کړي. موږ به د بشر د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړو او افغانانو ته به لازیاتې ګټې ورسوو.

Previous Post

امریکا: ایران او روسیې په تېرو ټاکنو کې سایبري بریدونه کړي

Next Post

جان سوپکو؛ د سولې له توافق پرته د سرتېرو ایستل جګړې اوږدولی شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
جیمز ډابینز: امریکا او نوې طرحه به یې افغانستان کې له ستونزې سره مخ شي

جان سوپکو؛ د سولې له توافق پرته د سرتېرو ایستل جګړې اوږدولی شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

طالبانو هغه ډله غله نیولې چې د کابل- کندهار پر لار یې مسافر لوټل

طالبانو هغه ډله غله نیولې چې د کابل- کندهار پر لار یې مسافر لوټل

اگست 11, 2020
ترکمنستاني لوري سره د نورالجهاد سب‌سټېشن د پراختیا په اړه خبرې شوي

ترکمنستاني لوري سره د نورالجهاد سب‌سټېشن د پراختیا په اړه خبرې شوي

سپتمبر 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved