چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین کې د آسیايي لوبو ۱۹مه دوره؛ د افغانانو او نړۍ د پاملرنې وړ سیالۍ

لیکنه: اعظم منور

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 2, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د خانګجو د اسيايي لوبو ښه راغلاست او هرکلي  د تمدن تبادلې او دوه اړخیزې زده کړو وده ورکول دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له څو ورځو راهیسې د چین په هانګ‌جو کې د آسیايي لوبو ۱۹ م پړاو پيل شوی چې څه باندې سل افغان ورزشکاران هم ګډون پکې لري.

په لاندې کرښو کې د دې لوبو د اهمیت، افغانانو، آسیا خلکو او نړیوالو پاملرنو او د چین له خوا دې سیالیو ته د چمتووالي په اړه بحث شوی، خو لازمه ګڼو چې لومړۍ آسیايي لوبې وپېژنو.

آسیايي لوبې څه دي؟

دا په آسیا لویه وچه کې د څو ورزشي لوبو سیالي ده چې په هرو څلورو کالو کې یوځل د آسیا المپيک شورا له خوا د د دې لويې وچې په مختلفو برخو کې او د همدې وچې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره کېږي.

دغه لوبې د المپيک نړیوالې کمېټې IOC له خوا په رسمیت پېژندل شوې او د المپيک له لوبو وروسته تر ټولو لویې ورزشي سیالۍ دي.

سږ دا لوبې د چین په هانګ‌‎جو ښار کې ترسره کېږي.

د تېرې شنبې په شپه (د روان میلادي کال د سپټمر ۲۳مه) د چین په هانګ‌جو ښار کې د آسیايي لوبو ۱۹مه دوره له یوې هنري نندارې وروسته د دغه هېواد د دولت د رییس شي‌ جین ‌پینګ په شتون سره رسما پيل شوه.

د دې لوبو اهمیت له دې هم ښکاري چې د چین د دولت د رییس شي‌ جین‌ پینګ له خوا يې پيلېدل اعلان شول.

د چیني رسنیو د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې ۴۵ آسیايي هېوادونو له ۱۲ زره ډېر ورزشکاران ګډون لري.

د افغانانو لپاره ښه خبر دا دی چې په دې لوبو کې په ۱۷ رشتو کې شاوخوا ۹۹ افغان ورزشکاران ګډون لري چې ښايي دا لومړی ځل وي چې په دې شمېر افغان ورزشکاران په آسیايي لوبو کې ګډون کوي.

ولې د هانګ‌جو آسیایي لوبې د آسیا د خلکو له پراخ ملاتړه برخمنې دي؟

په دې سیالیو کې په دومره شمېر افغان ورزشکاران ګډون څه په ډاګه کوي؟

لکه مخکې مو چې وویل، دغه سیالۍ د ټولې اسیا لپاره د اهمیت وړ دي او په دې سره د اسیایانو د یووالي چانس لا زیاتېږي.

شناندي وايي، دا چې په دې لوبو کې د ګډونوالو افغان ورزشکارانو شمېر د پام وړ زیات دی، ظاهرا يې دوه لاملونه دي.

یو دا چې چین د افغانستان ګاونډی او دوست هېواد دی چې تل يې د حکومتونو ترمنځ روابط ډېر نږدې او دوستانه پاتې شوي دي.

بل دلیل دا دی چې د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، نو د سرپرست حکومت مسوولین هڅه کوي چې د چین په شان یو او مطرح هېواد سره په هر ډګر کې اړیکې ګرمې وساتي څو ځانته له ګوښي توبه نجات ورکړي.

د دې لوبو لپاره د چین له خوا ډېر ځانګړي، د پام وړ او ځانګړی چمتووالی نیول شوی چې د آسیا د یوه لوی مخ پر وده هېواد چین د عصري کېدو ښودنه کوي.

دغه راز یادې سیالۍ نړۍ ته د آسیا د یووالي، ګډ فرهنګ، اتحاد او اتفاق انځور وړاندې کوي.

دا لوبې نړۍ ته د آسیایانو سوله غوښتنه، ټول‌شمولیت او نوښتونه وړاندې کوي.

نو پورته یاد شویو خبرو ته په پام سره، د افغانستان په شمول د ټولې آسيا خلک له دې سیالیو ملاتړ کوي.

د دې سیالیو د افتتاح په مراسمو کې اوبه د یوه اصلي عنصر په توګه استفاده شوې او دا داسې تفسیر شوې چې «د آسیا څپه» د پرمختګ په نوي پړاو کې د چین، آسیا او نړۍ د یووالي او پرمختګ څپه ده.

په بېجینګ کې د ۱۹۹۰ میلادي کال آسیايي لوبو او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په ګوانجو کې له آسیايي لوبو وروسته دا د درېیم ځل دی چې چین د آسیايي لوبو کوربه توب کوي.

د اسیا المپیک شورا ټول ۴۵ غړي او له ۱۲ زره ډېر ورزشکاران په دې لوبو کې شتون لري.

د چیني رسنیو د خبر له مخې دا لوبې ۴۰ اصلي پېښې لري چې د آسیا ټولې سیمې پوښښوي او دودیز آسیايي ورزشونه او فرهنګ په پراخه توګه په بر کې نیسي.

د هانګ‌جو آسیايي لوبې د چین راسخ عزم او د آسیا د خلکو لوړو هیلو منعکس کونکې دي.

چین نړۍ ته د دې سیالیو د جریان د منعکسېدو په موخه داسې آسانتیاوې برابرې کړې چې هر څوک که د نړۍ په هر ګوټ کې وي د مختلفو ټولنیزو رسنیو له لارې يې کتلای شي.

Previous Post

پنجشېر کې د صنعت او سودګرۍ ریاست فعالیت پيلوي

Next Post

تېره میاشت ۳۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه راګرځول شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تېره میاشت ۳۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه راګرځول شوې

تېره میاشت ۳۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه راګرځول شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په زامبيا کې د چيني شرکت لخوا جوړ شوی برېښنا سټېشن په کار ولوېده

په زامبيا کې د چيني شرکت لخوا جوړ شوی برېښنا سټېشن په کار ولوېده

فبروري 17, 2023
ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

مې 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ